د نیویارک په ستر ښار کي چي ۸،۵ میلیونه انسانان پکښي ژوند کي، شاوخوا ۷۳ سلنه کسان واکسین سوي دي. په یوه نوي اقدام سره چي په تیره میاشت کي د دولت له خوا پیشنهاد سو، یعني د کرونا د واکسین په بدل کي د۱۰۰ ډالرو ورکول، شاوخوا ۵۰ زرو نورو کسانو هم د واکسین لګولو مرکزونو ته مراجعه وکړه. د نیویارک ښاروال، بیل دیبلاسیو له دغه ډول اقدام څخه د یوه ستر بري په توګه یادونه وکړه.
د امریکا ولسمشر جوبایدن په ټول هیواد کي له ایالتونو، ښارونو او ښاروالیو څخه غوښتي چي خلکو ته د واکسین د لګولو په بدل کي بیلابیلي تشویقي تحفې ورکړي.
نوموړي د امریکا له مالیې وزارت څخه هم غوښتي ول چي د واکسیناسیون د ډیریدو له پاره دي نوي انګیزې راپیدا کړي. بایدن ویلي چي: «که زموږ تشویقي تدابیر ددغه ویروس له ماتولو سره مرسته وکړي نو باید له هغو څخه ګټه واخیستل سي.«
د کرونا د واکسین لګولو له پاره د خلکو د تشویقولو دغه طرحه د هغي ۳۵۰ میلیارډه ډالري بستې یوه برخه ده چي لا تر اوسه پر لاره نه ده اچول سوې. خو ډیری ایالتونه او ښاروالیاني د واکسیناسیون د پراخیدو له پاره په تشویقي برنامو اخته دي.
حکومت د واکسیناسیون د زیاتیدو له پاره د تشویق بیلابیلي لاري وړاندي کړي، په هغو کي د قرضو د پاڼو ورکول او یا هم بیلابیل سوغاتونه شامل دي.
په امریکا متحده ایالاتو او اروپایي هیوادونو کي د کرونا واکسین ته د خلکو د تشویق له پاره په داسي حال کي هلي ځلي رواني دي چي بې وزله هیوادونه په پراخه پیمانه له دغه واکسین څخه محروم دي او په ایران کي څه د پاسه ۱۰۰ زره کورنۍ د واکسین د نشتوالي له امله په اصطلاح د حکومت له خوا د مرګ په سزا محکوم دي. په دغه هیواد کي د کرونا د تلفاتو اصلي شمیرې تر هغه ډیري لوړي دي لکه چي اټکل یی کیږي.
GP/BS/DW.Farsi
په بريتانیا کې ټول محدودیتونه لغوه شول. په دغه هيواد کې په کرونا د اخته کسانو شمير د ډيريدو په حال کې دی او کابو ۶۸ سلنه نفوس د کرونا پر وړاندې واکسين شوی دی. د محدوديتونو لغوه کيدل ځوانانو په جشن سره و لمانځل.
انځور: Alberto Pezzali/AP Photo/picture alliance په بريتانیا کې د کروتا پاندیمي په اړه محدودیتونه د دوشنبې په ورځ د (جولاي ۱۹ مه) لغوه شول. اوس خلک کولي شی هر څومره شمير چې وي له يو بل سره لیده کاته وکړي. ټول عامه تاسیسات پرانيستې دي او ځوانانو خپله خوشالي دا ډول ولمانځله.
انځور: Alberto Pezzali/AP Photo/picture alliance د شپې کلپونو دروازې پر دولسو بجو د ځوانانو د شوراو خوښۍ په ولولو کي پرانيستل شوې.
انځور: Ioannis Alexopoulos/AP Photo/picture allianceپه بريتانیا کي د شپې کلپونو او دیسکوګانو ته د ننوتلو له پاره په زرونو ځوانان په کتارونو کې ودريدل.
انځور: Jonathan Brady/PA Wire/picture allianceپه دغه ورځ د بريتانيا لومړي وزیر پر خپل ټويټر په يوه خپره کړې ویدیو کي وويل: اوس د کرونا محددويتونو د لغوه کولو له پاره صحيح وخت دی. بوريس جانسون خبردارې ورکړ: «موږ باید دغه کار په احتیاط سره ترسره کړو. له ياده بايد و نه باسو چې دا ويروس دی او د اخته کسانو شمير مخ پر زياتیدو دی. ممکنه ده چې له حده زيات د دلتا بڼي د پراخيدلو شاهدان و اوسو.»
انځور: Joel Goodman/ZUMAPRESS/picture alliance د اپوزيسیون کارګر ګوند څخه جاناتان اشورت د دولت پریکړه د اجباري ماسک لغوه کول او کار ځای ته راګرزیدل بې مسوليتي بولي.
انځور: Joel Goodman/ZUMAPRESS/picture alliance د محدودیتونو لغوه کيدل په داسي حال کي ترسره کیږې چې په بريتانیا کي ۶۸ سلنه اتباع د کرونا پر وړاندې واکسین شوی دي.
انځور: Joel Goodman/ZUMAPRESS/picture alliance د کرونا ویروس دلتا بڼه تر نورو بڼو ډېره ساري ده.
انځور: Joel Goodman/ZUMAPRESS/picture alliance اوس په بريتانيا کي په کرونا د اخته کسانو شمیر په ورځ کي کابو ۵۰ زره دی. د دې احتمال شته چې د محدوديتونو په لغوه کيدلو سره به د اخته کسانو شمېر لوړ شي. خو د واکسیناسیون له پراخيدلو سره په روغتونونو کې د سختو ناروغو کسانو شمير کم شوی دی.
انځور: Ioannis Alexopoulos/AP Photo/picture alliance په بریتانیا کي د ۱۶ مياشتو محدوديتونو لغوه کول او د رستورانتونو او نڅا کلپونو بیا پرانیستلو په پار د خلکو هرکلی.
انځور: Alberto Pezzali/AP Photo/picture alliance د کرونا محدودیتونو په رسمي لغوه کيدلو سره د بریتانيا ولیعهد شاهزاده چارلز له خپلې ميرمن کامیلا سره د دوشنبې په ورځ د (جولای ۱۹ مه) د اکستر په ښار کي له کلیسا څخه چې په ۱۰۵۰م کال کې ودانه شوي ليدنه وکړه. هيڅ کوم کس په دغه مراسمو کي ماسک نه درلود او ټولنيز واټن هم نه مراعات کيده.
انځور: Chris Jackson/Avalon/Photoshot/picture alliance