د ایران او امريکا ترمنځ د ۱۴ ماده يي تفاهم اصلي ټکي
۱۴۰۵ خرداد ۲۸, پنجشنبه
د امريکا متحده ایالاتو او ایران ترمنځ د جګړې ختمولو د ۱۴ماده اي هوکړې متن د يوه لوړپوړي امريکايي چارواکی له لوري خبريالانو ته ولوستل شو.
د دې هوکړې پر اساس د لبنان په ګډون په ټولو جبهو کې پوځي عمليات د ۶۰ ورځو له پاره «په چټکه او دايمي توګه» دریږي.
او ښکيل اړخونه همدا راز دا ژمنه کوي چې «د يو او بل حاکميت او ځمکنې بشپړتيیا ته درناوي ولري او د يو او بل په داخلي چارو کې له مداخلې ډډه وکړي.»
اړونده موضوع: ترمپ او پزشکيان د امريکا او ایران هوکړه لاسليک کړه
د هرمز تنګی چې تړل شوی وو، په تدريجي ډول به پرانيستل شي.
د تفاهم په دې يادښت کې راغلي دي چې ایران به «خپله حداکثر هڅه وکړي څو داسې ترتيباب ونیسي» چې د ۶۰ ورځو له پاره له هرمز تنګي څخه د کښتيو په خوندي توګه تیرېدل او د حق العبور نه اخيستل تضمين کړي.
په دې سند کې راغلي دي چې د کښتيو تګ راتګ د «تخنيکي او نظامي ځندونو» د له منځه وړلو او ماین پاکۍ د عملياتو په ترسره کولو سره په «سملاسي توګه» له سره پيليږي.
د اوبو د دې حياتي لارې تړل کيدو د نړۍ اقتصاد ته سخته ضربه رسولې ده.
د ایران د اتومي پروګرام مسئله
د دې هوکړې اتمه ماده د ایران اتومي پروګرام او د اتومي وسلو د جوړولو هر ډول موخو ته ځانګړې شوې ده.
د تفاهم په يادښت کې راغلي دي: «د ایران اسلامي جمهوريت ټينګار کوي چې اتومي وسلې به نه جوړوي نه به هم پراختيا ورکوي.»
د هوکړې ۱۴ مهمو مادو ته يوه کتنه:
د دې توافق مهم ټکي په دې ډول دي:
۱. متحده ایالات، ایران او متحدين یې «د لبنان په ګډون په ټولو جبهو کې په فوري توګه د نظامي عملياتو پای» اعلانوي.
۲. دواړه اړخونه «د يو او بل حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا ته درناوي کوي.»
۳. دواړه اړخونه ژمنه کوي چې په حداکثر د ۶۰ ورځو په موده کې چې د دواړو اړخونو د متقابل توافق له مخې د غځيدو وړ ده، يوه وروستي تړون ته ورسيږي.
۴. امريکا به سملاسي د هرمز تنګي د کلابندۍ په ختمولو پیل کوي او د ۳۰ ورځو کې په موده به یې په بشپړه توګه پای ته رسوي. د کښتيو د تیرېدو کچه به د جګړې تر مخه حالت ته ستنیږي.
۵. ایران د ۶۰ ورځو مودې له پاره د تجارتي کښتيو په خوندي او د حق العبور د اخیستو پرته تېريدل تضمينوي.
۶. امريکا او شريکان به یې د ایران د بیارغونې او پرمختيا له پاره د لږ تر لږه ۳۰۰ ميليارډو ډالرو په ارزښت يوه برنامه جوړوي.
۷. امريکا ژمنه کوي پر ایران لګيدلي هر ډول بندیزونه به له منځه وړي.
۸. ایران ټينګار کوي چې اتومي وسلې به نه جوړوي او نه به هم پراختيا ورکوي. ایران به لوړ غني شوي يورانيم د اتومي انرژۍ د نړيوال سازمان تر نظارت لاندې په ټيټ غني شويو يورانيمو بدلوي. )خو په دې اړه وضاحت نه شته چې ایران پر دې مکلف دی چې غني شوي یورانیم ورسپاري او که له هیواده د باندې به یې انتقالوي.)
۹. وروستي تړون ته تر رسېدو پورې به دواړه اړخونه د ایران د اتومي پروګرام په اړه اوسنی وضعيت پر ځای وساتي او امريکا به نوي بندیزونه نه وضع کوي.
۱۰. د امريکا د مالیې وزارت به د ایران د نفتو صادراتو، پيتروشيمي د توليداتو او مشتقاتو او همدا راز د اړونده بانکي خدماتو، بیمې او حمل و نقل له پاره معافيتونه اعلانوي.
۱۱. امريکا به ایران ته خپلو محدود شويو او يا هم تړل شويو شتمنيو ته بشپړ لاس رسی ورکوي.
۱۲. ایران او امريکا به د تفاهم د يادښت د عملي کولو او د راتلونکي نهايي تړون د نظارت له پاره يو اجرايوي ميکانیزم رامنځته کوي.
۱۳. تر لاسليک کيدو او د يادښت د لومړي، څلورم، پنځم، لسم او یولسم بند د عملي کیدو په شرط او د دې اقداماتو د عملي کيدو په دوام به متحده ایالات او ایران د وروستي تړون اړونده خبرې اترې چې پر نورو مادو به راڅرخي، پيلوي.
۱۴. وروستی توافق د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د يوه الزامي پريکړه ليک له لارې بايد تائيد شي.