1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيااروپا

چاپیریال ته د تمباکو د صنعت ویجاړونکي پایلې

۱۴۰۱ خرداد ۱۵, یکشنبه

د روغتیا نړیوال سازمان د یوه رپوټ په حواله د ځمکې پر مخ تر ټولو ډیر کثافت د تمباکو له مصنوعاتو څخه خپریږي او په هغه کې موجود په زرګونو کیمیاوي مواد چاپیریال ته ډیر زیان رسوي.

USA elektronische Zigaretten Symbolbild
انځور: picture-alliance/AP Photo/N. Y. Huh

دغه نړیوال سازمان د تیرې سه شنبې په ورځ د تنباکو د مخنیوي د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپل تازه راپور کې ویلي دي چې هر کال اته میلیونه انسانان د تمباکو څکولو په سبب رامنځته کیدونکو ناروغیو له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي. په رپوټ کې زیاته شوې ده چې د تمباکو مصنوعاتو د تیارولو او استفادې په پایله کې، نږدې ۶۰۰ میلیونه ونو، ۲۰۰ زره هکټاره ځمکې او ۲۲ میلیارده ټنه اوبه ضایع کیږي.

د تمباکو د استعمال یا تولید په پایله کې په نړیواله کچه د ګلخانه یي یا شین کوریزو ګازونو په تولید کې هم زیاتوالی رامنځته شوی دی. د تمباکو صنعت له امله هر کال ۸۴ میلیونه ټنه مضره کاربن ډای اکسایډ فضا ته افرازیږي.

د روغتیا نړیوال سازمان په رپوټ کې خبرداری ورکړل شوی دی چې «هر کال  په کومه اندازه کاربن ډای اکسایډ چې تجارتي هوایي شرکتونو یي تولیدوي، د هغې د پنځمې برخې په اندازه د تمباکو د صنعت له لارې تولیدیږي. په دې کې د تمباکو تولید، پروسیس او ترانسپورت شامل دي چې په نړیواله تودوخه کې د زیاتوالي سبب کیږي.»

د WHO د روغتیا د ارتقا څانګې مشر رودیجر کریچ، وایي چي هر کال د سیګریټو نږدې ۴،۵ تریلیونه فیلترونه چې د غیر قابل تجزیې پلاستیکو درلودونکي دي د سیندونو، سمندرونو او ساحلونو د ککړتیا سبب ګرځي.

کریچ زیاتوي چې د ځمکې پر مخ تر ټولو ډیره ګندګي د تمباکو له مصنوعاتو څخه خپریږي. په دې کې تر ۷۰۰۰ ډیر زهرجن کیمیاوي مواد شامل وي چې زمونږ چاپیریال ته ویجاړوونکی زیان اړوي.

هغه وویل چې د تمباکو د غورځول شوو مصنوعاتو د راټولو او پاک سازئ مصارف بالاخره د مالیه ورکوونکو له جیب څخه وځي. یوازې په آلمان کې د تمباکو محصولاتو د کثافاتو پاکولو له پاره هر کال ۲۰۰ میلیونه ډالره مصرفیږي. 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب