امنيت شورا کې د آلمان ناکامي داخلي بحثونه پارولي
۱۴۰۵ خرداد ۱۴, پنجشنبه
د ملګرو ملتونو د ځواکمنې امنیت شورا د څوکۍ لپاره د آلمان د نوماندۍ له سختې ناکامۍ وروسته، په برلین کې د پایلو او مسؤلیتونو غوښتنې زیاتې شوې دي.
صدراعظم فریدریش مېرڅ او د بهرنیو چارو وزیر یوهان وادفول سمدستي ډاډ ورکړ چې آلمان به په ملګرو ملتونو کې خپل مسؤلیتونه د پخوا په څېر ترسره کوي.
خو د ائتلافي حکومتي شریک سوسيال دموکرات له لوري هم غږونه پورته شوي چې حکومت باید د نړیوال قانون د سرغړونو په اړه روښانه او جدي دریځ غوره کړي.
دا ناکامي د چا لپاره څه معنا لري؟
د صدراعظم مېرڅ د بهرني سياست لپاره
د صدراعظم فریدریش مېرڅ لپاره، چې د خپلې دندې له پیل راهیسې ځان د «بهرني سیاست صدراعظم» په توګه معرفي کوي، دا یوه درنه ناکامي بلل کېږي.
امکان شته چې د مسيحي دموکرات اتحاد مشر مېرڅ دا هیله لرله چې په امنیت شورا کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د چین له ولسمشر شي جین پینګ او د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په لوړه کچه بحثونه وکړي. مېرڅ د دې ډیپلوماټیکې ناکامۍ وروسته وویل چې د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې د آلمان مسؤلیتونه د ټاکنو له پایلې سره نه بدلېږي.
خو آلماني ډیپلوماتانو دا ناکامي د دې پایله هم بللې چې مېرڅ تر اوسه د ملګرو ملتونو په نړیواله صحنه کې ډېر فعال نه و. د بېلګې په توګه، ویل کېږي چې د تېر کال په سپټمبر کې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته دمېرڅ نه تګ د نړیوالو له خوا په دقت سره لیدل شوی و.
د بهرنیو چارو وزیر لپاره
یوهان وادفول باید دا نیوکه ومني چې د آلمان د پراخو سفارتي استازولیو او د ملګرو ملتونو د لوی تمویل کوونکي په توګه د خپل هېواد له نفوذه یې په کافي اندازه ګټه وانخیسته.
وادفول د ټاکنو له پایلو وروسته وویل چې د ناکامۍ په صورت کې یې د شخصي مسؤلیت په اړه فکر کړی و، خو وروسته یې دا فکرونه پرېښودل. هغه وویل: «زه په شخصي توګه ځان ملامت نه ګڼم.»
د مسيحي دموکرات ګوند دغه سیاستوال زیاته کړه چې د آلمان د ملګرو ملتونو د فعالیتونو ملاتړ ته به دوام ورکړي. خو هغه ومنله: «په برلین کې به زما د قانع کولو ځواک د دې پایلې له امله زیات نه شي.»
هغه زیاته کړه: «د حکومت د ټولو هغو کسانو د قانع کولو ځواک به هم زیات نه شي چې په نړیواله کچه فعال دي.» دا روښانه نه شوه چې ایا هغه په دې خبره کې صدراعظم هم یاداوه که نه.
د آلمان د حکومتي ائتلاف لپاره
دا ناکامي ښايي د ائتلاف دننه نوي اختلافات هم رامنځته کړي. د سوسيال دموکرات ګوند د پارلماني ډلې مرستیالې زیمتیه مولر غوښتنه وکړه چې حکومت باید په نړیوالو شخړو او د نړیوال قانون په دفاع کې روښانه دریځ ولري. هغې د فنکه رسنیو ورځپاڼو ته وویل: «زموږ ژمنتیا د نړیوال ثبات، د قانون پر بنسټ نړیوال نظم او نړیوال قانون لپاره باید لا روښانه او لا جدي شي.»
هغې زیاته کړه: «زما لپاره دا معنا لري چې حکومت باید د نړیوال قانون خلاف کړنې هماغسې ونوموي، پرته له دې چې عامل یې څوک وي.»
د سوسيال دموکرات د بهرني سیاست ویاند ادیس احمدوویچ دا پایله د آلمان د بهرني سیاست لپاره شاتګ وباله. هغه وویل: «څوک چې ځان د قانون پر بنسټ د نړیوال نظم ساتونکی بولي، باید د نړیوال قانون په اړه دوهګونی معیار ونه لري.»
منتقدان حکومت تورنوي چې د غزې د جګړې پر مهال یې له هغو هېوادونو سره یو ځای نه شو چې اسرائیل یې د نړیوال قانون په نقض تورناوه.
همدارنګه آلمان د ایران پر ضد د امریکا او اسرائیل بریدونه او هم د وینزویلا په اړه د امریکا اقدامات د نورو حکومتونو په څېر په ښکاره توګه د نړیوال قانون خلاف ونه بلل.
د امنیت شورا فلج حالت
وادفول غوښتل د امنیت شورا څو کلنه بنبست یو څه مات کړي. د هغه پلان دا و چې د شورا غیر دایمي غړو ته لا ډېر واک ورکړي. په دې توګه به د شورا دایمي او ځواکمنو غړو امریکا، روسیه، چین، فرانسه او بریتانیا ته لږ تر لږه یو متوازن دریځ رامنځته شوی وای.
د اپوزیسیون لپاره
په ځانګړي ډول د آلمان لپاره د بدیل ګوند AfD ښايي له دې ناکامۍ سیاسي ګټه واخلي. د دغه ګوند مشرې الیس وایدل پر ايکس پاڼه دا د صدراعظم لپاره «بله شرموونکې ناکامي» وبلله.
د شنو ګوند مشرې فرانڅیسکا برانتنر وویل چې دا پایله باید «د داسې بهرني سیاست د حساب ورکولو په توګه وپېژندل شي چې په نړیواله کچه یې اعتبار او باور له لاسه ورکړی.»
د چپ ګوند ګډ مشر یان فان آکن د آلماني تلويزيوني کانال اې آر ډي د «مایشبرګر» په خپرونه کې وویل: «دا هغه وخت پېښېږي کله چې نړیوال قانون تر پښو لاندې شي.»
د آلمان د راتلونکې نوماندۍ لپاره
آلمان عموماً هر اته کاله وروسته د امنیت شورا لپاره ځان نوماندوي. وادفول اشاره وکړه چې غواړي همدې دود ته دوام ورکړي. د راتلونکو کلونو لپاره لا له وړاندې ګڼ نوماندان موجود دي. د ۲۰۳۵ او ۲۰۳۶ دورې لپاره تر اوسه یوازې سویډن خپله نوماندي اعلان کړې ده.
په همدې حال کې د آلمان د هېسن په ايالت کې د نړیوالو چارو وزیر مانفرید پینڅ وړاندیز وکړ چې ښايي آلمان د ملګرو ملتونو مالي مرستې کمې کړي. هغه «بیلد» ورځپاڼې ته وویل: «په دې توګه د نړۍ له سترو اقتصادونو څخه یو هېواد د مهمو پرېکړو پر مهال د مېز تر شا حضور نه لري. سربېره پر دې، موږ د ملګرو ملتونو له سترو تمویل کوونکو څخه یو. که موږ هلته هغه نفوذ ونه لرو چې حق یې لرو، نو پوښتنه پیدا کېږي چې ولې باید لا هم دومره ډېرې پیسې ملګرو ملتونو ته ورکړو؟»