1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

مېرکل د کرونا په برخه کې نړيواله همکاري وغوښته

۱۳۹۹ آذر ۲, یکشنبه

د جي ۲۰ ډلې په مجازي او انترنېټي غونډه کې د لومړۍ ورځې اصلي موضوع د کرونا وبا وه. صدراعظمې مېرکل او نورو سياستوالو د ويروس په وړاندې د واکسين پر وېشلو کې نړيواله همکاري وغوښته.

Virtueller G20-Gipfel | Deutschland
انځور: Guido Bergmann/picture alliance

د تل په څېر اصلي‌ خبره پر پيسو څرخي. «د دې له پاره چې وبا محدوده کړل شي، بايد هر هېواد واکسين ته لاسرسی ولري او تمويل يې هم بايد ممکن وي.‌ خو د دې هدف له پاره تر اوسه منل شوي مالي امکانات لا کفايت نه کوي.» دغه خبره مېرکل د مخکښو صنعتي او د صنعتي کېدو په درشل کې د هېوادونو په انترنېټي کنفرانس کې وکړه. د هغې په خبره د واکسيناسيون د نړيوال پليټ فارم کوواکس (COVID-19 Vaccines Global Access) يعنې د کوويد-۱۹ واکسين ته د نړيوال لاسرسي په نوم د کمپاين هدف دا دی چې د ۲۰۲۱ کال تر پايه پورې د کرونا ضد واکسين دوه مليارډه دوزه ووېشل شي.

روسي ولسمشر ولاديمير پوتين د روسي کرونا ضد واکسين «سپوتنيک پنځه» له پاره اعلان وکړ انځور: Alexei Nikolsky/dpa/picture alliance

شپږ ملیارډه امريکايي ډالر لا کمبود دي

د دغه کمپاين له پاره د مېرکل په خبره تقريبا پنځه مليارډه امريکايي ډلر راټول شوي دی. آلمان د صدراعظمې په وينا څه باندې نيم مليارډ يورو پکې ورکوي. خو د ۲۰۲۱ کال تر پايه پورې ټول ټال ۱۱ مليارډه امريکايی ډالرو ته اړتيا ده. په دغه پليټ فارم کې د چین په ګډون ۱۵۰ هېوادونه برخه لري، خو متحده آيالات پکې ونډه نه اخلي. داسې خبرداری هم ورکول کيږي چې غريب هېوادونه ښايي کافي واکسينونه تر لاسه نه کړي. خو د فرانسې ولسمشر ايمانويل ماکرون وويل چې د دې مخه بايد ونيول شي چې «يوازې شتمن ورته لاسرسی ولري.»

روسيه او چين هم همکاري غواړي

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين نړيوالې ټولنې ته د روسيې د «سپوتنيک وي» واکسين ته د پراخ لاسرسي وړانديز وکړ. هغه وويل چې د جي ۲۰ سرمشريزې څخه ملاتړ کوي چې غواړي د ټولې دنيا وګړو ته واکسينونه په اختيار کې ورکړي. د چين ولسمشر، شي‌ جينپينګ، غواړي چې د وبا په وړاندې په مبارزه کې له نورو هېوادونو سره د څېړنو، د واکسين د توليد او توزيع په برخه کې ګډ کار زيات کړي. ‌د سعودي عربستان پاچا،‌سلمان بن عبدالعزيز، د سرمشريزې د کوربه په توګه ټينګار وکړ چې د پرمختلونکو هېوادونو له پاره بايد په کافي ډول آرزانه واکسينونه په اختيار کې وي.

آ./ن.ص./ا.ا.

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز راپور:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب