1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ترهګرۍ پر ضد جګړه؛ ۲۵ کاله وروسته

احمد ولي اڅکزی | د آلمان خبري آژانس
۱۴۰۵ شهریور ۱۵, یکشنبه

امریکا د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته د ترهګرۍ پر ضد جګړه پیل کړه. ۲۵ کاله وروسته کارپوهان د افغانستان او عراق جګړو، ناسمو اټکلونو او اوږدمهالو پایلو ارزونه کوي.

Filmstill „9/11 – Der Tag, der die Welt veränderte – Teil 1
انځور: Kwanza

اسلامپالو ترهګرو څلور الوتکې په بمونو بدلې کړې او یوازې په یوه ورځ یې شاوخوا ۳ زره کسان ووژل. د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د ۱۱مې يادو ترهګریزو بریدونو امریکا سخته ولړزوله. دغو بریدونو د نړۍ د تر ټولو ځواکمن هېواد بهرنۍ پالیسي هم د لسیزو لپاره بدله کړه چې د نړۍ د میلیونونو خلکو لپاره یې ډراماتیکې پایلې لرلې.

د براون پوهنتون د محاسبې له مخې، د ترهګرۍ پر ضد په ورپسې جګړو کې شاوخوا ۹۴۰ زره کسان وژل شوي دي. خو دې جګړو ترهګري پای ته ونه رسوله.

 د منځني ختیځ کارپوه ګیدو شټاینبرګ د آلمان خبري اژانس ته وویل: «د ډېرو خلکو لپاره دا له شخصي او ژوندلیک پلوه هم یوه ژوره او پرېکنده تجربه وه. دا په ځانګړې توګه د هغو هېوادونو لپاره صدق کوي چې د سپتمبر له ۱۱مې وروسته پکې لویې جګړې پیل شوې.»

هغه زیاته کړه: «دا د افغانانو لپاره صدق کوي، د عراقیانو لپاره صدق کوي او همدارنګه د ټولو هغو هېوادونو د خلکو لپاره چې وروسته القاعده او اسلامي دولت پکې راڅرګند او پیاوړي شول.»

 د سپتمبر د ۱۱مې له بریدونو وروسته امریکا د ترهګرۍ پر ضد جګړه اعلان کړه او په دې توګه یې د ناټو په تاریخ کې د پنځمې مادې له مخې لومړنی او تر اوسه یوازینی ګډ دفاعي حالت رامنځته کړ. هېوادونو د څارنې او امنیتي تدابیرو کچه په پراخه او دایمي توګه لوړه کړه او په لویدیځو ټولنو کې د مسلمانانو ضد توکمپالنه هم په ثابت ډول زیاته شوه.

 د سپتمبر ۱۱مه؛ د منځني ختیځ لپاره یوه ژوره بدلون راوستونکې پېښه

 ترهګرو هغه مهال څلور الوتکې تښتولې وې. وروسته له هغې چې د امریکن ایرلاینز ۱۱مه الوتنه یې د نړیوال سوداګریز مرکز شمالي برج ته واړوله، لږ وروسته یوه بله الوتکه د دغه مرکز له جنوبي برج سره ولګېده.

 بریدګرو د امریکن ایرلاینز  ۷۷مه الوتنه واشنګټن ته نږدې د امریکا د دفاع وزارت پر ودانۍ واړوله. څلورمه الوتکه وروسته له هغې په پنسلوانیا کې ولوېده چې مسافرو د تښتوونکو پر وړاندې مقاومت وکړ. تر نن ورځې لا نه ده روښانه چې تښتوونکو د څلورمې الوتکې لپاره کوم هدف ټاکلی و.

 وروسته له هغې چې طالبانو د بریدونو  په طراحۍ تورن او د القاعده د مشر اسامه بن لادن له سپارلو ډډه وکړه، د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په ۷مه د ولسمشر جورج ډبلیو بوش په واکمنۍ کې پر افغانستان د امریکا په مشرۍ برید پیل شو. آلمان او د ناټو نورو هېوادونو هم ملاتړ ورسره وکړ.

 پر افغانستان تر یرغل وروسته په ۲۰۰۳ کال کې د عراق جګړه پیل شوه. امریکا د عراق جګړه د ډله‌ییزې وژنې د وسلو د ګواښ په استناد توجیه کړه او د هغه وخت پر واکمن صدام حسین یې له القاعده سره د اړیکو تور هم ولګاوه. وروسته څرګنده شوه چې دواړه ادعاوې ناسمې وې.

 امریکا په ګڼو نورو هېوادونو کې هم د ترهګرۍ ضد عملیات ترسره کړل.

پر افغانستان د امريکا او اتحاديانو د بريد وروسته د حامد کرزي په مشرۍ عبوري حکومت جوړ شو.انځور: AP

ايا د امریکا غبرګون تر اړتیا ډېر لوی و؟

 شټاینبرګ دا «له حده ډېر لوی» غبرګون بولي. هغه وویل: «دا خبره لا د افغانستان په اړه هم صدق کوي، خو په ځانګړې توګه د عراق په اړه.»

د هغه په وینا، تر ۲۰۰۳ کال پورې په عراق کې القاعده نږدې هېڅ حضور نه درلود. په ۲۰۰۴ کال کې د القاعده د عراقي څانګې رامنځته کېدل تر ډېره د امریکا د مداخلې پایله وه.

هغه وویل، داسې انګېرنه رامنځته شوې وه «چې په عربي نړۍ کې ډېر خلک شته چې لویدیځ خپل دښمن ګڼي». دا تصور د هغو ارزونو له امله نور هم پیاوړی شو چې القاعده یې یو ډېر لوی سازمان او نړیواله شبکه بلله.

 شټاینبرګ  وویل: «زما لا ښه په ياد دي چې د سپتمبر له ۱۱مې وروسته د القاعده د ۷۰ زرو یا ۸۰ زرو جنګیالیو شمېرې خپرېدې چې له واقعیت سره یې هېڅ تړاو نه درلود.»

 ایا د ترهګرۍ پر ضد جګړه یوازې بایلونکي لري؟

 د ۲۰۱۱ کال په پای کې امریکا خپل ځواکونه له عراقه وایستل. تر درېو کلونو کم وخت وروسته اړ شوه چې بېرته ورستانه شي چې د اسلامي دولت پر ضد جګړه کې د عراق له امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي.

دغه ترهګره ډله، سره له دې چې له پوځي پلوه ماتې خوړلې، لا هم په عراق او ګاونډي سوریه کې فعاله ده.

د براون پوهنتون د معلوماتو له مخې، په عراق، افغانستان، پاکستان، سوریه او نورو هېوادونو کې د سپتمبر له ۱۱مې وروسته جګړو امریکا ته ټولټال شاوخوا ۸ ټریلیونه امریکايي ډالره لګښت اړولی دی.

د دغو جګړو د پخوانیو سرتېرو د پاملرنې لګښتونه به تر ۲۰۵۰ کال پورې له ۲٫۲ تر ۲٫۵ ټریلیونو امریکايي ډالرو پورې ورسېږي.

شټاینبرګ وایي، د عراق جګړې زمینه برابره کړه چې اسلامي دولت پیاوړی شي او هغه دا جګړه «د ترهګرۍ ضد مبارزې اصلي ګناه» بولي. هغه وویل: «ځکه همدلته له القاعده څخه ډېر لوی او ډېر ګواښوونکی سازمان، یعنې اسلامي دولت رامنځته شو.»

په افغانستان کې پوځي ماموریت په ۲۰۲۱ کال کې د نړیوالو ځواکونو له هغه وتلو وروسته پای ته ورسېد چې منتقدانو یې ډېر بیړنی بللی و. طالبان د امریکا پر وړاندې د بریا په توګه بېرته په هېواد کې واک ته ورسېدل.

پنځه کاله وروسته افغانستان لا هم د نړیوال فعالیت لرونکو اسلامپالو ترهګرو د پټنځای په توګه ګڼل کېږي. د نړیوالو ځواکونو تر وتلو مخکې هم، د ملګرو ملتونو د ارزونې له مخې، القاعده د افغانستان نږدې په هر دویم ولایت کې حضور درلود.

د ترهګرۍ پر ضد جګړې د امریکا د جګړې ستړیا زیاته کړه

د امریکا ولسمشر بوش په ۲۰۰۱ کال کې اعلان کړی و چې د ترهګرۍ پر ضد جګړه له القاعده پیلېږي، خو «تر هغه به پای ته ونه رسېږي چې هره هغه ترهګره ډله چې نړیوال لاسرسی لري وموندل شي، ودرول شي او ماته ورکړل شي.» دا هدف پوره نه شو.

شټاینبرګ وایي: «د اسلامپالې ترهګرۍ ډېری ډلې سختې کمزورې شوې دي، خو لا هم موجودې دي.»

هغه زیاته کړه: «القاعده ته نږدې یوې ډلې په سوریه کې واک ترلاسه کړی دی. د القاعده پخواني متحد طالبان په افغانستان کې واک ته رسېدلي دي. د القاعده یو بل متحد ښایي ژر په مالي کې رژیم نسکور کړي.»

د رایس پوهنتون تاریخپوه ناتن سیتینو د ډونالډ ټرمپ سیاسي پورته کېدل هم د امریکا د جګړه‌ییز سیاست یوه پایله بولي.

د هغه په وینا، د سپتمبر له ۱۱مې وروسته جګړو د امریکا پر بنسټونو د خلکو د باور په پراخ کمښت کې ونډه لرلې ده. هر څومره چې جګړې اوږدېدې او لانجمنې کېدې، هماغومره ډېر امریکایان له هغو بنسټونو لېرې کېدل چې د دغو سیاستونو ملاتړ یې کړی و.

هغه وویل: «زما په اند، له دغو ‹نه ختمېدونکو جګړو› پرته به ډونالډ ټرمپ هغه سیاسي بریا نه وای ترلاسه کړې چې ترلاسه یې کړه.»

لږ تر لږه د بارک اوباما له دورې راهیسې، د امریکا ولسمشرانو یا د ولسمشرۍ نوماندانو ته له پوځي مداخلو سره مخالفت سیاسي ګټه رسولې ده.

دا د اوسني ولسمشر ټرمپ له مهمو ټاکنیزو ژمنو څخه هم یوه وه. خو دا چې هغه د ایران په جګړه کې دغه ژمنه ماته کړې، ښایي د نومبر په منځمهاله ټاکنو کې د هغه او د هغه د جمهوري غوښتونکي ګوند لپاره په سیاسي ستونزه بدله شي.
 

احمد ولي اڅکزی احمد ولي اڅکزی له بن څخه د افغانستان او سیمې په تړاو مختلفو موضوعاتو باندې راپورونه جوړوي.
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب