1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فرانسه غواړي د بکارت پر معاېنې بندیز ولګوي

۱۳۹۹ آذر ۲۰, پنجشنبه

د افراطیت پر وړاندې د مبارزې پروګرام په چوکاټ کې د فرانسې حکومت غواړي د بکارت پر معاېنې او تصدیق سند پر ورکړي قانوني بندیز ولګوي. د ښځو د حقونو مدافعین دغه بندیز د ستونزې حل نه ګڼي.

Symbolbild muslimische Hochzeit
انځور: Valery Sharifulin/TASS/imago images

«دا سند زما له پاره نه دی، بلکې زما د کورنۍ له پاره دی. زه نه پوهیږم چې څه وکړم. زما نه لاره ورکه شوې ده.» دا او دې ته ورته احساساتي څرګندونې د یو شمیر مسلمانو کورنیو هغه نجونې کوي، چې باید د خپلې کورنۍ د عنعنوي دودونو او مذهبي عقایدو ساتنه وکړي.

د فرانسې د پلازمېنې په یوه لیري پرته سیمه کې د «میزو دي فم» په نامه د تشدد قرباني شوو میرمنو له پاره د مشورې ورکونې مرکز څخه د ښځينه امراضو متخصصه داکتر غادت حاتم، وایي: «په زیاترو مواردو کې داسې کیږي چې ناروغه ښځې غواړي په تلیفون کې په مستقیم ډول له داکتر سره خبرې وکړي. له دې سره سم دستي زه پوهیږم چې دغه پیغلې غواړي ماته څه ووایي.»

په اوسط ډول داکتره غادت حاتم، په میاشت کې درې ځله د داسې پيغلو نجونو تلیفونونه ځوابوي چې د خپل بکارت د تائید سند ترلاسه کولو غوښتنه کوي. خو داکتره غادت حاتم له دویچه ویلي سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل چې په فرانسه کې شاید هيڅوک په حقیقي معنا د نجونو د بکارت معاېنه و نه کولی شي.

د خپلې کورنۍ له خوا تر فشار لاندې نجونې داکترانو سره تلیفوني تماس نیسي له دوی تصدیق غواړي او داکتران بې له کومې معاېنې او ټیسټ څخه د کاغذ دغه ټوټه ورته سپاري.

توهین آمیزه چلند

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) په حواله په دې نوي عصر کې د نجونو د بکارت معاېنه د نړۍ په ۲۰ هیوادونو کې ترسره کیږي. ښځې داکترانې په جسماني ډول دا معاېنه ترسره کوي، په داسې حال کې چې د روغتیا نړیوال سازمان د کارپوهانو په خبره هیڅ کومه معاېنه په یقينې ډول د نجونو بکارت نه شي تائیدولی چې آیا دا روغه پاتې ده که نه؟

د د تشدد قرباني شوو میرمنو له پاره د مشورې ورکونې مرکز «میزو دي فم» څخه د ښځينه امراضو متخصصه داکتر غادت حاتم انځور: Herve Lequeux/Hans Lucas/imago images

ډبلیو اچ او، دا په ښکاره ډول د انساني حقونو سره په ټکر کې بولي او د بخښنې نړیوال سازمان خو بیا ویلي دي چې دا تیسټ یا ازموېنه په جسماني او روحي لحاظ له تبعیضي چلند سره د ښځو او نجونو د مخامخ کولو مترادف دی.

د بشري حقونو د دې سازمان په آنټرنټي اعلامیه کې راغلي دي: «دا معاېنه د انساني وقار، عزت او په جسماني او ذهني توګه پر ښځو د تشدد کولو پرته بل هیڅ هم نه دي.»

د بخښنې نړیوال سازمان د بکارت معاېنه د ټولو هغو بین المللي قوانینو سرغړونه بللې ده، چې له مخې یي پر ټولو زورونکو، ظالمانه او توهین آمیزه چلندونو بندیز لګول شوی یا منع شوي دي.

ملگرو ملتونو په ۲۰۱۸م کال کې له ټولو غړو هیوادونو غوښتنه کړې وه چې د بکارت معاېنې پر فرسوده دود دې بندیز ولګوي.

بندیز د مسئلې حل نه دی

په فرانسه کې د ښځو د حقونو د یوه مهم بنسټ «اوزلي فیمینسما» ویانده سیلین پیک وایي: «حکومت د دې موضوع په اړه له کوم تحقیق او څیړنې پرته اقدام کوي». پر دې معاېنې بندیز هیڅکله هم د مسئلې حل نه شي کیدلی.

د ښځو د حقونو فعالانې پر دې موضوع شدید انتقاد کوي. داکتره غادت حاتم، هم د دې بندیز د ختمولو په صورت کې د وضعیت د لا زیات خرابیدو خبره کوي.

نوموړۍ وایي: «د بندیز اړوند دا قانون کیدای شي منفي اغیز وکړي او دا د ناروغانو او داکترانو ترمنځ د اعتماد فضاء متضرره کوي. د دې ترڅنګ ښځې به په خپلو کورنیو کې دننه له شخړو څخه د بچ پاتې کیدو جانس له لاسره ورکړي. ډیري ښځې له دې تائیدي سند سره ځان له کورنۍ تشدد څخه ژغوري.»

د نوموړي په خبره پر دې معاېنې په بندیز لګول کیدو سره هغه ښځې به چې د کورنۍ غړي یي د دې معاېنې یا تصدیق غوښتنه کوي یوازې پريښودل شي.

دویچه ویله: ش.ن/ ن.ز

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب