1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
قانون او قضاشمالی امریکا

کاناډا: د چړې په برید کي سخته مرګ ژوبله اوښتې

۱۴۰۰ فروردین ۸, یکشنبه

د کاناډا د وَنکوور په ميلیوني ښار کي د چړې په یوه برید کي یو تن وژل سوی او پنځه تنه نور ټپیان دي. پیښه د دغه ښار په یوه کتابتون کي رامنځته سوې ده.

Nach tödlicher Messerattacke in Dresden
انځور: Roland Halkasch/dpa/picture alliance

د پولیسو په حواله دغه پيښه پرون شنبه (د مارچ میاشتي ۲۷ مه) رامنځته اوعامل یې هم نیول سوی دی. خو هغوی د زخمیانو د حالت او د برید کونکي د انګیزې په باب معلومات ورنکړل.

د پولیسو یوه ویاند دغه حمله « کاملأ ټکان ورکوونکې» بللې ده. د عیني شاهدانو په حواله مجرم په اصطلاح په «پټو سترګو او بې هدفه» خلک په چړو وهلي دي. یوې عیني شاهدي، شیلا دایسن د کاناډا ټلویزوني چینل، CTV ته وویل، چي مجرم خپل قربانیان نه پیژندل او د عامو خلکو په منځ کي ورګډ سو.

دغه حمله پرون شنبه تر غرمې وروسته د وینکوور په عامه کتابخانه او د هغې په شاوخوا کي تر سره سوه. پولیسو ویلي دي، چي برید کونکي په یوازي سر عمل کړی دی او څوک ورسره ملګري نه وه. 

ژغورونکې عملې بیا د ۶ تنو د زخمي کیدو خبره کړې ده. د دغه ښار د جنايي پولیسو د آمریت څخه فرانک یانګ وروسته وویل، چي یو کس د خپلو زخمونو څخه مړ سو. هغه دا هم وویل، چي د وژل سوي کس هویت تر اوسه پوري معلوم سوی ندی: «دا زموږ ټولو دپاره او هم د پولیسو د پاره یو شوک دی.»

په همدې حال کي د کاناډا ټلویزوني چینل، CTV د بریدکونکي د نیولو یوه ویډیو ښکاره کړې ده. په ویډیو کي ښکاري، مخکي تردې چي هغه ونیول سي، خپله پښه هم په چاړه وهي. هغه هم بیا روغتون ته انتقال سو.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل