د عامې روغتيا وزارت په افغانستان کې د کرونا د مریضانو د شمير له زياتيدو څخه خبرداری ورکړی دی او پر خلکو یې د ماسک د کارولو او د روغتيايي سپارښتونو د جدي رعايت غږ کړی دی.
دمگړۍ په ټوله نړۍ کې د کرونا په لسونه احتمالي واکسین تر آزموينو لاندې دي او د هغوی يو محدود شمير یې د آزموينې لومړي پړاونه تیر کړي دي. په بريتانيا کې د بيونتيک او فايزر شرکت واکسين جواز ترلاسه کړی دی او واکسيناسيون یې هم پېل شوی دی. په اروپا کې هم د دغه واکسين د کارولو له پاره غوښتنليک وړاندې شوې دی.
ب. ص/ ن.ز (شکيلا ابراهيم خيل)
زموږ له آرشيف څخه:
په هرات کې روبات جوړونکو نجونو د مصنوعي تنفس دستګاه او د کرونا پر ضد مبارزې له پاره له نورې دستګاوې نندارې ته وړاندې کړې. دغه دستګاه د تنفس تنظیمولو وړتیا لري او د طبي مرجعو تر تائید وروسته به بازار ته عرضه شي.
انځور: DW/Shoaib Tanha Shokran
له کرونا سره د مبارزې له پاره پر له پسې هڅې
د هرات روبات جوړونکو نجونو د مصنوعي تنفس او د کوویدـ۱۹، ناروغۍ پر وړاندي مبارزې له پاره نورې دستګاوې نندارې ته وړاندې کړې. د ځوانو نجونو دغه ډله له څه مودې راهیسې د وینتلاتور یا مصنوعي تنفس دستګاه، د چاپیریال عفونیت ضد دستګاه او د کرونا ویروس سره د مبارزې له پاره د یوې لوبې جوړولو په هڅو بوخته وه.
د آسو اپاس، دستګاه پرته د کوچنیو وسایلو د ضد عفوني کولو له پاره یوه بله دستګاه هم جوړه شوې ده. وسایل د ۳۶۰ درجې دور تر پوره کولو او د ماورا بنفش له وړانګو څخه تر تیریدو وروسته ضد عفوني کیږي. د هرات والي د حکومت له لوري د دغو نجونو د ملاتړ ژمنه کړې ده.
انځور: DW/Shoaib Tanha Shokran
پر له پسې هڅې
تر دې دمخه جمهور رئیس غني، د نجونو له دغه ټیم څخه د ملاتړ له پاره یو میلیون افغانۍ ځانګړې کړې وې. د هرات اوسیدونکو د روبات جوړونکو نجونو دغه نوښت ستایلي او له دولت څخه یې د هغوی پر ملاتړ ټینګار کړی.
انځور: DW/Shoaib Tanha Shokran
د کرونا ویروس د پوهاوي له پاره د یوې لوبې جوړول
د دغو دستګاوو د جوړولو ترڅنګ د کرونا ویروس په اړه د پوهاوي یوه لوبه هم جوړه شوې. په دغه لوبه کې د افغانستان له تاریخي آبداتو استفاده شوې ده.