1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستونزویلا

وينزویلا: د ولسمشرۍ تر ټاکنو وروسته له زورزیاتیو ډکي مظاهرې

۱۴۰۳ مرداد ۹, سه‌شنبه

په وينزویلا کي اپوزیسیون د ولسمشرۍ ټاکنو پر رسمي نتایجو باندي بیا هم شک لري. د اپوزیسیون د خپلو شمیرو له مخي د هغوی نوماند گونڅالس په لوی توپیر سره مخکي دی. په دغه هیواد کي له زورزیاتیو ډکې مظاهرې دوام لري.

په وینزویلا کې د ټاکنو د درغلیو پر ضد لاریونونه وشول
اوسیدونکي د دوشنبې په ورځ ، د جولای په ۲۹، ۲۰۲۴ ، د وینزویلا په کاراکاس کې د ولسمشریزو ټاکنو یوه ورځ وروسته د لاریون لپاره لوښي وهي.انځور: Cristian Hernandez/AP/picture alliance

په وينزویلا کي د ولسمشرۍ تر انتخاباتو وروسته چي د درغليو شک پرې کيږي، له زورزياتيو ډکو مظاهرو کي دوه کسان وژل سوي دي. د بشري حقونو سازمان فورو پینال، د دوشنبې په ورځ د ایکس کي څرگنده کړه چي په دغو مظاهرو کي ډېر کسان ټپیان سوي او ۴۶ نور نیول سوي دي.

د اپوزیسیون په زرونو پلویان د وينزویلا په پلازمېنه کاراکاس او نورو ښارونو کي سړکونه ته ووتل او د دغو انتخاباتو د نتایجو د لغوه کولو غوښتنه یې کوله. په ټولنيزو رسنيو کي په خپرو سوو بې شمېره ویډیو گانو کي ښکاري چي پولیس پر مظاهره کوونکو باندي له اوښکي بهوونکي گاز څخه کار اخلي.

اپوزیسیون د نیکولاس مادورو تر واکمنۍ لاندي حکومت باندي په انتخاباتو کي د درغلیو تور لګوي او د ټاکنو بری د ځان بولي. د «El Nacional» ورځپاڼي په حواله، د اپوزیسیون مشرې ماریا کورینا مخادو، په یوه خبري کنفرانس کي وویل چي د ټولو انتخاباتي دوسیو د ۷۳ سلنه پر بڼسټ د ټاکنو د موازي شمېرو له مخي د هغوی کاندید ایدموندو ګونڅالیس، په لوی توپیر سره مخکي دی. 

د اپوزیسیون د مشرې ماریا کورینا مخادو په خبره د هغوی کاندید ایدموندو ګونڅالیس، په لوی توپیرمخکي دی. انځور: Leonardo Fernandez Viloria/REUTERS

د هغې په خبره، گونڅالیس په دغو انتخاباتو کي شاوخوا ۶،۲ میلیونه او مادورو یوازي ۲،۲ میلیونه رايي په لاس راوړي دي. مخادو اعلان وکړ چي اپوزیسیون به بیا هم په انتخاباتو کي د خپل بري له پاره مبارزه وکړي. مادورو بیا په اصطلاح پر «افراطي اپوزیسیون» باندي تور لگوي چي غواړي په ټول هیواد کي د زورزیاتيو اور ته لمن ووهي.

د ټاکنو ادارې د دوشنبې په شپه، د ۵۱،۲ سلنو رایو په لرلو سره، مادورو، په رسمي توگه د ټاکنو گټونکی اعلان کړ. همدارنگه نړیوالي ټولني هم د یکشنبې ورځي د انتخاباتو  د نتایجو په هکله شک او تردید ښکاره کړی دی. د اروپايي ټولني د بهرنیو چارو مسئول جوزیپ بوریل، د رایو په ورکولو کي بې شمېرو بې نظمیو ته اشاره کړې ده او غوښتنه یې وکړه چې د رای ورکولو د مرکزونو د پایلو ټول لستونه دي خپاره سي.

د لاتینامریکا  یو شمېر هیوادونو هم مادورو په ټاکنو کي په درغلیو تورن کړی دی او د نتایجوو د بیا شمیرلو غوښتنه یې کړې ده.

اپوزیسیون د سې شنبې په ورځ بیا هم خپل پلویان مظاهرو ته راوغوښتل. د امریکايي دولتونو سازمان (OAS) د چهارشنبې د ورځي له پاره په واشنگټن کي د یوې ځانگړي غونډي جوړلو اعلان کړی دی، تر څو په وينزویلا کي د دغو انتخاباتو د نتایجو په هلکه له سره غور وکړي.

وينزویلا په سخت اقتصادي بحران کي ډوب دی. د مادورو د واکمنۍ پر مهال د تیلو په دغه غني هیواد کي اقتصاد نيږدې ۸۰ سلنه راکښته سوی دی. د رسمي شمیرو له مخي، شاوخوا اته میلیونو وګړيو چي د دغه هیواد یو پر څلرمه برخه ده، د خراب اقتصادي او بشري حالت له امله خپل ټاټوبی پرې ایښی دی. په تیرو اونیو کي د اپوزیسیون پر وړاندي تاوتریخوالی زیات سوی دی.

GP/NZ/AG

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل