1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآسیا

تايلنډ کې د جنسي تېري کوونکو داوطلبه خسيان

۱۴۰۱ آبان ۷, شنبه

په تايلنډ کې جنسي تېري کوونکي مجرمين د ۲۰۲۳ کال څخه کولی شي د جرم د راکمېدو يا له زندانه د وخته مخکې خوشې کېدو له پاره کيمياوي خسي کيدنه په ځان ومني.

د تايلنډ يو روغتون
د تايلنډ یو روغتونانځور: AP

د تايلنډ شاهي جريدې د تالينډي رسنيو په حواله داسې قانون صادر کړی چې د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ په ۲۵مه به اجرا کيږي. هغه د جنسي غريضې د کمولو په موخه داسې »طبي لارو چارو« ته اجازه ورکوي لکه د هورمون ضد دارو درملو ترزيق يعنې د ستنې لګولو له لارې د شوق د راکمد تایلند پاچا له «آلمان څخه پر خپل هيواد حکمراني کوي»ولو درملنه. دغه کيمياوي خسيان د جنسي تېري کوونکو د بيا ځلو جرمونو او بريدونو د مخې نيولو په هدف ترسره کيږي.

په بانکاک کې د عدليې وزارت د څرګندونو له مخې ۵۰ سلنه د سختو جنسي جرايمو په تور محکوم شوي کسان له زندان څخه تر آزادېدو د دريو کلونو په ترڅ کې بېرته عين کړنې تر سره کوي. د دغو معلوماتو په حواله له ۱۶ زره ۴۱۳ مجرمو کسانو څخه چې د ۲۰۱۳ او ۲۰۲۰ کلونو ترمنځ له بند نه خوشې شوي دي، ۴۸۰۰ تنو بيا جنسي جرمونه ترسره کړي دي.آيا د نوم بدلون د انسان برخليک بدلولی شي؟

په ۲۰۲۰ کال کې ۷۸ سلنه د يوې آنلاين يا پرليکه ټولپوښتنې ګډون کوونکو د کيمياوي خسيان د پلي کېدو پلويتوب کړی وو. کيمياوي خسيان يا د پېچکارۍ په مرسته د جنسي غريضې له منځه وړل د اندونيزيا، پاکستان او سويلي کوريا په څېر آسيايي هېوادونو کې يو قانوني عمل بلل کيږي.

کی ان ای/ن. ص./ا. ا.

        

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب