د مونشن امنيتي کانفرانس کې پر م.م. اختلاف څرګند شو
۱۴۰۴ بهمن ۲۵, شنبهد آلمان د بهرنيو چارو وزير يوهان واده فول د مونشن د امنيتي کنفرانس پر مهال د خپل امريکايي سيال مارکو روبیو وينا مثبته وارزوله. واده فول د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ ۱۴مه) په يوه پينل بحث کې وويل: «دا هغه ډول وينا وه چې ما يې له وزير روبیو څخه تمه لرله.» هغه زياته کړه چې روبیو له ډېر پخوا پېژني او «موږ پوهېږو چې هغه يو رښتينی شریک دی.»
آلماني وزير دويچه وېله ته وويل، د روبیو وينا «د امريکا او اروپا ترمنځ زموږ ګډ بنسټ» روښانه کوي. واده فول زياته کړه، دا وينا ښيي چې «موږ کلتوري تړاوونه لرو، ګډه ژبه لرو او ګډ ډيموکراتيک بنسټ لرو.» هغه زياته کړه، دا داسې ژمنتيا ده چې اروپا يې بايد ومني او دا به اروپا دې ته وهڅوي چې خپل رول او ونډه وڅېړي.
دغه هم ولولئ: مونشن امنيتي کانفرانس: د افغانستان معضله او په هکله یې بحثونه
امريکا غواړي اروپا يو «قوي» متحد وي
روبیو په خپله وينا کې ټينګار وکړ چې امريکا غواړي اروپا يو «قوي» متحد وي. هغه وويل: «موږ يو ځای پورې تړلي يو»، او په دې توګه يې د امريکا د مرستيال ولسمشر جې. ډي. ونس د تېر کال د خبرو په پرتله نرم لحن غوره کړ. خو روبیو دا هم څرګنده کړه چې امريکا له اروپايانو غواړي د خپلې دفاع مسووليت پر غاړه واخلي او د ډله ييزې کډوالۍ پر ضد د ټرمپ سختې تګلارې تعقيب کړي.
وادهفول د «ډلهييزې کډوالۍ» د منفي اغېزو په اړه د روبیو څرګندونو ته د پوهېدنې اشاره وکړه. هغه وويل: «هغه دا موضوع ياده کړه، او طبعاً موږ وينو چې په اروپا کې ډېر حکومتونه هم له همدې ستونزې سره مخ دي او مقابله کوي، لکه آلمان.» هغه زياته کړه: «په دې برخه کې موږ پر يو استقامت او کرښه يو.»
د بريالۍ راتلونکې لپاره يو ګډ بنسټ
د اقليم بدلون په اړه د روبیو څرګندونو ته په اشارې سره، واده فول وويل چې بايد «انعطاف منونکي ځوابونه» ورکړل شي او «سخت دريځي» ونه شي. هغه زياته کړه: «زه به ونه وايم چې زموږ لومړيتوبونه له امريکا سره سل په سلو کې يو شان دي، خو دا د امريکا او اروپا ترمنځ د بريالۍ راتلونکې لپاره يو ګډ بنسټ دی.»
دغه هم ولولئ: په مونشن کې د ايران د حکومت پر ضد د تمې خلاف دوه برابره زيات خلک راټول شول
خو د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د جوړ شوي «د سولې شورا» په اړه واده فول له امريکا څخه واټن ونيو. هغه په مونشن کې غوښتنه وکړه چې «موږ بايد د نړيوالو اصولو پر بنسټ ولاړ نظم ته وفادار پاتې شو»، په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو په اړه وادهفول وويل: «دا زموږ د سولې شورا ده.»
روبیو په خپله وينا کې ملګرو ملتونو تورن کړي وو چې د نړيوالو شخړو په حل کې له بهيره بهر پاتې دي. هغه وويل، ملګري ملتونه په دې برخه کې «عملاً هېڅ رول نه لري.»