1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآلمان

د لوږې، قهر او عصبانيت تر منځ څه تړاو سته؟

۱۴۰۱ تیر ۲۰, دوشنبه

تحقيق کوونکو د لوږې، غوصې او عصباني کېدو تر منځ يوه اړيکه موندلې ده. د لوږي او منفي احساساتو تر منځ د تړاو په هکله د دغه تحقيق معلومات دلته لوستلای سئ:

Symbolbild Zusammenhang zwischen Hunger und Gefühlen von Wut und Reizbarkeit (Hangry-Sein)
له پخوا څخه اټکلونه کيږي چي لوږه او قهر به تړاو لريانځور: YAY Images/IMAGO

د چهارشنبې په ورځ د «پولز ون» په نوم مجلې د لوږې او منفي احساساتو تر منځ د تړاو په هکله تر سره سوي تحقيق په هکله يو راپور خپور کړ. دغه اړيکي ته تر مخه لا انسانان متوجه سوي ول او په انګرېزي کي ورته حتی يو ځانګړی لغت  «hangry»کارول کيږي. دا لغت د «hungry» يعني وږي او «angry» يعني په غوصه يا عصباني مرکب دی. د مجلې په ياد راپور کي راغلي دي چي تحقيق ښودلې ده چي په رښتيا هم د لوږې او منفي احساساتو تر منځ تړاو موجود دی. په دې توګه د «hangry» لغت د درست والي تصديق پکښي سوی دی.

په تحقيق کي څه شی رابرسېره سوی دی؟

د دغه تحقيق په ترڅ کي له منځنۍ اروپا سره تړاو لرونکو ۶۴ ګډون کوونکو د احساساتو څارنه وسوه. د دغه تحقيق په جريان کي ۲۱ ورځي د دغو ګډونوالو افرادو د احساساتو پنځه کېفيتونه وڅارل سول. دا د لوږې، غوصې يا قهر، ژر ژر عصباني کېدو، خوښۍ او جوش کېفيتونه ول. په تحقيق کي معلومه سوه چي د لوږي په حالت کي د خوشالۍ د حالت برعکس د غوصې او ژر ژر عصباني کېدو احساسات زيات سي.

د محققينو په وينا «دا پايلي د دې ثبوت وړاندي کوي چي په ورځني ژوند کي د لوږي سره منفي احساس تړلی وي.»

د لوږې او غوصې تر منځ اړيکه څه ده؟

دا چي د لوږې او ژر ژر عصباني کېدو ترمنځ اړيکه سته، د دې له پاره تحقيق ثبوتونه وړاندي کړي دي. خو دا چي په دقيقه توګه د دغه تعلق تر شا د انسان کوم هورمونونه او همږغي يې څنګه ده، په هکله يې لا نور تحقيق ته اړتيا سته. په دغه تحقيق کي دخيل يو محقق ويرن سوامي د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي چي «يو ممکنه وضاحت دا کيدلای سي چي په وينه کي د ګلوکوز يا بورې د کمښت له کبله د احساساتو د کنټرول کولو له پاره د دماغ وړتيا کمه سي.»

يو بل امکان دا کيدلای سي چي کله چي انسان وږی سي نو پر باندنيو عواملو باندي بېل غبرګون ښيي او ژر پرېشانه کيږي. د محققينو په آند «د دغې وضعې مسؤل دواړه عنصرونه هم کيدلای سي.» زياته سوې ده چي د لوږې پر وخت د قهر  د کيفيتونو  په رابرسېره کېدو کي رواني لاملونه هم رول لري.

خو يو شمير نور تحقيق کوونکي د لوږې او قهر تر منځ د اړيکي په هکله ډاډه نه دي. د آلمان د فولدا پوهنتون د غذايي او روغتيايي سايکالوژۍ کارپوه پروفيسور يوهان کرسټوف کلوټير د لوږي او قهرجن کېدو تر منځ د تړاو پر تحقيق خپله ناډاډمنتيا ښودلې ده. دغه کارپوه د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي چي کله چي د لوږي او قهرجن کېدو تر منځ د اړيکي موضوع مطرح کيږي نو «وجه او اثر» نسي سره بېلېدلای او پخپله لوږه د غوصې بڼه کيدلای سي.

آ./ا.ا./س.ر.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب