په پاريس کې يو انځور په ۱۳ ميليونه يورو وپلورل شو
۱۴۰۰ فروردین ۶, جمعهد دغه انځور بيه د سوتبيس په نوم د ليلامۍ د يوې خونې له خوا پنځه تر اته ميليونه يورو پورې اټکل شوې وه، خو هغه اوس په څه باندې ۱۳ ميليونه يورو خرڅ شو. خو د اخيستونکي په هکله يې جزيات نه دي شريک شوي.
د ليلامۍ مسؤلينو وويل چې «د فرانسې په بازار کې له ډېر وخت راهيسې د وينسنت فان ګوخ داسې باکيفيته تابلو عرضه شوې نه وه.» د ۱۸۸۷م کال په تاريخ په اټکل شوې دغه تابلو کې د مونتمارتره يوه ژرنده ليدل کيږي.
مونتمارتره هغه وخت لا د پاريس ښار په شمالي څنډه کې يو کلی وو. يوه جوړه پکې ليدل کيږي چې چکر وهي او دوه ماشومان د لرګيو د يوې کټارې مخکې سره لوبې کوي. فان ګوخ هغه مهال له خپل ورور تېو سره يو ځای په پاريس کې ژوند کاوه.
دغه انځور د ۱۹۲۰م کال راهيسې د يوې فرانسوۍ کورنۍ سره وو. د ياد هالنډي هنرمند وينسنت فان ګوخ وروستی انځور په ۲۰۱۷م کال کې په نيويارک کې په ۸۱ ميليونو ډالرو (يعنې تقريبا ۶۹ ميليونو يورو) پلورل شوی وو.