1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر افغان مهاجرو د ډزو په اړه د طالبانو د څېړنې نتایج څه دي؟

۱۴۰۳ آبان ۱۰, پنجشنبه

د ایران د سرحدي ساتونکو له لوري پر افغان مهاجرو د ډزو او د هغوی د وژل کيدو او ټپي کيدو د خبر تر نشريدو وروسته، د طالبانو ادارې افغانستان ته د دوو جسدونو او ۳۴ ټپيانو انتقال تائيد کړی دی.

د ایران او افغانستان ترمنځ د اسلام کلا پاټک
د «حال وش» په نوم يوې خبري انترنټ پاڼې کابو دوې اونۍ تر مخه د ایراني پوله ساتو ځواکونو په ډزو د کلګان سراوان په سرحدي سيمه کې د په لسونو افغانانو د وژل کیدو خبر ورکړی وو.انځور: Mohsen Karimi/AFP

د طالبانو د ادارې له لوري ټاکل شوي پلاوي تائيد کړې ده چې کابو دوې اونۍ تر مخه افغان مهاجر د ایران په سرحدي سيمه کلګان کې د «چاودنې او فايرونو» هدف ګرځيدلي دي.

د «حال وش» په نوم يوې خبري انترنټ پاڼې چې د ایران د سيستان او بلوچستان ولایت خبرونه خپروي، کابو دوې اونۍ تر مخه د ایراني پوله ساتو ځواکونو په ډزو د کلګان سراوان په سرحدي سيمه کې د په لسونو افغانانو د وژل کیدو خبر ورکړی وو.

دې رسنۍ د قربانیانو او ژوندي پاتو شويو ويديوګانې هم نشر کړی وې او د وژل شويو شمیر یې «۲۶۰» کسان ښوولی وو. د دې ویديوګانو اصليت تر اوسه تائید شوی نه دی.

ژوندو پاتو شويو کسانو په دې ويديوګانو کې ويلي دي چې د «کابو ۳۰۰ کسانو» پر ډله فاېرونه وشول چې «يوازې لږ شمیر یې په تېښته بريالی شوي دي.»

د طالبانو د ادارې د وياند مرستيال حمدالله فطرت، د ايکس شبکې له لارې يوه اعلاميه خپره کړې او ويلي یې دي: «تر اوسه په لاس راوړل شويو شواهدو پر اساس د ایران د خاورې په کلګان دره کې زموږ پر يو شمیر وطنوالو بريد او چاودنې شوي دي چې د دې دردونکې پېښې دوه شهیدان او ۳۴ ټپيان د پلاوي له خوا انتقال شوي دي.»

په دې اعلاميه کې زياته شوې ده: «د هغوی يو شمیر یې اوس هم په ایران او پاکستان کې دي چې پلاوی یې د موندلو او انتقال په چارو بوخت دی.»

له ایران څخه د اخراج شویو افغان مهاجرو دردونکې کیسې

03:06

This browser does not support the video element.

فطرت په دې اعلاميه کې وويل چې دا پلاوی د طالبانو د رئيس الوزرا ملا حسن اخوند، په فرمان د کورنيو چارو د امنيتي معين ملا محمد ابراهيم صدر، په مشرتوب جوړ شوی دی چې د دفاع، بهرنيو چارو، سرحداتو او د اسخباراتو د عمومي رياست استازي پکې ګډون لري.

څېړنې لا بشپړې شوي نه دي

د طالبانو د ادارې دې وياند وويل چې «تر اوسه د پېښې ټولې څېړنې بشپړې شوي نه دي او د دې کمېټې کار لا جريان لري.» ويل شوي دي چې په دې اړه به نور جزيات وروسته خپاره شي.

طالبان پر افغان مهاجرو باندې د ایران د ځواکونو له لوري د ډزو قضيه په داسې حال کې تائيدوي چې په افغانستان کې د ایران سفير او ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي، دا پېښه په بشپړه توګه رد کړې وه.

د دې پېښې خبر په ټوله نړۍ کې غبرګونونه راپارولي ول. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندويه پلاوي «يوناما» په خپله اعلاميه کې ويلي ول: «يوناما د کلګان په سرحدي سيمه کې د دې پېښې په تړاو د نشر شويو رپوټونو په اړه ډېره اندېښمنه ده.»

هم يوناما او هم د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي استازي ريچارد بينت، په دې اړه د «بې پرې څېړنو غوښتنه» کړې وه.

خو د افغانستان د ولسي جرګې پخوانې غړې بلقيس روشن، د دویچه په پخلاينه خبرونه کې ویلي ول چې طالبان په دې اړه د خپلواکو څېړنو د ترسره کولو توان نه لري: «مهمه نه ده چې څو کسان مړه شوي دي، حتی د يوه کس ژوند هم مهم دی. خو طالبان چې خپله د ايران کوډاګیان دي، هیڅ وخت به حقيقت نشر نه کړي.»

د بخښنې نړيوال سازمان هم ويلي دي چې دا کومه نوې پېښه نه ده او تر دې دمخه هم د ایران پوله ساتونکي ځواک پر افغان کډوالو چې د طالبانو له تاوتريخوالي تښتېدلي ول، فاېرونه کړي ول.

ب. ص/ ن. ز (دويچه ویله دري)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل