1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو د یوه نوي اقتصادي دهلیز د رامنځته کولو خبر ورکړی

۱۴۰۱ شهریور ۲۰, یکشنبه

طالبان له چین، ازبکستان او قرغزستان سره د نوي اقتصادي کوریدور رامنځته کیدو خبر ورکوي. بل لور ته سیګار ویلي دي چې له پاکستان سره د طالبانو یوې موافقې، افغانستان ته د هندي توکو د وارد کیدو مخه نیولې ده.

Afghanistan Hairatan Ankunft Cargo Zug aus China
انځور: DW/H. Safi

طالبان، ازبکستان، چین او قرغزستان د جمعې په ورځ په تاشکند کې د یوه نوي اقتصادي کوریدور په رامنځته کولو موافقې ته ورسیدل.

د طالبانو د اورګاډې لیکې اداره وایي چې د طالبانو، ازبکستان، چین او قرغزستان استازو د دغه اقتصادي کوریدور رامنځته کولو موافقه لاسلیک کړې ده.

نوموړي ادارې ویلي دي چې دغه دهلیز په ازمایشي ډول د درو میاشتو له پاره رامنځته شوی دی. په پام کې ده چې له دې مسیر څخه به سوداګریز توکي لومړی له چین څخه قرغزستان او بیا به د ازبکستان د اورګاډي پټلۍ له لارې د افغانستان بلخ ولایت ته انتقال او هلته ښکته کړای شي.

سربیره پر دې د افغانستان داخلي تولیدات او ترانزیتي توکي به هم د دغه دهلیز له لارې یوازې په څو ورځو کې دغو هیوادونو ته رسول کیږي. د نوموړي ادارې مسئولین وایي چې د دې اقتصادي دهلیز په ترکیب کې څو ډوله ترانسپورتي وسایط شامل دي چې په ځینو مواردو کې به له باروړونکو موټرو، خو اکثره وختونه به له ریلونو څخه کار اخیستل کیږي.

د سوداګرۍ وزارت: د افغانستان صادرات ۳۲ سلنه زیات شوي

This browser does not support the audio element.

ویل کیږي چې د دې اقتصادي دهلیز سره هغه سوداګریز مالونه چې پخوا به د موټرو په وسیله په یوه میاشت کې له چین څخه افغانستان ته رسیدل، اوس به د ریل ګاډي په وسیله په دوو اونیو کې افغانستان ته رسیږي.

افغانستان ته د هند د صادراتو کمښت

طالبانو په داسې یو وخت کې له دغو هیوادونو سره د یوه نوي اقتصادي کوریدور په رامنځته کولو موافقه کړې ده، چې په دې وروستیو کې د افغانستان د بیارغونې له پاره د امریکا د څار ځانګړې ادارې (سیګار) د ځمکې له لارې له هندوستان څخه افغانستان ته د سوداګریزو مالونو په راتګ د کمښت خبر ورکړی دی.

نوموړي بنسټ د شنبې په ورځ د یو لړ تویټري پيغامونو په ترڅ کې لیکلي دي چې د پاکستان او طالبانو ترمنځ تجارتي او ترانزیټي موافقتنامه اجازه نه ورکوي چې د هند سوداګریز مالونه دې د ځمکې له لارې افغانستان ته داخل شي. په داسې حال کې چې د افغانستان صادراتي توکو ته بیا اجازه ورکول کیږي چې هند ته لاړ شي.

کرونا: افغانستان د څه ډول اقتصادي وضعیت سره مخ کېدونکی دی؟

په افغانستان کې تر بشري بحران وروسته، هندوستان له دغه هیواد سره د ۵۰ زره ټنه غنمو مرستې ژمنه وکړه، خو څو میاشتې وخت یې ونیوه، څو دغه بشر دوستانه مرستې د پاکستان له لارې افغانستان ته د انتقالیدو اجازه ترلاسه کړي.

سیګار زیاته کړې ده چې د طالبانو د ادعا سربیره، په تیرو شپږو میاشتو کې د افغانستان صادرات او واردات کم شوي دي.

نوموړي بنسټ ویلي دي چې د نړیوال بانک د شمیرو له مخې، په افغانستان کې د طالبانو له خوا د واک تر نیولو وروسته، د تیر کال په پرتله د افغانستان داخل او خارج ته سرحدي ترافیک یا د اموالو لیږد رالیږد ۴۰ تر ۵۰ سلنه کم شوی دی.

شکیلا ابراهیم خیل: ش.ن/ ن.ص

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل