د پاکستان پولیسو د شنبې (د مارچ میاشتې ۸ نیټه) په ورځ وویل چې د یوه واتس آپ ګروپ اډمن یا مشر مشتاق احمد په پيښور کې وژل شوی دی. د خیبرپښتونخوا ایالت چې له افغانستان سره ګډه پوله لري، د فرقه اي تاوتریخوالي خونړۍ سابقه لري.
د پولیسو د اسنادو له مخې چې د یوه سیمه ایز پولیس افسر له خوا د فرانسې خبري آژانس ته وړاندې شوی، په قتل تورن کس اشفاق نومیږي.
د مشتاق ورور ویلي چې هغه (مقتول) اشفاق له مشاجرې وروسته له واتس آپ ګروپ څخه حذف کړی و. نوموړي وویل چې دواړو لورو د روغې جوړې له پاره یو ملاقات پلان کړی و، خو ادعا کوي چې اشفاق له وسلې سره راغلی او ډزې یې وکړې او ورور یې ورته وواژه.
په قتل تورن کس اشفاق په خپل ابتدایي بیان کې ویلي دي چې له واتس آپ ګروپ څخه د خپل نوم لیري کیدو له کبله غوسه شوی و.
وسلو ته لاس رسی، د قبیلوي دودونو نفوذ او کله ناکله د قانون په عملي کیدو کې ضعف، په پاکستان کې د دا ډول پيښو په زیاتوالې کې نقش لري.
د پاکستان په دره آدم خيل کې د اروپایې، امریکایې او روسي وسلو نقل په داسې مهارت سره جوړیږي چې پیژندل یې حتی د ډیرو له پاره ستونزمن وي. دا چې د دې وسلو بیه د اصل په مقابل کې ډيره ټيټه وي، نو ډیر پیریدونکي او مينه وال لري.
انځور: DW/F. Khanد وسلو جوړولو یو تجربه لرونکی کارګر د خپلو شاګردانو او ډیرو ابتدایې سامان الاتو په مرسته د لاس په وسیله وسلې جوړوي. سیمه ایز خلک له تجربه لرونکو استاذانو څخه د وسلو د جوړولو هنر زده کوي.
انځور: DW/F. Khanدلته د چينایې ساخت توفنچې له ډیر مهارت او صفایې سره د لاس په وسیله جوړیږي. دا توفنجې په ټول پاکستان کې ډیرې مشهورې دي.
انځور: DW/F. Khanد بی روزګارۍ د زیاتوالي له امله ډیر تحصيل یافته ځوانان هم د خپلو پلرونو او نیکو په دې کسب(وسلو جوړولو) کې مصروفه دي. د دغو سیمو خلک د حکومت له بی توجهې څخه سرټکوي.
انځور: DW/F. Khanد دره آدم خيل د ځنو کارګرانو کار او هنر په ټول پاکستان کې مشهور دی او د دغه هیواد له مختلفو برخو څخه د لاس په وسیله د جوړو شویو وسلو فرمائشونه ترلاسه کوي.
انځور: DW/F. Khanپه دره آدم خیل کې د وسلو جوړولو کومه نوې ټکنالوژی یا ماشينونه شتون نه لري. دلته د وسلو جوړولو په برخه کې له ډیرو پخوانیو ماشينونو او ابزارو څخه کار اخیستل کیږي.
انځور: DW/F. Khanپه یو شمیر ګاونډیو هیوادونو کې داسې لیوالتیا موجودونه ده چې په دره آدم خيل کې جوړیدونکي وسلې د «ښکار او نورو مقاصدو» له پاره خريداري کړي، خو د قانوني ستونزو له امله دا کار نه شي کولی.
انځور: DW/F. Khanد «سرحد چیمبر آف کامرس اینډ انډسټري» په نامه ادره په دره آدم خيل کې د جوړیدونکو وسلو نندارتون جوړوي، تر څو د «ښکار او نخښه وشتلو په موخه» دغو وسلو ته د نړیوال بازار پام را واړوي.
انځور: DW/F. Khanد ټوپک او توفنچو تر څنګ په دره آدم خيل کې کارتوس یا مرمۍ هم ترلاسه کیدای شي. ډیري دغه کارتوس هم په سیمه ایزه کچه جوړیږي.
انځور: DW/F. Khanپه دغو مارکيټونو کې د توفنچو سربیره اوتوماتیکې وسلې یا ماشيندارې هم جوړیږي. سیمه ایز کارګر ادعا کوي چې په دره ادم خيل کې جوړیدونکي اتوماتیکي وسلې د هر یوه بهرني هیواد له وسلو سره سیالي کولی شي.
انځور: DW/F. Khan د وسلو تر څنګ په دغو مارکيټونو او کارخانو کې د وسلو د ساتنې له پاره له چرم «څرمنې» څخه جوړ شوي پوښونه هم ترلاسه کیږي. د دې صنعت په برخه کې هم په سلګونو کسان مصروفه دي.
انځور: DW/F. Khanپه دره آدم خیل کې پر جوړیدونکو وسلو په واضح ډول د «مډ اِن چاینا» یا چين ساخت لیکل شوي وي.
انځور: DW/F. Khan