1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

پاکستان کې بریدونه، د طالبانو مشر فتوا او د سراج الحق هرکلی

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۲ مرداد ۲۰, جمعه

د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند مشر سراج الحق پاکستان کې د ترهګریزو برېدونو په اړه د طالبانو د مشر ملا هیبت الله اخوند «فتوا» ستایلی دی. په دغه فرمان کې څه دي؟

د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند مشر سراج الحق
د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند مشر سراج الحقانځور: Getty Images/AFP/R. Tabassum

د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند مشر سراج الحق پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې پاکستان کې د ترهګری پرضد د طالبانو د مشر مولوي هیبت الله اخوندزاده فتوا ستایلې ده.

هغه زیاته کړې : «افغانستان کې د امن لپاره اړینه ده چې پاکستان کې امن وي.»

د طالبانو د مشر فتوا

رپوټونه وايي، د طالبانو مشر ملاهبت الله اخوند یوه پاکستاني پلاوي ته ویلي، چې د پاکستان په ګډون له افغان خاورې بهر بریدونه بریدونه «حرام» دي.

د طالبانو د مشر دغه فرمان یا د سراج الحق په خبره «فتوا» په رسمي توګه طالب سرچینو نه دی خپور کړی، خو تردې وړاندې د طالبانود دفاع وزیر ویلي له افغانستانه بهر جګړه کول «جهاد» نه شي بللی.

اړوند مطالب:ملا يعقوب وايي له هېواده بهر جنګېدل جهاد نه دی

دا څرګندونې داسې مهال شوي، چې په دې وروستیو کې پاکستان کې د ټي ټي پي یا پاکستاني طالبانو برېدونه ډېر شوي، چې تر ټولو وروستی او خونړی پېښه یې باجوړ کې د جمعیت اسلامي د ګوند پر یوه غونډه برید دی. دغه برید د پاکستان د جمعیت اسلامي د ګوند مشر ملا فضل الرحمن غبرګون هم راپارولی ؤ او افغان طالبانو څخه یې غوښتي ول چې افغان خاوره کې د وسله والو پرضد ګام واخلي.
د سراج الحق په خبره سیمه کې کې د خلکو خوښي په دواړو هېوادونو کې په ټیکاؤ پورې تړلې ده.«د ښمنان نه غواړي چې دواړه هېوادونه نیږدې اړېکې ولري.»

دغه پاکستاني مذهبي مشر نه ده په ډاګه کړې چې افغانستان او پاکستان لپاره دغه دښمن څوک دی خو زیاتوي چې د کابل او اسلام آباد ترمنځ د ورورولی اړیکې د راتلونکو نسلونو د نیکمرغی او سیمه کې د سوداګریزې پراختیا سبب کېدای شي. د نوموړي په وینا له دا اړیکې نه یواځې د دواړو هېوادونو بلکې د ټولې منځنۍ اسیا په ګټه دي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل