په پاکستان کې د افغان کډوالو پر ضد د پاکستاني پولیسو تر عملیاتو را وروسته هلته مېشت افغان زده کوونکي هم وايي، له ګڼو ستونزو سره ځکه مخ دي، چې د کارتونو وخت یې پای ته رسېدلی او د وېزو اخستلو توان نه لري. دغه افغان زده کوونکي غوښته کوي، چې د پاکستان حکومت دې ورته تر پنځو کلونو وخت ورکړي. د دویچه ویله خبریال خدای نور ناصر یې په اړه له پېښوره دا رپوټ رالېږلی دی.