پر سپيني روسیې بندیزونه لا سخت سول
۱۴۰۰ خرداد ۴, سهشنبهد اروپايي ټولني د غړو هیوادونو دولتي او حکومتي مشرانو د سه شنبه په سهار ( ۲۰۲۱ کال د می ۲۵مه) د سپینې روسیې د حکومت له خوا د راین ایر د مسافر وړونکي الوتکي د اجباري راکښته کیدو په غبرگون، د دغه هیواد په وړاندي د شدیدو بندیزونو په هکله پریکړه وکړه.
د سپیني روسیې حکومت دغه الوتکه چي له آتن څخه یې د لیتوانیا پر لور الوتې وه، د بم د انتقالولو په پلمه د مِنسک په هوايي ډگر کي کښته کیدو ته مجبوره کړه.
د دغه کار هدف د لوکاشینکو د حکومت د منتقد، رامان پراتاسوویچ نیول وو. د اروپايي ټولني د غړو هیوادونو مشرانو اعلان کړی دی چي دغه ډول اقدام، اروپا «قاطع جواب ورکولو ته» مجبوروي.
په همدې اړه د اروپايي ټولني غړو هیوادونو د سپیني روسیې د حکومت پر وړاندي لاسخت تحریمونه تر لاس لاندي ونیول. یو له هغو څخه به داوي چي د اروپايي ټولني د ټولو غړو هیوادونو پر هوايي حریم به د سپیني روسیې د ټولو الوتکو پروازونه بند سي.
د اروپايي ټولني غړي هیوادونه به هم د سپیني روسیې پر هوايي حریم باندي له پرواز کولو څخه ډډه وکړي.
د اروپايي ټولني د شورا رئیس، شارل میشل د نوموړي اتحادیې د ناستي په پای کي وویل چي «موږ به اجازه ور نه کړو چي د بې گناه اتباعو د ژوند سره دي څوک لوبي وکړي».
د اروپا کمېسیون د مشري، اورزولا فون دیر لاین په خبره هم، هغه کسان چي په دغه «انسان تښتونه» کي لاس درلود هم د اروپايي ټولني له بندیزونو سره مخامخ کیږي.
فون دیر لاین زیاته کړه، ټول هغه شرکتونه به هم تحریم سي چي د لوکاشینکو د حکومت په «مالي تأمین» کي نقش لوبوي.
د امریکا ولسمشر جوبایدن هم ددغه اقدام د غندلو ترڅنگ اعلان وکړ چي له خپلو اروپايي متحدینو سره به په گډه د لوکاشینکو د حکومت پرضد اقدام وکړي. بایدن وویل چي د لوکاشینکو ددغه اقدام پر وړاندي یې د مناسب جواب ورکولو د ارزوني په اړه یو ټیم گومارلی دی.
GP/NZ/AG