ارگ اعلان کړی دی چي په افغانستان کي د کرونا واکسين لومړی مرحله به د نړيوال بانک په مرسته د افغانستان حکومت عملي کړي. د ارگ په يوه خبرپاڼه کي راغلي دي چي په لومړۍ مرحله کي به له ۲۰ تر ۴۰ سلنه واکسين تطبيق سي.
اعلان
ارگ ويلي دي چي د افغانستان جمهور رئيس محمد اشرف غني د پنجشنبې په ماښام د نړيوال بانک، د اسيا پراختيايي بانک، د روغتيا نړيوال سازمان او يونيسف له مشرانو سره په يوه ويډيويي کنفرانس کي په دې اړه خبري کړي دي.
د ارگ په اعلاميه کي راغلي دي چي د افغانستان جمهوررئيس له نړيوال بانک او اسيا پراختيايي بانک څخه د کرونا واکسين د لومړۍ مرحلې په تطبيق کي د مرستي غوښتنه کړې ده.
ويل سوي دي چي د يادو بنسټونو مسئولانو په دې برخه کي د مالي مرستي ژمنه کړې ده او ويلي يې دي چي د واکسين لومړی پړاو به د نړيوال بانکي په مرسته افغان حکومت تطبيق کړي.
ولسمشر غني ويلي دي چي د کرونا وبا له دوهمي څپې سره مبارزه يې د حکومت په لومړيتوب کي ده.
د کرونا ضد واکسين جوړولو کار تر کومه ځايه رسېدلی دی؟
د نړۍ په بيلو هيوادونو کي د کويد ۱۹ ضد واکسين جوړولو هلي ځلي ادامه لري. که څه چي بعضي برياوي ادعا سوي دي، خو د دغو واکسينو د جانبي عوارضو راپورونه هم ورکول کيږي. نور جزئيات په دغه راپور کي لوستلای سئ:
انځور: Allan Carvalho/NurPhoto/picture-alliance
جانبي عوارض
له کرونا بحران څخه د راوتلو په ترڅ کي تر ټولو زياتي هيلي د کويد ۱۹ ضد واکسين سره تړلي دي. خو دغه واکسين به کوم جادويي شکل ونه لري، بلکه ښايي د نورو ټولو درملو په شان بعضي جانبي عوارض هم ورسره مل وي. ښايي دا جانبي عوارض د هر کس له پاره ګواښونکي نه وي، خو د يو شمير الرجي يا حساسيت لرونکو له پاره دغه واکسين خطرناکه هم ثابتېدلای سي.