1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«شخړو او جګړو پر ښځو تاوتریخوالی زیات کړی»

شمس الرحمن ناصر | اژانسونه
۱۴۰۴ مهر ۳۰, چهارشنبه

د ملګرو ملتونو سازمان نوی رپوټ په نړیواله کچه د شخړو او جنګونو د زیاتیدو او پر ښځو یې د ناوړه اغیزو خبر ورکوي. د دې رپوټ پر بنسټ ۶۷۶ میلیونه ښځې په داسې سیمو کې ژوند کوي چې خونړۍ نښتې رامنځته کیږي.

د شمالي سوډان په یوه کلي کې له اور لګیدنې وروسته ښځې او ماشومان د تيښتې په حال کې لیدل کیږي
د ملګرو ملتونو سازمان د رپوټ پر بنسټ جګړو او شخړو ښځې په بې ساري ډول زورولي ديانځور: Albert Gonzales Farran/UNAMID/dpa/picture alliance

د ملګرو ملتونو سازمان د سر منشي تازه رپوټ وايي چې نړۍ له ۱۹۴۶م کال راهیسې تر اوسه پورې تر ټولو ډیرې فعاله نښتې تجربه کوي چې ښځو او نجونو ته بې ساري خطرونه او رنځ رامنځته کوي.

د «په ۲۰۲۵م کال کې ښځې، سوله او امنیت» تر عنوان لاندې د انتونیو ګوتیرش، رپوټ خبرداری ورکوي چې اوس ۶۷۶ میلیونه ښځې له خونړیو نښتو څخه په ۵۰ کیلومترۍ کې ژوند کوي چې دا له ۱۹۹۰ لسیزې راهیسې تر ټولو لوړه کچه لري.

لکه په رپوټ کې چې راغلي دي، د دوو کلونو مخکې په پرتله په ملکي تلفاتو کې د ښځو او ماشومانو ونډه څلور برابره زیاته شوې ده او د جګړو پر مهال په جنسي تاوتریخوالي کې ۸۷ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي رپوټ چې د امنیت شورا د ۱۳۲۵م کال د پریکړه لیک په ۲۵ کلیزه کې خپریږي په شخړو کې له ټولو ښکیلو خواو څخه غوښتنه کوي، څو د ښځو او نجونو امنیت دې تضمین کړي او د سولې په بهیرونو کې دې د ښځو د بشپړ مشارکت زمینه مساعده کړي.

په دې رپوټ کې د دوو لسیزو د لاسته راوړنو د لمنځه تللو له کبله خبرداری ورکړل شوی دی.

د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي مرستیاله او د دغه سازمان د ښځو د بنسټ اجرایوي مشره سیما باهوس په دې اړه وایي: «په بې سارې شمیر کې ښځې او نجونې وژل کیږي، د سولې له مذاکراتو څخه څنډې ته کیږي او د جګړو په ډیریدو سره بې ملاتړه پریښوول کیږي. ښځې لا زیاتو ژمنو ته اړتیا لري، هغوي ځواک، ملاتړ او مساوي مشارکت ته اړتیا لري.»

د سولې په بهیرونو کې د ښځو ګډون

په ۲۰۲۴م کال کې د سولې له هرو ۱۰ بهیرونو څخه په ۹ مواردو کې ښځینه مذاکره کوونکو حضور نه درلود او ښځو په نړۍ کې د مذاکره کوونکو یوازې ۷ سلنه او د منځګړیتوب کوونکو ۱۴ سلنه تشکیلوله.

دغه رپوټ همدارنګه ډیر لوی نا انډولتوب په ډاګه کوي: «په داسې حال کې چې په ۲۰۲۴ م کال کې پوځي لګښتونه له ۷،۲ تریلیونه امریکایي ډالرو پورته تللي، په جنګي سیمو کې د ښځو سازمانونو یوازې ۰،۴ سلنه مرستو ترلاسه کړي دي. همدارنګه ډېري ښځې د مالي محدودیتونو له کبله په نږدې راتلونکي کې د خپلو کارونو د له لاسه ورکولو په لومړۍ کرښه کې قرار لري.»

باهوس په دې اړه زیاتوي: «دا جلا معلومات نه دي، بلکې د یوې داسې نړۍ نښې دي چې د سولې له پاره د پانګونې پر ځای، په جګړه کې پانګونه انتخابوي او همدارنګه ښځې د حل لارو جوړولو له حق څخه محروموي.»

دغه رپوټ په جنسیتي معلوماتو کې په بیړني ډول د اساسي تغییراتو پر راوستلو ټينګار کوي او استدلال راوړي چې پرته له تفکیک شوو معلوماتو څخه په جنګي سیمو کې د ښځو واقعیتونه پټ پاتې کیږي.

باهوس داسې نتیجه ګیري کوي: «ملګري ملتونه د ښځو په برخه کې د احساس کیدو او اندازه ګیرۍ وړ پایلو غوښتنه کوي: د ټول شموله سیاسي حل لارو له طریقه د شخړو حل، د امنیتي اصلاحاتو د رهبرۍ په برخه کې د ښځو د حضور زیاتول او د سرغړونو په اړه د حساب ورکونې د هڅو زیاتول، څو له دې لارې عدالت او جبران خسارې ته د قربانیانو د کورنیو لاسرسی ممکن شي.»

د ملګرو ملتونو سازمان د رپوټ پر بنسټ د خالیګاو یا تشتو لمنځه وړل او د پریکړو په مرکز کې د ښځو له تجربو څخه استفاده کول حیاتي ده.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د جګړې قربانیان

02:52

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب