د شمالي انتلانتیک تړون یا ناټو سازمان تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته په ۱۹۴۹م کال کې د دې موخې له پاره رامنځته شو چې دا به د اروپا پر لور د پخواني شوروي اتحاد د پراختیا او توسعې د خطر مخه نیسي.
سربیره پر دې امریکا دې ته په اروپا کې د ملتپالنې او توکمیزو تمایلاتو د بیا را ژوندي کیدو د مخنیوي او د اروپا په وچه کې سیاسي ادغام ته د ودې ورکولو له پاره د یوې وسیلې په سترګه ګوري.
خو د دغه لوېدیځ دفاعي سازمان ریښې په ۱۹۴۹م کال کې د فرانسې او بریتانيا هغه ډنکرک تړون [ډنکرک د فرانسې یوه سیمه ده] سره یوځای کیږي چې لومړنی هدف یي د آلمان د ممکنه برید په صورت کې په مشترک ډول مقابله کول وو.
د دغه پوځي او سیاسي اتحاد اصلي بنسټ ایښودونکي ۱۲ هیوادونه عبارت دي له امریکا، بریتانیا، بلجیم، کاناډا، ډنمارک، فرانسه، آئس لنډ، ایتالیا، لوګزامبورګ، هالنډ، ناروې او پرتګال.
ټولیز امنیت
د دې سازمان اساسي هدف دا دی چې که چیرې کوم غړی هیواد د کوم بل بهرني هیواد له خوا له خطر سره مخامخ کیږي، نو په مشترک ډول به یي په سیاسي او پوځي منابعو سره دفاع کوي.
د هر یوه غړي هیواد د «دسته جمعي یا ډله ایز دفاع» د منشور په پنځمه ماده کې ذکر شوی دی. تر اوسه پورې یوازې یو ځل له پنځمې مادې کار اخیستل شوی دی او هغه هم امریکا د سپټمبر د یوولسمې تر بریدونو وروسته کړې وه.
د ناټو ائتلاف او روسیې مقايسه: څوک ډېر پیاوړی دی؟
د ناټو ائتلاف او روسیې ترمنځ د ځواک توازن څرنگه دی؟ کوم يو ډېري وسلې او عسکر لري؟ په دې اړه دويچه ويله د ستراتيژيکو مطالعاتو له نړيوال انستيتوت او نورو سرچينو څخه ارقام راټول کړي چې په دې انځوريز راپور کې وړاندي کيږي. انځور: REUTERS روسيه ۱۸۰۰ داسي توغندي يا راکټونه لري چې د اتومي سرگولولو د ليږد توان لري. ناټو ائتلاف بيا په ټولیزه توگه ۲۳۳۰ دغه ډول راکټونه لري چې له دې څخه يې دوه زره له امريکا متحدو ايالاتو سره دي.
انځور: picture-alliance/dpa/J. Lo Scalzo ناټو ائتلاف په ټوليزه توگه شا او خوا درې نيم ميليونه عسکر لري چې تر ۱،۶ ميليونه زيات يې د اروپايي هيوادونو په پوځونو کې، ۳۸۲ زره د ترکیې په پوځ او تقريباً څه کم ۱،۴ ميليونه يې د امريکا د پوځ عسکر دي. د دې په پرتله د روسیې د عسکرو شمير۸۰۰ زرو ته رسیږي.
انځور: picture-alliance/dpa/PAP/T. Waszczuk د روسیې د ټانکونو شمير کابو ۱۵ نيم زره دی. دا په داسې حال کې ده چې د ناټو هيوادونه په ټولیزه توگه شا او خوا ۲۰ زره ټانکونه لري. په دې کې ۲۵۰۰ ترکي او ۴۰۰۰ امريکايي ټانکونه هم شامل دي.
انځور: picture alliance/dpa/F. Kästle روسيه په يو وار د څو راکټونو د فایرولو توان او کابو ۳ زره ۸۰۰ راکټ لانچر لري. ناټو بيا ۳۱۵۰ دغه ډول راکټ لانچر لري چې له دې څخه ۸۱۱ د ترکیې له پوځ سره دي.
انځور: Reuters/Alexei Chernyshev روسيه ۴۸۰ جنگي څرخي الوتکې لري. د ناټو متحدين بيا تر ۱۳۰۰ زياتې څرخي الوتکې لري چې له دې څخه کابو ۱۰۰۰ د امريکا له پوځ سره دي.
انځور: REUTERS د ناټو ائتلاف په تولیزه توگه ۴۷۰۰ بم غورځونکې الوتکې لري. له دې څخه کابو ۲۸۰۰ د امريکا متحدو ايالاتو، ۱۶۰۰ د ناټو د اروپایي غړو او ۲۰۰ له ترکیې سره دي. روسيه بيا ټول ټال ۱۴۰۰ دغه ډول طيارې لري.
انځور: picture alliance/CPA Media د روسيې د جنگي الوتکو شمیر کابو ۷۵۰ ته رسيږي. ناټو بيا په ټولیزه توگه کابو ۴۰۰۰ جنگي الوتکې لري. په دې کې د امريکا ۲۳۰۰ او د ترکيې ۲۰۰ جنگي الوتکې هم شاملې دي.
انځور: picture-alliance/Photoshot روسيه يوازي يوه الوتکې ليږدونکې بيړۍ لري، خو ناټو ائتلاف دا ډول ۲۷ بيړۍ لري.
انځور: picture-alliance/newscom/MC3 K.D. Gahlau د ناټو د غړو د جنگي کښتيو شمېر په ټولیزه توگه ۳۷۲ ته رسيږي چې له دې څخه ۲۵ د ترکیې، ۷۱ د امريکا، ۴ د کاناډا او ۱۶۴ د ناټو د اروپايي هيوادونو له سمندري ځواکونو سره دي. روسيه بيا د سلو په شا او خوا کې جنگي کښتۍ لري.
انځور: picture-alliance/NurPhoto/Impact Press Group/P. Petrov د ناټو غړي هيوادونه کابو ۱۶۰ اوبتلونه لري. د روسیې د اوبتلونو شمېر بيا ۶۰ ته رسیږي. د ناټو د ټولو اوبتلونو څخه یې ۷۰ د امريکا، ۱۲ د ترکیې او ۷۲ د نورو اروپايي غړو هيوادونو سره دي.
انځور: Getty Images/AFP/M. Bager د روسیې او ناټو دفاعي بودجه هم د مقايسې وړ نه ده. د روسیې دفاعي بودجه يوازې ۶۶ ميليارده ډالره ده. دا په داسې حال کې ده چې د امريکا دفاعي بودجه ۵۸۸ ميليارده ډالرو ته رسيږي. د ناټو ائتلاف ټولیزه بودجه کابو ۸۷۶ ميليارده ډالر ده.
انځور: picture alliance/chromorange
د روسیې پر وړاندې طاقت
پخواني شوروي اتحاد په ۱۹۵۵م کال کې له ۷ نورو شرقي کمونیست اروپايي هیوادونو سره یوځای د وارسا په نوم یوه اتحاد په رامنځته کولو سره ناټو ته ځواب ورکړ.
خو د برلین دیوال تر ړنګیدو او په ۱۹۹۱م کال کې د شوروي اتحاد پاشل کیدو، تر سړې جګړې وروسته په اروپا کې یو بل نوي امنیتي نظم ته لاره هواره کړه. په دې توګه د وارسا تړون ډېر پخواني غړي چې د شوروي له بند او قید څخه آزاد شوي وو د لویدیځ دفاعي تړون ناټو غړي شول.
د ویسیګراد ګروپ غړو هنګري، پولنډ، او چک جمهوریت په ۱۹۹۹م کال کې په ناټو کې غړیتوب ترلاسه کړ. پنځه کاله وروسته یعنې په ۲۰۰۴م کال کې ناټو د ویلنیوس ګروپ په نوم بنسټ چې په هغې کې بلغاریا، ایستونیا، لاتویا، لیتوانیا، رومانیا او سلواکیه شامل دي په رسمیت و پيژنده. البانیا او کرواسیا په ۲۰۰۹م کال کې د دې تړون برخه وګرځیدل.
تر ټولو وروسته په ۲۰۱۷م کال کې مونټي نیګرو او په ۲۰۲۰م کال کې شمالي مقدونیا په ناټو سازمان کې شامل شول چې له دې سره د دغه تړون د غړو هیوادونو مجموعي شمیر ۳۰ ته ورسید. درې هیوادونه د «غړیتوب ته هیله مندو» هیوادونو په توګه درجه بندي شوي دي چې عبارت دي له بوسنیا هرزیګوینا، جورجیا او اوکراین.
د روسیې له پاره د ناټو په سازمان کې د پخواني شوروي اتحاد جمهوریت اوکراین د داخلیدو تصور سره کرښه ده. له همدې امله روسیې په وار وار ویلي دي چې اوکراین دې په دې اتحاد کې نه شاملوي.
بل لور ته ناټو د دغه سازمان د منشور د لسمې مادې پر اساس د اروپايي هیوادونو له پاره د پرانیستو دروازو پر تګلارې عمل کوي.
روب مودګي: ش.ن/ ن.ز