1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بايدن سره «لومړي سپيانو» هم بېرته سپینې ماڼۍ ته لاره ومونده

۱۳۹۹ آبان ۱۸, یکشنبه

د جو بايدن تر انتخاباتي بريا وروسته سپينې ماڼۍ ته د جنوري په ۲۰مه نوي اوسېدونکي کډه کوي.‌ له هغوی سره د څلورو کلونو راهيسې په لومړي ځل دوه سپيان هم دي چې چېمپ او ميجر نوميږي.

USA Joe Biden Hund Champ
انځور: Win McNamee/Getty Images

نوی ټاکل شوی ولسمشر جو بايدن غواړي چې د خپلو څرګندونو په حواله مهم ارزښتونه لکه خواخوږي، د مسئوليت منل او نړيوال احترام بېرته په لاس راوړي،‌ خو د دې تر څنګ دی بېرته سپينې ماڼۍ ته سپيان هم راولي. دغه دموکرات سياستوال دوه د شپنو سپي لري چې يو ورڅخه د خلکو د ژغورنې له پاره روزل شوی سپی هم دی. چېمپ د ۲۰۰۸ کال راهيسې د بايدن او د هغه د مېرمنې جيل سره اوسيږي. په سپينه ماڼۍ کې سپيان ډېره اوږده سابقه لري چې «فيرست دوګس» يا «لومړي سپي» هم بلل کيږي. ولسمشر بارک اوباما د بو په نوم يو پرتګالی سپی لاره، جورج ډبل يو بوش د سکاټلند تېرير ډوله بارني نومی سپی درلود او بيل کلينټن يو تور رنګه سپی ساته چې بادي نوميږي.

د «لومړي سپيانو» بيا راتګ

ورپسې دونالد ترمپ راغی چې د نظافت ډېر کلک پلوی پلل کيږي. هغه د يوې لسيزې راهيسې لومړنی امریکايي‌ ولسمشر دی چې هيڅ سپی نه لري.‌ ترمپ په ۲۰۱۹ کال کې د تکزاس په سانتا فې کې ويلي وو چې «دا به څنګه ښکاره شي چې زه له يوه سپي سره د سپينې ماڼۍ د چمن د پاسه چکر ووهم» او ورسره يې د مخ عجيبه حرکات کول. د دغو څرکندونو ويډيو د هغه حريف بايدن د انتخاباتي مبارزې د يوه اعلان له پاره هم کارولې ده. بايدن د تېرې يکشنبې په ورځ‌ په يوه تويت کې ليکلي‌ وو چې «راځئ چې سپيان بېرته سپينې ماڼۍ ته سره بوځو.»

د بايدن د نوماندۍ په ملاتړ يو څه وخت مخکې د « جو له پاره د سپيانو پلويان» په نوم يوه ډله هم رامنځ ته شوې ده. د هغوی په خبره «علمي تحقيقات ښيي چې سپي موږ تاسو ته د همدردۍ، رفاقت، روغتيا او خوشحالۍ احساس راکوي.» له دې کبله يې توصيه دا وه چې خلک دې جو بايدن ته خپله رايه ورکړي.

AR/ie/ن ص/ق ن

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل