1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهاروپا

«د ویانا ترهګریز برید افراطي اسلامپاله انګیزه درلوده»

۱۳۹۹ آبان ۱۳, سه‌شنبه

په ويانا ښار کې د دوشنبې په ورځ په شوي یوه وسلوال بريد کې د يوه بريد ګر په ګډون څلور تنه وژل شوي دي. چارواکو ويلي دي چې لومړي تحقیقات ښيي چې وژل شوي بريدګر له اسلامي دولت يا داعش ډلې سره خواخوږي درلوده.  

Österreich Anschlag in Wien
انځور: Herbert Neubauer/APA/picture alliance

د آلمان خبري آژانس په حواله، د اتريش د کورنيو چارو وزير، کارل نهامينر خبريالانو ته ويلي دی چې په وژل شوو کسانو کې دوه نارينه او يوه ښځه شامل دي. هغه زياته کړې چې يو بريدګر چې په وسله سمبال او د ځان وژونکي بريد يو جعلي واسکټ يې اغوستلی وو، هم د پوليسو په ډزو کې وژل شوی دی. زياته شوې چې په پېښه کې د يوه پولیس په ګډون پنځه تنه نور ټپيان شوي هم دي.

نوموړي وزير وويل، لومړني تحقیقات ښيي چې وژل شوي بريدګر له اسلامي دولت يا داعش ډلې سره همدردي درلوده. نهامنير خبريالانو ته وويل: «بريدګر د اسلامي دولت له تروريستي وسلوالې ډلې سره همدردي درلودل.» خو هغه په دې اړه د ډيرو جزئياتو له ورکړې څخه ډډه وکړه او وې ويل چې په اړه يې تحقیقات ادامه لري.

د لومړنيو رپوټونو په حواله، د اتريش د کورنيو چارو وزير ويلي وو: «داسې ښکاري چې دا یوه تروريستي حمله وي.» کارل نیهامر د اتریش حکومتي تلويزيون ته وويل چې حمله کونکي په وسلول سمبال ول.

د اتريش چارواکي وايي د دې احتمال شته چې نور وسلوال په تيښته بريالي شوي وي، چې په اړه يې لټون ادامه لري. په ویانا کې پوليسو له خلکو غوښتي چې نن سه شبنې په خپلو کورنو کې پاتې شي.

انځور: Alex Halada/AFP/Getty Images

د پولیسو په خبره دغه وسلواله حمله د ښار په مرکزي سیمه، د ګوڼې ګوڼې په يوه کوڅه کې شوې او له شپږو مختلفو ځايونو څخه ډزې شوي دي.

په ويانا کې د يهودانو د ټولنې مشر، اوسکار دويچ، وويل چې دغه وسلواله حمله په هغه کوڅه کې چيرته چې د ښار جامع کنيسه واقع ده، شوې ده، خو معلومه نه ده چې آيا د حمله کونکو هدف همدا کنيسه وه او که نه. دويچ پر ټويټر لیکلي دي چې کنيسه له دغو ډزو څخه د مخه تړل شوې وه.

د اتريش صدراعظم سیبستیان کورڅ ويلي دي: «موږ د هيواد په پلازمينه کې د يوې بدمرغې تروريستي حملې قرباني شوي يو کوم چې لا هم ادامه لري.»

د ويانا بريد د اروپايي هيوادونو د مشرانو له خوا غندل شوی دی. د فرانسې ولسمشر، امانوئل ماکرون، پر ټويټر باندې د اتریش له خلکو سره خپله غمشريکي ښودلې  ده. هغه ليکلي: «د ويانا خلک نن شپه تر يو تروریستي بريد لاندې راغلي دي.»

د ربي شلومو هومفایستر په نوم يو عیني شاهد اسوشتید پریس خبري آژانس ته وويل چې لږ تر لږه يو کس يې وليد چې په هغو خلکو يې ډزې کولي. دی وايي چې برید د دوی د کور مخې ته شوی او پر خلکو د ډزو صحنی يې په خپلو سترګو ليدلې دي. هغه وايي: «بريد ګر د يو بار مخته په څوکيو باندې ناستو کسانو باندې چې شمیر به يې سلو ته رسیده ډزې پيل کړې.»  

په رپوټ کې زياته شوې چې دغه بريد په اتريش کې د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه د حکومت له خوا د وروستي اعلان شوي قرنطين له عملي کيدو يوازې څو ساعته مخکې شوی دی. دا وروستی ماښام وو چې رستورانټونه او بارونه په ویانا ښار کې خلاص ول. 

آژانسونه/م.ک.ص./ب.ص.

زموږ له آرشیف څخه: 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب