1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولې په امریکا کې د کرونا واکسین تر ۵۰۰ ډیر دوزه لمنځه تللي؟

۱۳۹۹ دی ۱۳, شنبه

په امریکا متحده ایالاتو کې د یوه درملتون کارکوونکو د کرونا واکسین تر ۵۰۰ ډير دوزه ضایع کړي دي. د واکسین د ساتلو ناسم میتود د دې کار سبب شوی دی، خو پولیس شک لري چې دا کار په آګاهانه او قصدي توګه ترسره شوی دی.

Covid-19 Impfung "Moderna", Symbolbild
انځور: Dado Ruvic/Reuters

د امریکا په ویسکانسن ایالت کې د یوه روغتون د درملو زیرمتون یو همکار د ۵۷۰ دوزه مُدرنا واکسین په ضایع کولو تورن شوی دی. د پلټونکو د لومړنیو څیړنو په اساس تورن کس د کرونا مدرنا واکسین په سلګونه دوزه په قصدي توګه له یخچال څخه د باندې ایښي دي، څو خراب او له کاره ولویږي.

دا پيښه د دسمبر میاشتې په ۲۶ نیټه رامنځته شوې ده. له دې واکسینونو څخه ۵۷ دوزه یي مصرف شوي دي چې د درملتون د مسئولینو په خبره زیان رسونکي پایلې به ونه لري، خو په خبره یي یوازې دغو کسانو ته باید واکسین یو وار بیا تطبیق شي.

د خراب شویو واکسینونو ارزښت یا بیه له ۸ څخه تر ۱۱ زره ډالرو پورې اټکل کیږي. هغه کس چې د واکسینونو په ضایع کولو تورن دی په لومړي سر کې د امنیتي مسئولینو له خوا ونیول شو، خو وروسته بیا بیرته خوشی شوی دی. پولیس د واکسین جوړونکو مختلفو کمپنیو ترمنځ د رقابت له امله شک کوي.

په امریکا کې د دسمبر میاشتې له نیمایي څخه د کرونا ضد واکسین د تطبیقولو لړۍ پیل شوې ده. د واکسینولو لړۍ د بیونتیک/ فایزر له محصول سره پیل شو او اوس له مُدرنا سره یوځای جریان لري.

د کرونا وبا د پيل راهیسې په امریکا کې شاوخوا ۲۰ میلیونه انسانان پر دې ویروس اخته شوي او شاوخوا ۳۴۰ زره انسانانو د کووید-۱۹ پر ناروغۍ د اخته کیدو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب