1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بريتانيا: روسيه په اوکراين کي خپلو سترو موخو ته ژر نه رسیږې

۱۴۰۱ اسفند ۲۹, دوشنبه

د بريتانيا د دفاع وزارت د ارزونې پر بنسټ، روسيه په دې ښه پوهيږي چې په اوکراين کې د خپلو مهمو برنامو د عملي کولو توان نه لري. د دې ناکامۍ یوه نښه د زاپوریژيا لپاره چې لا په بشپړه توګه اشغال شوی نه ده، د نوي مرکز اعلان دی.

آرشیف: انځور د ځمکنۍ دفاع لپاره اوکرایني ځواکونه
آرشیف: انځور د ځمکنۍ دفاع لپاره اوکرایني ځواکونهانځور: Kateryna Klochko/AP/picture alliance

د بريتانيا د دفاع وزارت په اوکراين کې د جګړې د وضعيت په اړه په خپله وروستۍ ارزونه کې ويلي، چې روسيه په دې پوهیږې چې په نږدې راتلونکي کې به پر دغه هېواد د پوځي یرغل له لارې خپلو ځينو لويو موخو ته ونه رسېږي.

په دې ارزونه کې چې د پوځي استخباراتي ادارو له راپورونو څخه په استفادې ترتیب شوې او د مارچ  پر۱۹ مه خپره شوې، راغلي چې د زاپوریژيا ولایت وضعیت چې یوه برخه یې د روسي ځواکونو په ولکه کې ده دا مساله په ډاګه کوي.

روسي پوځیانو پر اوکراین د پوځي یرغل په لومړیو اونیو کې، چې د تیر کال د فبرورۍ په ۲۴مه پیل شو، د دونيڅک، لوهانسک، زاپوریژيا او د خرسون ولایتونو ځینې برخې ونیولې.

که څه هم دا سیمې د یوې نمایشې ټول پوښتنې له مخې د روسیې فدراسیون ضمیمه شوې، خو لاهم د روسي ځواکونو تر بشپړ کنټرول لاندې نه دي.

پر اوکراين يرغل: په لسونو زره مړه، په ميليونو مهاجر او په ميلياردو تاوان

د روسیې د پوځي پلانونو د ناکامۍ نښه

د زاپوريژيا ولايت پلازمينه په همدې نوم يو ښار دی. روسیې د روانې میاشتې په پیل کې د دې ولایت له بشپړ اشغال څخه په نا امیده توګه د ملیتوپول ښار د مرکز په توګه ور معرفي کړ.

مسکو ادعا کوي چې دا یو موقتي اقدام او تر هغه پورې دی چې د زاپوریژیا ولایت په بشپړه توګه د روسي ځواکونو تر کنټرول لاندې راسي.

زاپوريژیا ولایت د اوکراین یو له صنعتي مرکزونو څخه دی چې د روسیې د پوځ تر یرغل مخکې یې شاوخوا ۷۶۰ زره تنه نفوس درلود.

پوتین: غربیانو د اوکراین جنګ پیل کړ

د زاپوريژيا ولایت د موقتي پلازمینې په توګه د ملیتوپول ښار په چپ ډول اعلانول په حقیقت کې پر دې اعتراف دی چې په لنډه موده کې د روسیې د اردو لخوا اعلان شوي لوی اهداف ترلاسه کول ممکن نه دي.

د اوکراین د ملیتوپول ښاروال ایوان فیودوروف د مارچ پر څلورمه د ټیلیګرام په شبکه کې په یوه پیغام کې لیکلي چې د دې ولایت د پلازمینې په توګه د دې ښار پیژندل په حقیقت کې په دې سیمه کې د «دښمن د تسلیمیدو» د پیل معنا لري.

هغه دې ته په اشارې سره چې د روسیې پوځ په اوکراین کې د خپل یرغل په پیل کي ادعا کړې وه چې په دریو ورځو کي به د زاپوریژيا ولایت فتح کړی، ټینګار وکړ په حقیقت کي دغه هوښیارانه ادعا له تشې وعدې پرته بل څه نه دی.

د باخموت ښار جګړه به څوک وګټي؟

شاوخوا دیارلس میاشتې وړاندې د روسیې پوځ د اوکراین له جنوب، ختیځ او شمال څخه پر دې هیواد پراخ بریدونه پیل کړل او د کییف تر دروازو یې پرمختګ وکړ.

روسي ځواکونو فکر کاوه چې په لومړیو ورځو کې به د اوکراین پلازمېنه کییف ونیسي او حکومت به یې نسکور کړي خو د اوکرایني ځواکونو له سخت مقاومت وروسته د روسیې پوځ اړ شو چې شاتګ وکړي او د کییف شاوخوا ختیځو سیمو ته خپل ځواکونه وباسي.

باید وویل شې چې پر اوکراین د روسیې یرغل د لویدیځ له سختو بندیزونو سره مخ شوی دی چې یواځي اروپايي ټولنې تر اوسه پر روسیې لس بندیزې بستې لګولي دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب