د دونالد ترمپ مرستیال جي دي وینس د یو څلور ورځني سفر په موخه هندوستان ته رسېدلی. دا په داسې حال کې ده چې نوی ډيلی د امریکا د تعرفو د مخنيوي او له واشنګټن سره د دوه اړخیزې سوداګرۍ تړون او د قوي اړیکو هڅې کوي.
د دونالد ترمپ مرستیال جي دي وینس د یو څلور ورځني سفر په موخه هندوستان ته رسېدلیانځور: Kenny Holston/REUTERS
اعلان
د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ، مرستیال جي دي وینس، نن دوشنبه د اپریل ۲۱مه هندوستان ته رسېدلی دی. ینس به د خپل څلور ورځني سفر په لومړۍ ورځ د هندوستان له صدراعظم، نریندرا مودي، سره وګوري.
تمه ده چې دواړه رهبران به د نوي ډيلي او واشنګټن تر منځ د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا له پاره تصامیم ونیسي، کومې چې په فبروري میاشت کې مودي په واشنګټن کې له دونالد ترمپ سره د کتنې پر مهال مطرح کړې وې.
امریکا متحده ایالات د هندوستان تر ټولو ستر سوداګریز ملګری دی او دواړه هيوادونه اوس په دې هڅه کې دي تر څو روان کال په خپلو کې یو سوداګریز تړون لاسلیک کړي.
له وینس سره د هند په سفر کې د هغه مېرمن اوشا وینس چې مور او پلار ېې هندي دي، ماشومان ېې او نور چارواکي هم مله دي. د اسوشتید پریس د رپوټ پر اساس، وینس له خپلې مېرمن او درو اولادونو سره ېې نوي ډيلي ته تر رسېدو وروسته هندو معبد اکشاردام ته ولاړل او تمه ده چې له تاج محل تاریخي ودانۍ او امیر کلا څخه هم کتنه وکړي.
ترمپ په رسمي ډول د اقلیمي بدلونونو په اړه د پاریس له اقلیمي تړون څخه د امریکا متحده ایالاتو د وتلو فرمان لاسلیک کړ. د دغه تړون هدف تر صنعتي کیدو دمخه په مقیاس د ځمکې د تودوخې درجه تر ۱،۵ سانتي ګراده محدودل دي.
انځور: Jim Watson/AFP/Getty Images
د روغتیا له نړیوال سازمان څخه وتل
ترمپ یو فرمان لاسلیک کړ چې له مخې یې امریکا متحده ایالات د ۱۲ میاشتو په موده کې د روغتیا له نړیوال سازماني څخه وځي او له دغه سازمان سره کیدونکې ټولې مالي مرستې دروي. اروپایي هیوادونو او چین د ترمپ پر ځینو پریکړو له لکه د پاریس له اقلیمي تړون او روغتیا نړیوال سازمان څخه پر وتلو نیوکې کړي دي.