1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د حوثي یاغيانو او اسرائيل ترمنځ زور زياتی پر ډېريدو دی

۱۴۰۳ مرداد ۲, سه‌شنبه

تېره اونۍ حوثي ياغيان په دې وتوانېدل چې د اسرائيل تل ابیب ښار له يمن څخه په نخښه کړي او يو کس ووژني. اسرائيل د يمن په جنوب کې د پوځي هدفونو په نخښه کولو سره بدل واخيست او څو کسان یې ووژل. حوثيان په اصل کې څه غواړي؟

د يمن حوثي ياغيان
حوثي ياغيانو تېره اونې د ډرون په يوه بريد تل ابیب ښار په نخښه کړی ووانځور: Mohammed Huwais/AFP/Getty Images

د يمني حوثيانو مشر عبدالمالک الحوثي، تر بريد وروسته مصمم وو او ویې ويل چې «د [تاوتريخوالي] د پراختيا نوی پړاو دی» او دی له اسرائيل سره پر «مستقيمې جګړې ډېر خوښ دی.» د حوثيانو يوه وياند له اسرائيل سره مخامخ کيدو ته په اشارې وویل، اسرائيل ته د ځواب ورکولو په ترڅ کې به هیڅ «سرې کرښې» نه وي.

د تېرې جمعې په ورځ حوثيانو د ډرون يو بريد وکړ او په دې وتوانيدل چې د يمن له خاورې څخه تل ابيب په نخښه کړي چې دا تر ۲۰۰۰ کيلومترو هم ډېر واټن دی.

په دې بريد کې يو کس ووژل شو او اته نور ټپيان شول. په ځواب کې یې اسرائيل پر يمن هوايي بريد وکړ او د دغه هيواد په لویدیځ کې د حديده بندر ته څېرمه یې پوځي هدفونه په نخښه کړل.

د اسرائيل د رسنيو په حواله د تېلو تاسياست او د بريښنا يوه دستګاه د هوایي بریدونو هدف ګرځېدلې ده.

د حوثيانو د روغتيا وزارت ويلي دي چې په دې ترڅ کې ډېر تلفات اوښتي دي. حوثي ياغيانو تر دې وروسته په سره سمندرګي کې ايلات تفريحي سیمه په نخښه کړه خو اسرائيل وايي چې يو بالستیک میزايل یې خنثی کړی دی.

حوثیان څوک دي؟

حوثيان د يمن په شمال کې د سعودي عربستان سره پولې ته څېرمه له يوې قبیلې څخه سرچينه اخلي. دوی شعيه مسلمانان دي، خو د شعيه ګانو په يوې ځانګړې څانګې «زيديه» پورې اړه لري او په دې ترتيب له نورو شعيه مسلمانانو سره ځيني عقيدوي توپيرونه لري. د بېلګې په توګه دوی د دولسم امام، يعني اما مهدي، پر بيرته راستنېدو عقيده نه لري.

شعيه مسلمانان دولس امامان د اسلام د پيغمبر اولاده ګڼي او د دولسم امام په اړه ځیني داسې عقيده لري چې هغه به يوه ورځ بیرته ځمکې ته راستنېږي او اسلام به ژغوري.

دا حقيقت چې حوثيان شعيه مسلمانان دي، دوی له ايران سره تړي چې په عمومي توګه یې په اړه داسې انګیرل کيږي چې په سيمه کې د شعيه مسلمانانو د موخو استازولي کوي.

زيديه شيعه د يمن د ټول نفوس کابو يو په دريمه برخه ده او د دوی سياسي او پوځي غورځنګونه ۱۹۹۰يمه لسیزې ته ورګرځي. دغه معاصر غورځنګ د حسين الحوثي، له خوا پېل شوی وو. هغه يو پخوانی يمنی وکيل دی چې د يمن د پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح، د تګلارو سره مخالف وو.

د يمن کورنۍ جګړه

د ۲۰۱۱م کال د عربي پسرلي تر مظاهرو وروسته د صالح رژيم ډېر بې ثباته وو او حوثيانو پر نوي حکومت د زيدیه شعيه گانو د څنډې ته کولو تور لګاوه چې مشر يې يو سني وو.

حوثيانو پر مرکزي حکومت امريکا متحده ايالاتو او اسرائيل ته د ډېر نږدوالي تور هم لګاوه او د هغه وخت بل مشر عبد ربه منصور هادي، یې هم د سعودي عربستان ګوډاکی باله.

حوثيانو په ۲۰۱۴م کال کې د هادي د غير محبوب حکومت په مقابل کې بغاوت وکړ او د پلازمينې صنعا په ګډون یې د هېواد ډېرې برخې ونيولې.

د سعودي عربستان له پاره چې د هادي ملاتړي ول، دا يوه ستره ستونزه وه او د حوثيانو پر ضد یې جګړه پېل کړه. دغه هېواد له ۲۰۱۵م کال راهېسې د حوثي ياغيانو پر ضد د يوه نړيوال ائتلاف مشري کوي، خو ډېر بريالي شوي نه دي.

که څه هم چې د سعودي عربستان له ملاتړ برخمن حکومت د هېواد ډېره برخه په کنترول کې لري، خو د شمال لویدیځ سيمې د حوثيانو په ولکه کې دي چې پلازمينه صنعا هم پکې شامله ده.

دوی د ايران ملاتړ له ځان سره لري. همدا وجه ده چې په يمن کې کورنۍ جګړې ته د سعودي عربستان او ایران د نيابتي جګړې په توګه کتل کیږي.

حوثيان ټانکونه، نورې نقليه وسيلې، رهبري شوي میزایلونه او راکټونه لري چې په خبره یې تر ډېره یې د يمن له منظم اردو څخه ترلاسه کړي دي.

د حوثيانو اديالوژي اسرائیل ضد ده

د حوثيانو اديالوژي د دوی له دې شعار څخه اټکل کیدلای شي چې وايي: «الله اکبر، مرګ پر امريکا، مرګ پر اسرائيل، لعنت پر يهودانو او اسلام ته بری غواړو.»

دوی د يمن په شمال کې پخپل قلمرو کې شريعي نظام نافذ کړی دی او د لوېديځ او اسرائيل ضد دريځ لري. دوی ځانته د «انصار الله» يا د »خدای مرسته کوونکي يا د خدای د ملاتړو» خطاب کوي چې دا یې هم روحيه منعکسوي.

په تهران کې حکومت وايي چې دوی يوازي د حوثيانو سياسي ملاتړ کوي او هیڅ ډول وسلې نه ورکوي، خو په دې اړه شکونه موجود دي.انځور: Hani Mohammed/dpa/AP/picture alliance

د يمن پرله پسې حکومتونو له پخوا راهېسې د فلسطين د يوه خپلواک دولت غږ بدرګه کړی دی او د اسرائيل د اشغال د پای غوښتنه یې کړې ده، خو حوثيانو دې دريځ ته افراطي بڼه ورکړې چې د ولس په منځ کې یې هم ملاتړ موندلی دی.

په تېرو څو میاشتو کې حوثي ياغيانو په سره سمندرګی کې پر نړيوالو کښتيو بريدونه کړي او د فلسطينيانو په ملاتړ یې سترې تجارتي لارې او په دې توګه تجارت اخلال کړی دی.

له ایران سره نږدې اړيکي

حوثيان د ايران د حکومت نږدې متحده ګڼل کيږي. دوی ځان په اصطلاح د مقاومت د محور برخه ګڼي. په برلين کې د نړيوالو او امنيتي چارو په انستيتويت کې د څيړونکي حامد رضا ازي، په حواله د مقاومت محور د ايران په مشرتوب يو سيمه ایز ائتلاف دی چې د لبنان حزب الله ډله، يو شمير عراقي نيمه مليشه يي څانګې او د سوریې رژيم پکې شامل دي.

خو نوموړی زياتوي چې د حوثيانو او نورو دې نورو ډلو ترمنځ د پام وړ توپيرونه موجود دي او دې ته اشاره کوي چې دوی د مثال په توګه د حزب الله په پرتله پر ايران لږ متکي دي او د قوماندې کوم مستقيم زنځېر موجود نه دی.

په تهران کې حکومت وايي چې دوی يوازي د حوثيانو سياسي ملاتړ کوي او هیڅ ډول وسلې نه ورکوي، خو په دې اړه شکونه موجود دي.

په تېرو لسو کلونو کې د امريکا پوځ او متحدينو یې لږ تر لږه ۲۰ داسې ایرانۍ کښتۍ نيولي دي چې په میزایلونو، د میزايل پر برخو، کروز میزایلو، ډرونونو او د جګړې په نورو ابزارو بار وې چې په ښکاره توګه دا د حوثيانو له پاره بار شوې وې.

د ۲۰۲۴م کال په جولای میاشت کې د امريکا دفاعي استخباراتي ادارې «ډي آي ای» يو رپوټ خپور کړی چې وايي داسې اټکل کوي چې حوثيانو د «ايران له خوا د ورکړل شويو وسلو پر مټ په منځني ختیځ، سره سمندرګي او د عدن په خليج کې تر سلو ډېر ځمکني او سمندري بریدونه کړي دي.»

ب. ص/ ن. ز (Kersten Knipp) 

زموږ له آرشيف څخه:

 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب