ولاديمير پوتين د «نارد ستريم ۲» ګازو نل ليکې د چاودنې د نه غندلو له کبله پر آلمان سختې نيوکې کړي. پوتين دا هم ويلي دي چې اروپايي مشران د امريکا د ګواښونو له ويرې د خپلواکۍ او آزادۍ د احساس له لاسه ورکولو په حال کې دي.
اعلان
د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتين ويلي چې د «نارد ستريم ۲» په نوم د ګازو پر نل ليکې چاودنې ته د آلمان د غبرګون نه ښوولو څخه داسې څرګنديږي چې دا هيواد اوس هم «تر ولکې لاندې» دی او د دویمې نړيوالې جګړې تر ختمیدو وروسته د بيرته سپارلو تر لسیزو وروسته هم په آزاده توګه عمل نه شي کولی.
د روسیې د «نارد ستريم» ګازو نل ليکو کې د تېر کال د چاودنو د څېړنې په هکله لویدیځو هيوادونو او آلمان محتاط غبرګون ښوولی دی. دا هيوادونه که څه هم وايي چې دا يو قصدي عمل وو خو له دې ويلو ډډه کوي چې د دوی په آند یې پړه د چا پر غاړه ده.
روسي خبري آژانسونو د پوتين په حواله ويلي: «خبره داده چې اروپايي سياستوالو تر دویمې نړيوالې جګړې وروسته پخپله په عموميت کې ويل چې آلمان نور يو بشپړ خپلواک دولت نه دی.»
د روسیې له «رشيا ۱» تلویزيوني شبکې سره په مرکه کې ولاديمير پوتين وويل: «شوروي اتحاد په يوه مرحله کې خپل ځواکونه بيرته ور غوښتي ول او پر هېواد یې قبضه پای ته ورسوله خو ټول پوهيږي چې امريکايانو داسې ونه کړل. هغوی اوس هم پر آلمان قابض دي.»
پوتين وويل چې پر نارد ستريم نل ليکو چاودنې «په دولتي کچه» شوې وې او دا «مطلق بې معنا» خبره ده چې د اوکراين يوه پلوي ډله د دې پېښې مسئوليت لري.
د يادو نل ليکو له لارې د روسیې ګاز آلمان ته انتقاليده خو يو کال تر مخه پر اوکراين د روسیې تر بريد وروسته د آلمان حکومت د روسیې د ګازو او تېلو پر محصولاتو د انحصار راکمولو په ګامونه پېل کړي ول.
په دې نل ليکو کې د چاودنو په اړه آلماني مشرانو محتاط غبرګون ښوولی وو. د دفاع وزير بورس پستوريس تېره اونۍ ويلي ول چې کيدای شي دا چاودنې «د يوه درواغچن عمل له لارې پر اوکراين د پړې اچولو له پاره ترسره شوي وي.»
اوکرایني ځواکونو د می پر ۱۶ پریکړه وکړه چې د آزوفستال فولادو کارخانې څخه وروسته د نژدې ۳ میاشتو مقاومته ووځي. دا په ماريوپول کې د اوکرايني ځواکونه تر ټولو وروستی او کلک سنګر وو چې د روسي ځواکونو په محاصره کې وو.
انځور: Alexander Ermochenko/REUTERS
د می ۱۸مه
د می مياشتي پر ۱۸، فنلند او سويډن په ناټو سازمان کې د غړيتوب له پاره خپل درخواستونه وړاندې کړل. دغه اقدام د جګړې پر مهال د اوکراین د متحدینو د پوځي اتحاد د لا پراختیا او پر مسکو یو قوي ګوزار وو.
انځور: JOHANNA GERON/AFP
جون ۲۰۲۲
په جون میاشت کې اوکراین ته د امریکايي هيمارس توغنديو په ګډون ډيرې غربي وسلې ورسېدې. د آرشیف انځور
روسيې د نومبر مياشتي پر ۹ له خیرسون څخه د خپلو ځواکونو د شاتګ اعلان وکړ. تر هغه وروسته دغه ښار اوکرایني ځواکونو بېرته ونیو او د دغه هیواد ولسمشر، ولاديمیر زیلنسکي هم هلته ورغی له خپلو ځواکونو او د سیمې له اوسیدونکو سره ېې وکتل.
انځور: Valentyn Ogirenko/REUTERS
د دسمبر ۵مه
د روسېې پوځ د دسمبر میاشتې پر ۵ وويل چې اوکراین د روسېې په خاوره کې دننه ډير وړاندې د دوی پر دوو پوځي اډو بریدونه کړي دي. روسېې وويل چې اوکراین په دغو بریدونو کې له اوږد واټن وهونکو جنګي ډرون څخه استفاده کړې ده.
انځور: TASS/dpa/picture alliance
د نومبر ۲۱
د ۲۰۲۲م کال د نومبر مياشتي پر ۲۱ د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي امریکا متحده ایالتو ته ولاړ او له ولسمشر جو بایدن سره ېې وکتل. دا د جګړې له پيل راوروسته امریکا ته د زيلنسکي لومړی سفر وو چې پکې اوکراین ته د پيټرويټ هوايي دفاع سیستم او نورو وسلو پر ورکړې خبرې وشوې.
انځور: Andrew Harnik/AP Photo/picture alliance
جنوري ۲۰۲۳
اوکراین د نوي کال په لومړيو شيبو کې په ماکییوکا سیمه کې د روسي عسکرو يو مرکز په نخښه کړ. د روسېې دفاع وزارت وویل چې په دغه برید کې ېې ۸۹ عسکر ووژل شول. دا پر روسي عسکرو د اوکراین یوه تر ټولو خونړۍ حمله وه.
انځور: ALEXANDER ERMOCHENKO/REUTERS
د جنوري ۱۴مه
روسي ځواکونو د روسېې پر برېښنايي زېربناوو خپل بریدونه جاري ساتلي. د جنوري مياشتي پر ۱۴ یو روسی توغندی د اوکراین په دنيپرو کې د هستوګنې پر یو ساختمان ولګيد، چې ۴۵ کسان پکې ووژل.