د افغانستان او ازبکستان ترمنځ سرحد په بشپړ ډول پرانیستل شوی
۱۴۰۴ آذر ۱۲, چهارشنبه
د پخواني شوروي اتحاد د مرکزي آسيا پنځه جمهوريتونو ازبکستان، قزاقستان، کرغیزستان، تاجيکستان او ترکمنستان ويره درلودله چې په کابل کې به د طالبانو له لوري د واک سمبالول په سيمه کې د افراطيت د خپريدو لامل شي.
خو د طالبانو له واکمنېدو څلور کاله وروسته اوس د هغوی د لومړنيو اندېښنو ځای اقتصادي همکاريو نیولی دی.
د ازبکستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې د سې شنبې په ورځ ويلي دي: «د ترمز – حیرتان پل چې ازبکستان له افغانستان سره نښلوي، بيرته فعال کړل شوی دی. مسافرين اوس کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ مستقيم او خوندي سفر وکړي.»
اړونده موضوع: د طالبانو ادارې چارواکو د تاجيکستان د انرژۍ له وزیر سره لیدلي
همدا راز زياته شوې ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به د ویزې مقررات پر ځای پاتې وي.
دغه حکومتي ارګان ويلي دي چې د سرحدي لارې تړل کیدو خلک اړ کړي ول چې د افغانستان ستر ښار مزار شريف ته د رسېدو له پاره د تاجيکستان له لارې سفر وکړي، په داسې حال کې چې دغه ښار د ازبکستان له سرحد څخه د يوازې ۷۵ کيلومترو په واټن کې پروت دی.
د ازبکستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې له خوا همدا راز زیاته شوې ده چې د سرحدي لارې پرانیستل به «د صادراتي شرکتونو فعاليتونه ډېر آسانه کړي. يادې خونې همدا راز په دې «وروستيو کلونو کې افغانستان ته د صادارتو د دوامدارې ودې» ستاينه هم وکړه.
په داسې حال کې چې سرحدي لاره د ۲۰۲۱م کال د اګست میاشتې راهېسې د شخصي سفرونو له پاره تړل شوې وه، خو د دواړو هېوادونو ترمنځ تجارتي توکي تر يوې محدودې کچې تبادله کیدل.
افغانانو همدا راز کولی شول چې پرته له ویزې د ازبکستان آزادې تجارتي ساحې ته هم سفر وکړي چې د تجارت د ودې له پاره رامنځته کړل شوې وه.
اړونده موضوع: طالبانو له ازبکستان څخه د چورلکو د بیرته ورسپارلو غوښتنه کړې
د ازبکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د چهارشبنې په ورځ د فرانسې خبري آژانس ته وويل چې سرحد په اصل کې د نومبر له ۲۳مې نیټې راهېسې پرانیستل شوی دی.
د آمو سيند د افغانستان او ازبکستان ترمنځ سرحد په نخښه کوي. پر دې سيند باندې د اوښتو يوازني نقطه د ترمز ښار ته څېرمه د دوستۍ پل دی چې له لارې یې په ۱۹۸۹م کال کې د پخواني شوروي اتحاد ځواکونه له افغانستانه څخه وتلي ول.
د مرکزي آسيا هېوادونه د سترو زيربنايي پروژو د عملي کولو په حال کې دي لکه د ريل د پټليو پروژې څو د افغانستان له لارې سمندر ته لاره ومومي، هغه څه چې طالبانو ته یې هم ګټه رسېدله ده چې په افغانستان کې د خوړو او انرژۍ د تضمين له پاره پر مرکزي آسيا باندې تکیه کوي.