وینس زیاته کړه: «او موږ له پاکستانه په ډاګیزه توګه دا هیله لرو، تر کوم ځایه چې دوی مسئولیت لري، له هند سره همکاري وکړي تر څو اطمینان حاصل شي چې هغه تروریستان چې ځيني وخت د هغوی په خاوره کې فعالیت کوي، تعقیب او سزا ورکړل شي.»
مشکوکو وسله والو د اپریل میاشتې پر ۲۲مه د هندي کشمیر په سیاحتي علاقه پهلګام کې پر سیلانیانو ډزې وکړي چې پکې ۲۶ کسان ووژل شول. تر دغې حملې وروسته د هند او پاکستان تر منځ روابط چې له پخوا هم دومره ښه نه ول لاپسې ترینګلي شول او دواړو لورو یو د بل پر ضد یو لړ اقدامات هم اعلان کړل. د وینس خبري د دغي مسئلې په تړاو د امریکا د حکومت تر ټولو نژدې څرګندونې دي.
د امریکا د ولسمشر دونالد ترمپ په ګډون مطرح امریکايي مشرانو د پهلګام حمله غندلې او هغه ېې یوه «تروریستي» او «بې وجدانه» کړنه بللې ده. دوی له هندوستانه ملاتړ ښودلی، پرته له دې چې پاکستان په دغه حمله کې په مستقیمه توګه ښکیل وګڼي.
هندوستان د چین د نفوذ پر وړاندې مبارزه کې د امریکا متحده ایالاتو یو مهم شریک دی. پاکستان که څه هم په ۲۰۲۱م کال کې له افغانستانه د امریکايي قواو تر وتلو وروسته د امریکا له پاره د پخوا په څېر مهم نه دی، خو د هغه باوجود د واشنګټن له پاره د یو سیمه یز متحد په توګه پاته دی.
دا په دې معنی ده چې امریکا متحده ایالات غواړي هم له نوي ډيلي او هم له اسلام آباد سره خپلې اړېکې وساتي.
واشنګټن په وروستیو ورځو کې له دغو دواړو هېوادونو وغوښتل چې د شورش زیاتېدو د مخنیوي او یوې «مسئولانه حل لارې» ته د رسېدلو په خاطر دې له یو بل سره په ګډه کار وکړي.
د ختيځ پاکستان (بنګله دېش) پر سر په ۱۹۷۱ کال د هند او پاکستان تر منځ يوه جګړه رامنځ ته سوه چي د دسمبر مياشتي د ۳يمي نېټي او ۱۶مې نېټي تر منځ يې دوام وکړ. پاکستان دغه جګړه بايلوله او په نتيجه کي يې ختيځ پاکستان ورڅخه بېل سو او د بنګله دېش په نوم يو نوی هيواد رامنځ ته سو. دغې جګړې ۱۳ ورځي دوام وکړ او د نړۍ يو له تر ټولو لنډو جګړو څخه ؤ.
د مصر، اردن، سوريې او عراق څلور اسلامي هيوادونو په ۱۹۶۷ کال د اسرائيل پر ضد جګړه اعلان کړه. خو اسرائيل څلور واړه هيوادونه د ۶ ورځو په جريان کي مات کړل. د دغې جګړې وروسته د اسرائيل خاوره تر پخوا لا پراخه سوه.
انځور: Reuters/IDF
۳ مقام ـ ۵ ورځې ـ د روسيې او ګورجستان جګړه
د ابخازيا او اوسيتيا د سيمو پر سر په ۲۰۰۸ کال د روسيې او ګورجستان تر منځ جګړه رامنځ ته سوه. دغه جګړه چي د اګست مياشتي په ۷مه نېټه پېل سوې وه پنځه ورځي وروسته د ګورجستان په ناکامۍ پای ته ورسېده او روسيې هم ابخازيا او هم اوسيتيا خپلې کړې.
انځور: picture-alliance/ZURAB KURTSIKIDZE
۲ مقام ـ ۱۰۰ ساعته ـ د اېل سلوادور او اندوراس جګړه
په ۱۹۷۰ کال د فيفا تر نظارت لاندي د اېل سلوادور او اندوراس د فټبال لوبډلو تر منځ له سيالۍ څخه د وتنې يا پاته کېدنې يوه لوبه تر سره سوه. د اېل سلوادور لوبډلې ۳ او د اندوراس لوبډلې ۲ ګولونه وکړل او په دې توګه اېل سلوادور دغه لوبه وګټله. په دې وخت کي د اېلسوادور پوځ پر اندوراس بريد وکړ. د جولای په ۱۴ پېلېدونکي دغې جګړې ۱۰۰ ساعته دوام وکړ او د نورو امریکايي هيوادونو تر فشار وروسته پای ته ورسېده.
انځور: DW/S. Oelze
۱ مقام ـ ۳۸ دقيقې ـ د زنجبار سلطنت او بريتانيې جګړه
د بريتانويانو او د زنجبار د سلطنت تر منځ جګړه د ۱۸۹۶ کال د اګست مياشتي په ۲۷مه نېټه پېل سوه. دغې جګړې د ۳۸ او ۴۵ دقيقو تر منځ جريان وکړ او د نړۍ تر ټولو لنډه جګړه بلله کيږي. بريتانويانو په دغه جګړه کي د زنجبار سلطنت ته ماته ورکړه.