د کرونا پانډمۍ په منځ کي د لوېديځي افریقا په هیوادونو کي د ایبولا بیرته خپرېدو سخت تشویشونه رامنځته کړي دي. لکه څنګه چي د ګینیا د عامي روغتيا وزارت اعلان کړی دی، د دغه هیواد په جنوب ختيځ کي تر پنځو کلونو وروسته بیا ۸ کسان په ایبولا اخته سوي او ۴ ترې مړه سوي دي.
دغه ټوله اته کسان د یوې جنازې د مراسمو پر مهال په هغه اخته او د اسهال، استفراق او خونریزۍ علایم یې درلودل. متوفی هم یوه نرسه وه، خو دا معلومه نه ده چي ایا هغه هم په ایبولا اخته وه او که څنګه.
د کانګو په دیموکراتیک جمهوریت کي هم په ایبولا د اخته کیدو ۳ پيښي ثبت سوي دي. کانګو دوه کاله دمخه اعلان کړی ؤ چي په هیواد کي یې ایبولا ختمه سوې ده. ایبولا هغه وخت د کانګو په ختيځو برخو کي خپره سوې وه او تر ۲۲۰۰ ډېر کسان ترې مړه سوي ول.
د روغتيا نړيوال سازمان (WHO) د یکشنبې په ماښام (د فبرورۍ ۱۴مه) په ګینیا کي د ایبولا د بیرته خپرېدو خبر ورکړی.
انځور: Al-hadji Kudra Maliro/AP Photo/picture alliance په لوېديځه افریقا کي ایبولا په تکرار سره بیرته خپره سوې
په لوېديځه افریقا کي د ایبولا نوو پيښو دا بیره رامنځته کړې ده چي بیرته به هغه په شدت سره خپره سي، لکه د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۶م کلونو ترمنځ چي یې له کبله تر ټولو ډیر په ګینیا، لیبریا او سیرالیون کي حداقل ۱۱۳۰۰ انسانان مړه سول.
ګینیا د روغتيا نړيوال سازمان او نورو بین المللي صحي ادارو څخه د ایبولا ضد یوه واکسن او یا یوې دوا په تهیه کولو کي مرسته غوښتې ده.
ایبولا داسي یو ویروس دی چي سړی ډیر ژر په اخته او ورڅخه مړ کیږي. دغه ويروس تر کرونا ويروس ډیر خطرناکه دی. د هغه مریضانو ته سخت اسهال او استفراق پیدا کیږي او د کرونا برعکس یوازي د اخته کس د بدن د مایعاتو سره د تماس له لاري انتقالیږي.
د ایبولا ساري ناروغۍ د خپریدو ویره
د جولای میاشتې په وروستیو کې د ایبولا ساري ناروغي د کانګو جمهوریت میلیوني ښار ګوما ته ورسیده. په دغه ګڼ میشته سیمه کې د دغه ناروغۍ د خپریدو خطر زیات دی. ګاونډي هیواد اوګانډا ته هم دغه ناروغي رسیدلې ده. انځور: picture alliance/dpa په میلیوني ښار کې د ناروغۍ لومړۍ پیښې د کانګو په میلیوني ښار ګوما کې د ایبولا د ساري ناورغۍ لومړیو پيښو خلک ناراحته کړي دي. په ګڼ مېشته سیمه کې د دغې وژونکي ناروغۍ، د ژر خپریدو احتمال ډیر دی. په ځانګړې توګه ښځې او ماشومان له خطر سره مخامخ دي.
انځور: Getty Images/AFP/J. Wessels ایبولا داسې ساري ناروغي ده چې ژر له یوه انسانه بل ته انتقالیدای شي. له دې کبله په روانډا کې چې د ګوما ښار ته څیرمه پروت دی، پکې د دغې وژونکي ناروغۍ د خپریدو په هکله ډیره اندیښنه شته. په همدې وجه د لنډ وخت له پاره پوله تړل شوې وه. خو اوګانډا ته دغه ویروس رسیدلی دی. د روانډا په ګاونډي هیواد کانګو جمهوریت کې په دغې ناروغۍ خلک اخته شوي دي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/Stringer روغتیا پال پولې ته ورځي څو د دغه ویروس د خپریدو مخه ونیسي او د ناروغانو پالنه وکړي. خو ترینګلی سیاسي وضعیت او وسله والو کړکیچونو د کانګو جمهوریت په ځینو سیمو کې د مرسته کوونکو له پاره مبارزه سخته کړې ده. خو د زیر بناوو خراب وضعیت او د ولس بې باورۍ کړکیچ لاپسې خراب کړی.
انځور: DW د ایبولا په ویروس د اخته کس لومړني علایم سخته تبه، سر دردي او د زکام د ناروغۍ پر مهال د بدن خوږیدل دي. د ناروغۍ په جریان کې داخلي خونریزي او د بدن د غړو کار پریښودل رامنځ ته کیږي چې په پایله کې یې ناروغ کس مړ کیږي. که چیرې یو کس په دغه ویروس اخته شي، د درملنې امکانات یې محدود دي. دا چې نور انسانان له دغې ناروغۍ وساتل شي، چارواکو له خلکو غوښتي چې اخته کسان پيښه رپوټ کړي، پټه یې باید نه کړي.
انځور: Getty Images/AFP/J. Wessels واکسین - یوازینی خوندیتوب له ۲۰۱۵م کال راهیسې یو واکسین شته چې د روغتیا د نړیوال سازمان د اټکلونو له مخې باید «کابو سل په سلو» اغیز ولري. خو د ولس د ستري برخي په منځ کې د دغه واکسین په هکله بې باوري شته او ځینې يې آن په دې باور دي چې دغه کار د حکومت تمثیل دی څو بسپنې تر لاسه کړي. پر دې سربیره د واکسین لیږ هم ستونزمن دی، ځکه چې د حرارت درجه په یوه ټاکلي حد کې وساتل شي.
انځور: Reuters/D. Sabiti سازمانونه او مرستندویان په بیړه کار کوي، څو په اصطلاح له ویروس څخه ګړندي وي. د هغوی وقایوي تدابیر له واکسین ورهاخوا دي. د ځانګړو حفاظتي کالیو او دستکشو سربیره د روغتیا پالو روزنه او پر دغه ناروغۍ د اخته کیدو د امکاناتو او د حفظ الصحې د سم تدابیرو په هکله پوهاوی مهم دی.
انځور: Reuters/O. Acland د مړو شوو کسانو په یادون د ګلانو ګلدستې. په ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵م کلونو کې په لویدیځه افریقا کې تر ۱۱۰۰۰ زیات کسان د ایبولو د وژونکي ویروس له لاسه مړه شول. په کانګو جمهوریت کې د لویدیځه افریقا وروسته دا تر ټولو خطرناکه وبا ده چې له ۲۰۱۸م کال راهیسې ۱۸۰۰ وژلي دي. وضعیت خطرناک دی: اوس د سیاستوالو، ډاکټرانو او پوهانو له خوا د ګړندیو اقداماتو د تر سره کیدو اړتیا ده.
انځور: picture alliance/dpa