1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياد کانگو جمهوریت

افریقایي هیوادونو کې د ایم پاکس ويروس خپراوی ادامه لري

۱۴۰۳ مهر ۱۴, شنبه

په روان کال کې په ټوله نړۍ کې په ایم پاکس ويروس د نږدې ۶۶۰۰ تائید شویو مواردو څخه ۸۵ سلنه یي په کانګو هیواد کې تثبيت شوي. په افریقا وچه کې د دغې وبا له امله د ټولو ۳۲ مړینو څخه ۲۵ موارد یي یوازې په یوه هیواد کې ثبت شوي.

په کانګو دیموکراتیک جمهوریت کې د ایم پاکس پر ویروس د اخته یو ناروع لاس
د روان کال د سپټمبر تر ۲۲ نیټې پورې، یوازې په یوه اونۍ کې د ایم پاکس د شکمنو مواردو له ۷ سلنه زیاتیدو سره دغه شمیر ۳۱۵۰۰ ته ورسید.انځور: Brain WJ/BSIP/picture alliance

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د رپوټ پر بنسټ په افریقایي هیوادونو کې د ایم پاکس یا د بیزو تڼاکې ناروغي په پرله پسې ډول مخ پر ډیریدو ده. په رپوټ کې ویل شوي چې دغه وبا اوس په هغو هیوادونو کې هم خپره شوې ده کوم چې پخوا محفوظ ول.

د WHO په تازه رپوټ کې ویل شوي دي چې په لویدیځ افریقایي هیواد ګانا کې د لومړي ځل له پاره د ایم پاکس د ابتلا یو مورد ثبت شوی دی. خو وسطي افریقایي هیواد کانګو له دې پيښې ډیر زیات اغیزمن شوی دی.

په کانګو کې د ناروغیو د تشخیص کولو امکانات کم دي له همدې امله د نارغۍ د علایمو د ښکاره کیدو په صورت کې یوازې د ۳۷ سلنه کسانو ټیسټ یا لابراتواري معاېنه کیږي. په داسې یوه وضعیت کې چې د کومو کسانو معاېنه شوې ده په هغو کې ۵۵ سلنه مواردو کې د ایم پاکس یا بیزو تڼاکې ناروغي تائیده شوې ده.

ټول هیوادونه د شکمنو مواردو په هکله د روغتیا نړیوال سازمان ته راپور ورکوي، خو د ازموېنې د کافي امکاناتو د نه شتون له کبله شمیرې دقیقې نه وي چې له امله یې د وبا د شدت او د خپریدو سم اټکل کول ستونزمن کیږي.

د عامه پوهاوي د زیاتولو کمپاینونو له کبله په خلکو کې د ناروغۍ د علایمو په اړه انديښنه مخ پر زیاتیدو ده. له همدې امله ډیری خلک پر جلد یا پوټکي د نښو او دانو له ښکاره کیدو سره سم روغتونونو ته مخه کوي.

یو پر دریمه برخه د هغو کسانو چې له دې ویروس څخه ډیر اغیزمن کیږي، له پنځو کلونو کم عمر لرونکي ماشومان دي.انځور: Ruth Alonga/DW

د روان کال د سپټمبر تر ۲۲ نیټې پورې، یوازې په یوه اونۍ کې د ایم پاکس د شکمنو مواردو له ۷ سلنه زیاتیدو سره دغه شمیر ۳۱۵۰۰ ته ورسید.

د کانګو په ګاونډي هیواد برونډي کې هم د ایم پاکس پيښې مخ پر ډیریدو دي. په جولای کې د ایم پاکس په مواردو کې له زیاتوالي رامنځته کیدو وروسته په برونډي کې ۱۸۷۹ شکمن موارد ثبت شول چې د ۸۰ سلنه مواردو رپوټ یې بیا د اګست له ۱۲ نیټې وروسته ورکړل شوی و.

په برونډي کې د کانګو په پرتله ډیر ټیسټونه یا معاېنې کیږي. په دغه هیواد کې د نږدې ۹۳ شکمنو مواردو معاېنات او ارزونه کیږي.

هغه کسان چې شک کيږي په دغه ويروس به اخته وي، کله چې معاېنه کیږي په هغو کې نږدې ۴۰ سلنه مواردو کې ایم پاکس تائیدیږي. یو پر دریمه برخه د هغو کسانو چې له دې ویروس څخه ډیر اغیزمن کیږي، له پنځو کلونو څخه د کم عمر لرونکي ماشومان دي.

آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا

جنوبي افریقا: سيرامک د خلکو د ژوند شرائط ښه کوي؟

04:04

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب