1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

که روسيه اټومي وسلې وکاروي څه به کيږي؟

۱۴۰۱ مهر ۳, یکشنبه

روسي ولسمشر ولاديمير پوتين د اوکراين جگړې په تناظر کي د اټومي وسلو د کارولو گواښ کړی دی. کارپوهان يې په هکله څه نظر لري او احتمالي غبرگون به څه وي؟

د روسيې کاليبر توغندی
د روسيې کاليبر توغندیانځور: Russian Defense Ministry's press service/AP/picture alliance

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين لږ وخت مخکي اخطار ورکړ چي که د روسيې سيميز امنيت ته خطر پېښ سي نو په اوکراين کي اټومي وسلې هم کارول کيدلای سي. پوتين وويل: »هغه څوک چي موږ ته د اتومي وسلو گواښونه کوي، هغوی بايد پوه واوسي چي د هوا استقامت بدلېدلای هم سي.« هغه وروسته په »دا صرف يو (د خبرو) گواښ نه دی« ويلو سره پر خپله مخکنۍ خبر ټينگار وکړ.
 

د پوتين د يادي وينا وروسته په لوېديځ کي بحثونه راپارېدلي دي چي په غبرگون کي بايد کومه او څه ډول تگلاره خپله کړل سي. دلته دا پوښتنه هم مطرح کيږي چي ايا ولاديمر پوتين به پېل وکړي که څنگه؟ د امريکا متحده ايالاتو په ۱۹۴۵ کال کې د جاپان پر ضد اټومي وسله وکاروله. د هغه راهيسي بيا په نړۍ کي اټومي وسله نه ده کارول سوې.
پوتين يو ځل بیا لوېديځ ته خبرداری ورکړ

خبري آژانس اسوشيېتد پريس له څو کارپوهانو سره پر دې موضوع خبري کړي دي چي د روسيې ممکنه اتومي گوذار کومه بڼه لرلای سي.

د دفاعي چارو کارپوهانو ويلي دي چي ماسکو ښايي د خپلو عسکرو د ملاتړ په مقصد په محاذ کي »ټيکټيکل« اتومي وسلې وکاروي. ياده اصطلاح نسبتا وړو اټومي وسلو ته کارول کيږي چي پکښي موجودي چاودېدونکي قوې اندازه يې د ۰،۳ او ۱۰۰ کلو ټنو پوري وي.

د عامو لويو اټومي وسلو په پرتله »ټيکټيکل« اتومي بمونه د جگړې په ډگر کي کم زيانونه اړوي. متحده ايالاتو چي په ۱۹۴۵ کال کې د جاپان پر هيروشيما کوم اټومي بم غورځولی ؤ، د هغه زور ۱۵ کلو ټنه ؤ. خو شوروي اتحاد په ۱۹۶۱عيسوي کال د ۵۸ مېگا ټنه بم تجربه کړېده چي دغه وړتيا اوس د روسيې سره سته ده.

په واشنگټن کي د CSIS په نوم د نړيوال امنيت پروگرام سره مربوط کارپوه مارک کينسين وايي چي روسيه ښايي ورته پر نژدې مورچلونو اتومي وسله کار نکړي. د هغه په وينا چي د ۳۲ کلومتر ساحې د گټلو لپاره د ۲۰ کوچني »ټيکټيکل«  بمونو ضرورت پيدا کيدلای سي چي پکښي خطر زیات وي. د دغه کارپوه په وينا البته که روسيه د اوبو پر سر او يا په کافي اندازه لوړه ارتفاع کي د اوکراين پر سر بم وچاودوي نو په پرتليزه توگه به يې ځاني تاوان کم وي خو يو اليکترونيکي مثبت چارج به رامنځته سي چي له کبله به يې د برېښنا په مرسته چلېدونکي آلات ناکاره سي. په دغه سره يو قوي پيغام لېږدول کيدلای سي.

د ايران د اتومي سازمان مشر: د اتوم بم جوړولو توان لرو

خو دا هم ممکنه ده چي پوتین د اوکراين پر کومي پوځي اډې يا د کيف په څېر لوی ښار باندي اتومي بم وکاروي چي په نتيجه کي به يې په لوړه اندازه انساني ژوندونونه ضايع سي. ممکنه په داسي يو بريد کي د اوکراين مشرتابه هم په نخښه کړل سي. په سپينه ماڼۍ کي د اتومي وسلو په تړاو د پاليسۍ کارپوه جو وولفسل د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د سپتامبر ۲۳مه) پر »سب سټېک« ليکلي دي چي په ياد شان ممکنه حالاتو کي ښايي د پوتين مقصد دا واوسي چي د هغه پر ضد د ناټو او نړيوال اتحاد کمزوره او سره تقسيم کړي.

لوېديځ دمگړی په دې هکله د ابهام سره مخامخ دی چي د روسيې د ممکنه اتومي اقدام جواب بايد څنگه ورکول سي. غرب دا هم نه غواړي چي په دې موضوع کي ځان کمزوره وښيي. خو له بل اړخه دا هم نه غواړي چي د اوکراين کړکېچ په نړيوال خونړي او اټومي جنگ واوړي.

سويلي کوريا وايي شمالي کوريا د توغنديو نوې آزموينې کړې

کارپوهان په دې آند دي چي د روسيې د ممکنه اټومي اقدام په غبرگون کي لوېديځ ښايي تر ټولو ښه انتخاب دا ولري چي يوازي د امريکا پر ځای په مشترکه توگه د ناټو په چوکاټ کي جواب ورکړي. د امریکا متحده ايالاتو په ناټو هيوادونو کي تقريبا خپل ۱۰۰ اتومي وسلې نصب کړي دي کومي چي د روسيې د پوځ پر ضد کارول کيدلای سي. د »اټلانټک کونسل« ځخه ميتيو کروگ وايي چي د امريکا ممکنه ګام مسکو ته د خپلو اقداماتو د خطراتو په هکله توجه کولو ته اړ باسلای سي. خو په وينا يې دا د روسيې له خوا خورا سخت او انتقامي جواب هم را پارولای او په دې توگه لويه تباهي رامنځته کيدلای سي.

يو بل خطر دا هم دی چي ښايي د ناټو يو شمير غړي د اتومي جوابي غبرگون مخالفت وکړي چي دا کار د ناټو اتحاد د کمزوره کېدو لامل کيدلای سي. د کارپوهانو په وينا دا ښايي ډېر مؤثره ثابت سي چي لوېديځ د روسيې د ممکنه اتومي اقدام په غبرگون کي دوديز پوځي او سفارتي جواب ووايي او اوکراين ته پر روسيه د بريد کولو لپاره اغېزمنې وسلې ورکړي.

ع س/ا.ا./ا.خ.ح.