1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياآسیا

ملاريا ضد واکسين ته اجازه ورکړل شوه

۱۴۰۰ مهر ۱۵, پنجشنبه

هر کال کابو۲۰۰ ميليونه انسانان په ملاريا اخته کيږي او۴۰۰ زره یې له کبله مړه کيږي چې زياتره یې ماشومان وي. د روغتيا نړيوال سازمان اوس په لومړي ځل په پراخه کچه د ملاريا ضد يوه واکسين د کارولو لارښوونه کړې ده.

Anopheles Mücke
انځور: dpa/picture alliance

په ژنيو کې د ملګرو ملتونو د روغتيا برخې چارواکو ويلي دي چې د «آر تي اس اس» په نوم واکسين دې په افريقا کې او نورو ملاريا ځپلو سيمو کې ماشومانو ته تطبيق شي. د روغتيا نړيوال سازمان مشر تيدروس غيبریوسس په دې اړه وويل: «دا يوه تاريخي شيبه ده.»

نوموړي زياته کړه چې د تر اوسه کار لاندې وقايوي تدابيرو سره سړی اوس کولی شي هر کال د زرونو ماشومانو ژوند وژغوري. هغه زياته کړه چې دا واکسين ډېر ډاډمن دی.

تشويقوونکي پايلې

د روغتيا نړيوال سازمان په دريو افريقايي هيوادونو کې تر آزمايښتي پروژو وروسته د دې واکسین د کارولو اجازه ورکړه. په ګانا، ملاوي او کينيا کې له ۲۰۱۹م کال راهيسې تر ۸۰۰ زرو زياتو ماشومانو ته د «آر تي اس اس» په نوم دا واکسين مواد ترزيق شوي ول.

غيبريوسس زياته کړه چې د دې پايلې دومره تشويقوونکې وې چې د روغتيا نړيوال سازمان یې د کارولو اجازه ورکړه.

زياته شوې چې د روغتيا نړيوال سازمان په سپارښتنه کارپوهانو د دې واکسین نتايج ارزولي ول. دا واکسین د درملو بريتانوي شرکت «ګلاسکو سميت کلاين» له «پات ملاريا واکسين» له نوښت سره په شريکه جوړ کړی دی.

د درملو آلمانی شرکت بيونتيک هم پر يوه ملاريا ضد واکسين کار کوي.

تيدروس غيبريوسس وويل چې د ماشومانو له پاره د ملاريا پر ضد واکسين چې ټوله نړۍ ورته سترګې په لاره وه، بالاخره اوس يو حقيقت دی. د سرچينو په حواله په افریقا کې هر کال څه نا څه ۲۶۰ زره هلکان او نجونې په دغه ميکروبي ناروغۍ مړه کيږي.

په ټوله نړۍ کې بیا هر کال تر ۴۰۰ زرو ډېر ماشومانو او لويان د دې ميکروبي ناروغۍ له کبله ژوند له لاسه ورکوي.

ملاريا ـ له کړاوه ډګه مرګوني ناروغي

ملاريا د پلازموديم پارازيت له خوا رامنځته کيږي او د ځانګړو غوماشو له لارې د انسان بدن ته ننوځي. په ملاريا اخته کسان زياتره وخت تبه، زړه بدوالی، د عضلاتو درد، ستړيا او سړه تبه لري.

له آسیایي سترو او نورو غوماشو څخه څنګه ځان وساتو؟

د سختيدو په صورت کې بيا سړی پر نورو سربيره ساه لنډي او د عضلو شخوالی پيدا کوي او په ځينو مواردو کې وينه هم جاري کيدلی شي. په دې ډول قضيو کې د نه درملنې په صورت کې انسانان مړه کيږي.

د پشه خانو کارول بايد ادامه ورلري

کابو شل کاله مخکې په ملاريا ځپلو سيمو کې د غوماشو د چيچلو څخه د ساتنې په موخه تدابير نور هم پراخ کړل شول. په دې ترڅ کې پر نورو سربیره د شپې د پشه خانو کارول ډېر شول. که پشه خانه د ښه کیفیت لرونکې وي نو دغه ماشي نه شې کولی له هغې تیر او خپل هدف ته ځان ورسوي. تر ټولو ډاډمني پشه خانې هغه دي چې په کیمیاوي موادو ککړې دي چې دا د ماشي عصبي سیستم اختلالوي او د ماشي د مړينې سبب ګرځي.

ب. ص/ ن. ز (dpa, epd, kann, afp)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل