1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياافغانستان

غير ساري او رواني ناروغۍ؛ په افغانستان کې «پټه اپيدمي»

محمد عارف فرهمند | شمس الرحمن ناصر
۱۴۰۴ شهریور ۳۱, دوشنبه

د روغتيا نړيوال سازمان په خپل رپوټ کې ويلي دي چې په افغانستان کې له ۴۰ سلنه ډیر مرګونه د غير ساري ناروغيو لکه د زړه، تنفس، سرطان او د شکرې له کبله دي او وړاندوېنه ده چې دغه مړینې به ډېرې شي.

آرشیف انځور:            د کابل په یوه روغتون کې یو داکتر مریض ماشوم ته نسخه لیکلي.
ويل کيږي چې يوازې د زړه او رګونو ناروغۍ هر کال په افغانستان کې د کابو ۴۰ زره کسانو ژوند اخلي.انځور: Ali Khara/REUTERS

د روغتيا نړيوال سازمان د يکشنې په ورځ د يوه رپوت په خپرولو سره غير ساري ناروغۍ او رواني اختلالات په افغانستان کې د يوې «پټې اپيدمۍ» په توګه ياد کړي دي.

دې سازمان ويلي دي چې په افغانستان کې د مړينې ۴۳ سلنه موارد د غير ساري ناروغيو لکه د زړه او تنفسي ناروغيو او همدا شان د ديابت يا شکرې او سرطان له کبله دي.

دې سازمان وړاندوينه کړې ده چې که وضعيت همداسې ادامه ولري نور امکان لري په ښځو کې دغه کچه  تر ۲۰۳۰م کال پورې ۶۰ سلنه لوړه شي. 

د روغتيا نړيوال سازمان ويلي دي چې د ناروغيو دې ډول زياتوالي د افغانستان روغتيايي سیسټمونه له فشار سره مخامخ کړي او په زرګونه کورنۍ اوږده موده درملنې ته انتظار باسي او ژوند ژغورونکو درملنو ته پر وخت لاس رسی، په ځانګړي توګه په لېرې پرتو سيمو کې، ډېر مشکل دی.

په افغانستان کې د روغتيا د نړيوال سازمان استازي ډاکتر ادوین سنیزا سلوادور، وويل: «په ټوله نړۍ کې په میليونو کسان هره ورځ د مزمنو ناروغيو او رواني روغتيا د ننګونو له فشارونو سره مخامخ دي چې دا پر هغو روغتيايي سيسټمونو چې لا دمخه ډېر کمزوري دي، ستر فشار واردوي.»

د روغتيا نړيوال سازمان که څه هم د دې ناروغيو له کبله د مړو مجموعي ارقام نه لري خو ويل کيږي چې يوازې د زړه او رګونو ناروغۍ هر کال په افغانستان کې د کابو ۴۰ زره کسانو ژوند اخلي.

د دې سازمان معلومات ښيي چې د افغانانو په منځ کې ښځې ډېرې د سرطان قرباني کيږي او د سينې يا تي او د «Cervical» يا رحم د خولې سرطان په دغه هېواد کې تر ټولو ډېر خپور دی.

د روغتيا د نړيوال سازمان موندنې ښيي چې د امکاناتو پر کمښت سربیره، يو بل مشکل دا دی چې په سرطان اخته کسان اکثره هغه وخت ډاکتر ته مراجعه کوي چې ناروغي یې ډېر پرمختللي وي او دريم او يا څلورم پړاو ته رسېدلي وي او درملنه په دې مرحلونو کې ډېره موثره نه وي.

په افغانانو د رواني ستونزو ډیریدل

د روغتیا نړیوال سازمان د رواني روغتیا اړوندو ستونزو څخه په افغانستان کې د یوې داسې اندیښنې په توګه یادونه کړې چې په بیړه زیاتیږي، خو له پامه غورځول شوې ده.

کلونو جګړو، تاوتریخوالي، ولږې، مهاجرت او پرله پسې بحرانونو پر افغانانو خپلې اغیزې پریښې دي او دا ډول اغیزې له پاکستان او ایران څخه په ستنیدونکو افغان مهاجرو کې هم لیدل شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان اټکل کړی دی چې په هرو پنځو کې یو افغان په رواني ستونزو اخته دی. نوموړي سازمان ویلي چې تیر کال له ایران او پاکستان څخه د بیرته ستانه شوو مهاجرو تر نیمایي ډیر یې د اضطراب، ژور خفګان او رواني اختلال په څیر ستونزو اخته ول.

نوموړي سازمان د روان کال په مارچ میاشت کې د طالبانو ادارې له خوا د ملي روغتیایي پالیسۍ څخه د یوه مهم اقدام په توګه یادونه کړې ده چې په هغې کې د غیر ساري او رواني روغتیا درملنې او مخنیوي ته لومړيتوب ورکړل شوی دی.

د طالبانو د ادارې روغتیا وزارت د روغتیا نړیوال سازمان شمیرې رد کړي دي. طلوع نیوز شبکې د دغه وزارت د ویاند شرافت زمان امیرخیل په نقل رپوټ ورکړی دی چې دغه ارقام «تخمیني» دي او معتبره نه دي.

د افغانستان پر روغتيايي سیسټم د بهرنيو مرستو د کمېدو اغیزې

31:26

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب