روسیې دويچه ویله د «نامطلوب سازمان» په توګه نومولې
۱۴۰۴ آذر ۲۴, دوشنبه
د آلمان بهرنۍ نشراتي اداره دويچه ویله (DW) په روسیه کې د «نامطلوبه سازمان» په توګه درجه بندي شوې ده.
د دې پريکړې اساس څه دی؟
روسي ادارې له ۲۰۱۵م کا راهېسې کولی شي چې سازمانونه د «نامطلوب» په توګه درجه بندي کړي. د دې اساس يو قانون دی چې اجازه ورکوي چې هره غير سوداګریزه موسسه چې د بهرنیو هېوادونو سره تړاو ولري يا د کوم بل هېواد له لوري تمويلیږي، هغه وخت تړل کیدلی شي چې د روسیې د اساسي قانون پر بنسټ ولاړ نظم ته خطر متوجې کوي.
په عمل کې دا قانون په تېره بيا د بهرنیو غير دولتي سازمانونو د کمروزي کولو او له دغه هېواد څخه د شړلو له پاره کارول کيږي. له دې قانون څخه په اغیزمنو شويو کې د بشري حقونو د څار سازمان د مسکو دفترونه، ايمسنتي انترنیشنل او نور سازمانونه شامل دي.
اړونده موضوع: مسکو په روسیه کې د بشري حقونو د څار سازمان پر فعالیت بندیز لګولی
د ۲۰۲۴م کال په جولای میاشت کې د روسیې پارلمان نور قانوني اصلاحات هم تصويب کړل. له هغه وخت راهېسې هر هغه سازمان «نامطلوب» نومول کیدلی شي چې بنسټ ګر او يا برخه وال یې بهرنۍ حکومتي ادارې وي.
په دې توګه د دې قانون د اطلاق ساحه ډېره پراخه کړل شوې چې په نتيجه کې یې يو شمیر نړيوالې رسنۍ، څيړنيزې او مدني ټولنې په دغه نوملړ کې شاملې شوي دي.
دويچه ویله د آلمان د فدرالي بودجې په مرسته تمويليږي خو په ژروناليستکي توګه خپلواکه ده او کوم حکومتي سازمان نه دی. خو دا رسنۍ اوس د هغو تر ۲۸۰ ډېرو سازمانونو په فهرست کې شامله ده چې په روسيه کې «نامطلوب» ګڼل کيږي.
آیا سړی بې له کومه خطره د دويچه ويله د محتوا لوستلو او ليدلو ته دوام ورکولی شي؟
په روسیه کې د هغو کسانو له پاره چې غواړي دويچه ویله وکاروي، هغه وخت حقوقي ستونزي پيليږي کله چې چارواکي د يوه کس چلند «په يوه غير مطلوب سازمان کې د ونډه اخيستو او يا برخه اخیستو» په توګه درجه بندي کړي. دا خبره ايوان پاولوف، کوي. نوموړی په تبعيد کې په خټه روسی وکیل دی او د « Pjerwy Otdjel» په نوم د حقوقي ډلې بنسټ ايښوونکی دی.
هغه دويچه ویله ته وويل چې په دې کې د مثال په توګه په ټولنیزو رسنیو کې د ويډيوګانو او متونو شريکول شامليږي.
پاولوف، همدا راز وویل چې په يوه عمومي چټ کې يا پر يوه ويبپاڼه باندې د يوه «نامطلوب سازمان» يوازې نوم ذکر کول هم په نظري توګه د حقوقي تعقيب سبب ګرځيدلی شي.
څوک چې د دې ډول سازمانونو په فعاليت کې په ونډه اخيستو تورن شي، بايد د ۵۰۰۰ او ۱۵۰۰۰ روبل [له ۵۳ تر ۱۶۰ يورو] ترمنځ نغدي جريمه ورکړي.
دا د ټولنیزو رسنيو د محتوا له پاره په څه معنا ده؟
تر کومه چې د ټولنیزو رسنيو خبره ده نو تر اوسه هیڅ عملي پېښې نه دي ليدل شوي چې څوک دې يوازې د «لايک» يا خوښوولو له وجې له حقوقي تعقيب سره مخامخ شوي وي.
پاولوف، وايي «خو که چېرې سیاسي اراده وي نو ښايي داسې څه هم رامنځته شي.»
نوموړی وايي چې د «نامطلوب» په توګه د درجه بندي شويو رسنیو د ټولنیزو رسنيو پاڼې کتل او يا یې محتوا تعقيبول چې له نورو سره شريک نه شي، تر اوسه د ده د اټکل پر اساس په مقایسوي توګه لا خوندي کار دی.
اړونده موضوع: روسیې د دویچه ویله پر فعالیت بندیز وضع کړ
پر يوټیوب د ويډیوګانې په اړه نوموړی وايي چې «د ليدو اجازه یې شته خو د شريکولو نه.»
سړی څرنګه د دويچه ویله محتوا ته لاس رسی موندلی شي؟
يو شمیر امکانات شته چې په مرسته یې سړی په روسيه کې په مقایسوي ډول په خوندي توګه د منع شويو سازمانونو محتوا ته لاس رسی ومومي.
په دې کې په ځيرک تلیفون کې د دویچه ویله د اپلېکشن او يا DW Access له وړاندیزونو څخه استفاده شامله ده. په دې موخه د مجازي شخصي شبکو، وي پي ان توصيه کيږي چې سړی یې پر مټ خپل اصلي ځای پټولی شي.