1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د م.م. د بشري حقونو نوی کميسار د ښځو حقونو ته اندېښمن دی

۱۴۰۱ آبان ۱۲, پنجشنبه

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو نوي کميسار فولکر تورک د نړۍ په مختلفو سيمو کې د ښځو ناوړه وضعيت ته اندېښنه ښودلې. تورک په ژنيف کې ويلي چې د ښځو حقونو ته »رښتينې ضربه« وارده شوې ده.

فولکر تورک
فولکر تورکانځور: Denis Balibouse/REUTERS

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د نوي کميسار، فولکر تورک، په خبره له »ښځو سره د دښمنۍ او د ښځو ضد انګېرنو« زياتوالی ليدل کيږي. خو نوموړي په ځانګړو هېوادونو کې د وضعيت په هکله څه ونه ويل.

دا په داسې حال کې ده چې د ښځو حقونه دامهال د ايران په احتجاجونو کې کليدي موضوع ده. هلته د يوې ځوانې کردۍ، جينا مهسا اميني، مرګ د خلکو کرکه راپارولې او د احتجاجونو يوه لړۍ یې رامنځ ته کړې وه. شپږ اوونۍ پخوا د لاريونونو د پيلېدو راهيسې په لسګونو انسانان وژل شوي دي.افغان نجونې اوښکې تويوي؛ نړيوال دې ښوونځيو خلاصولو ته متحد شي

په افغانستان کې هم د مېرمنو احتجاجونو دوام لري، که څه هم چې شمېر يې نسبتا کم دی. طالبانو واک ته د بیرته رسیدو راهيسې د افغاني ښځو او نجونو حقونه ډېر زيات محدود کړي دي. مثلاً په ټول هېواد کې نجونې ثانوي زدکړو ته لاسرسی نه لري خو تورک دا هم وويل چې د ښځو حقونه په »نړيوال شمال« کې محدوديږي.افغان ښځې ملګرو ملتونو ته: «موږ یې حذف کړي يوو»

په جون مياشت کې د امريکا متحده آيالاتو سترې محکمې په يوې ناندرئيزې پرېکړې سره د ۵۰ کلونو راهيسې حاکم د سقط جنين حق له منځه وړی وو. تورک د ملګرو ملتونو د کميسار په توګه خپله نوې دنده دوه اوونۍ مخکې پيل کړې ده. د بين الدول حقوقو کارپوه د چيليايۍ ميشل باشلت ځای ناستی دی. تورک د ۳۰ کلونو راهيسې له ملګرو ملتونو سره کار کوي. وروستۍ دنده يې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستيالي وه.

اې اف پي/ن.ص./خ.ح.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل