1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عمران خان د باور رايې په ترلاسه کولو بریالی شو

۱۳۹۹ اسفند ۱۶, شنبه

عمران خان د خپل ګوند غړو او اتحادي ګوندونو څخه په مننې سره وویل چې په سنا مجلس کې د حفیظ شیخ تر ماتې وروسته چې ټولو غړو کومه جذبه ښودلې ده، له هغې څخه احساسیږي چې واکمن اتحاد یو ټیم دی.

Pakistan Karacih | Fernsehübertragung Ansprache Imran Khan
انځور: Asif Hassan/AFP

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان له پارلمان څخه د باور رایه ترلاسه کړه. د اپوزیسیون اتحاد د رای ګیرۍ په بایکاټ کولو سره د ولسي جرګې په غونډه کې ګډون ونه کړ.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان د شنبې په ورځ د دغه هیواد په ولسي جرګه کې د ۱۷۸ رایو په ترلاسه کولو سره وتوانید د پارلمان باور ترلاسه کړي.

تر بریالیتوب وروسته نوموړي یو وار بیا د سنا مجلس په ټاکنو کې د پاکستان د انتخاباتي کمیسیون پر چلند نیوکه وکړه. نوموړي وویل: «که دا ښه انتخابات وو، بیا بد څنګه وي.» هغه زیاته کړه چې په سنا مجلس کې تر ټاکنو مخکې د «د بزو یا حیواناتو منډي» په څیر وضعیت وو چې له امله یې هغه د شرم احساس کوي.

عمران خان په سنا مجلس کې د یوې رایې یا چوکۍ سره تر ناکامه کیدو وروسته، په داوطلبانه شکل پریکړه وکړه چې د پارلمان د باور رایه به ترلاسه کوي.

په ولسي جرګه کې د حاکم ګوند او د هغې اتحادي ګوندونو ته په کتلو سره قوي هیله مندي موجوده وه چې نوموړی به په اسانۍ سره وکولی شي د پارلمان باور ترلاسه کړي.

د ۲۰۱۸م کال په اګست میاشت کې عمران خان د ۱۷۶ رایو په ترلاسه کولو سره لومړی وزیر ټاکل شوی وو. خو اوس یې تر هغې دوه رایې ډیرې ترلاسه کړي دي.

اړونده مطلب:په پاکستان کې د ممکنه بې ثباتۍ ويره

د ولسي جرګې د مشر له خوا د بریا تر اعلان وروسته د پارلمان یوه غړي عامر لیاقت حسین وویل چې له دې بریالیتوب څخه معلومیږي چې عمران خان به د دویمې دورې له پاره هم لومړی وزیر وټاکل شي.

د سنا مجلس په ټاکنو کې د حاکم ګوند نوماند او د پاکستان د خزانې وزیر حفیظ شیخ د پخواني لومړي وزیر او د اپوزیسیون ائتلاف له نوماند یوسف رضا ګیلاني څخه ماته خوړلې وه. تر هغې وروسته اپوزیسیون وویل چې عمران خان حتی د خپل ګوند د غړو باور له لاسه ورکړی دی نو له همدې امله باید استعفاء ورکړي.

انتقاد کونکي وایي چې د باور رایې ترلاسه کول د عمران خان له پاره ډیر مهم وو، ځکه له دې سره هغه شکونه لیري شول چې حاکم حکومت په پارلمان او سنا مجلس کې اعتماد له لاسه ورکړی دی. د دوی په خبره که څه هم دا یو تشریفاتي بهیر ګڼل کیږي، خو له دې بریالیتوب سره عمران خان خپل سیاسي اعتبار بیرته ترلاسه کړ.

د پاکستان لومړي وزیر په سنا مجلس کې د پټې رای ورکونې پر بهیر نیوکه وکړه او وې ویل چې ګوند ته د ژمنتیا بدلوونکو کسانو د پيژندنې په خاطر باید علني رای ګیري شوې وای.

بل لور ته د اپوزیسیون اتحاد ویلي دي چې له پارلمان څخه د باور رای ترلاسه کولو ته اړتیا نشته او نه کوم اعتبار لري. د دوی په خبره مهمه خبره دا ده چې عمران خان اعتماد له لاسه ورکړی دی او باید استعفا وکړي.

دویچه ویله: ش.ن/ ن.ص

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب