1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د کندهار بريد د قربانيانو شمېر لوړ شوی دی

۱۴۰۰ مهر ۲۵, یکشنبه

په کندهار کې د جمعې په ورځ پر جومات د بريد د مړو شمېر ۶۰ تنو ته لوړ شوی دی. د بريد مسئوليت داعش منلی دی چې له شيعه ګانو سره دښمني لري.

fghanistan Bombenanschlag auf schiitische Moschee in der afghanischen Provinz Kandahar
انځور: Sidiqullah Khan/AP Photo/picture alliance

د بريتانيې د کارپوهانو د ايکسترېک نومې ډلې په خبره دا په اګست کې د طالبانو د واکنمۍ راهيسې څلورم لوی بريد دی چې تر سره کيږي. طالبان يې په خبره د افغانستان په جنوب کې د لومړي خونړي بريد له کبله تر فشار لاندې راغلي دي.

د متحده آيالاتو د بهرنيو چارو د وزارت وياند، نېد پرايس، له طالبانو غوښتي دي چې »د تروريزم په وړاندې د مبارزې ژمنه پوره کړي »او د مشترک دښمن يعنې د داعش د خراسان څانګې په وړاندې اقدام وکړي. په سلګونو کسانو د شنبې په ورځ په کندهار کې په لسګونو قبرونه وکيندل. په دغو مراسمو کې يوازې نارينه حاضر ول.«

د خپل ورور د وژل کیدو په وير کې ګل احمد، د فرانسې خبري اژانس ته وويل چې ورور يې »دوه کوچني ماشومان« لرل. يوه بل سړي، محمد آغا وويل چې »ټوله اسلامي نړۍ به دغه بربريت په ياد کې ولري.« د کندهار دغه وروستی تروريستي بريد د جمعې د لمانځه پر مهال د شيعه ګانو په يوه جومات کې وشو چې اويا تنه پکې ټپيان شوي هم دي.

د کندهار د پوليسو مشر، مولوي محمود دغه »يو وحشتناک بريد« بللی دی. د هغه په خبره پکې »زموږ ډېر شمېر وطنوالو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.«  

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب