لکه څرنګه چې د نويو پېښو ډېر شمير په افريقا کې ثبت شوی دی، همدا ډول کابو ټولې مړېنې (۹۵سلنه) هم په افريقا کې راجستر شوي. د رپوټ په حواله د مړو درې پر څلورمه برخه یې هغه ماشومان ول چې لا پنځه کلن شوي نه ول.
په افريقايي هېوادونو کې اوس هم لا ډېر انسانان د دغه ميکروب د مخنيوي او همدا راز تشخيص او بيا د درملنې آسانتياوې نه لري.
د روغتيا نړيوال سازمان د رپوټ په حواله په ټوله کې د ملاريا له کبله د مړينې کچه که څه هم چې له ۲۰۱۵م کال څخه په هرو ۱۰۰ ککړو شويو کسانو کې له ۱۴،۹ څخه ۱۳،۷ ته راټيټه شوې ده، خو د ملګرو ملتونو هدف لا لېرې بريښي.
ملاريا لا هم د انسان ژوند ته لوی ګواښ دی
ملاريا په نړۍ کي يوه له تر ټولو خطرناکو عفوني ناروغيو څخه ده چي هرکال نژدې نيم مليون انسانان وژني. مخ په زياتېدونکې توګه د ملاريا ضد درملو مقاومت هم پر کمیدو کېدو دی.
انځور: picture-alliance/dpa
د يوې ماشې/غوماشې بريد
په دې کي هيڅ شک نسته چي د افريقا تر ټولو دغه خطرناک حيوان نژدې ۶ ملي متره د انوفېلېس غوماشه ده ځکه چي دغه ډول غوماشې د ملاريا د خپرېدو لامل دي. هر کال په دغه ناروغۍ نژدې نيم مليون انسانان خپل ژوند له لاسه ورکوي. په دغه ناروغۍ اخته کسانو تکرارېدونکي تبي، ساړه او دردونه کيږي. دغه ناروغي په زياته ماشومان ډېر ژر وژلای سي.
د ملاريا پرازيت و انسان ته ترداخلېدو وروسته څو ورځي د هغه په اينه کي تېروي او په دغه وخت کي انسان ناروغي نه احساسوي. خو کله چي دغه پرازيت په اينه کي د انګورو په شکل مېروڅويت باندي بدل سي نو د وينو سرو کرویاتو ته داخليږي او انسان ځان ناروغه احساسوي.
انځور: AP
په وينه کي د ملاريا پرازيت
د ملاريا پرازيت د انسان د وينو په سرو کرویاتو کي د خپل ځان د تکثير له پاره د يوې او درو ورځو وخت ته اړتيا لري. ترهغه وروسته د وينو سره کرویات تجزيه کوي او د ملاريا لا زيات او بالغه سوي پرازيتونه او د هغوی له مېتابوليزم څخه رامنځته سوي زهرناکه مواد آزاديږي. پايله يې سختي تکرارېدونکي تبي وي. تر ارغواني رنګولو وروسته تر مايکروسکوپ لاندي بيا په وينو کي د پرازيت د شتون تشخيص آسان وي.
انځور: picture-alliance/dpa/Klett GmbH
د استوايي کرښې په سيمو کي
ملاريا يوه استوايي او د ګرمو منطقو ناروغي ده. دغه ناروغي هلته رامنځ ته کيږي چي تودوښه او رطوبت زيات وي. يو شمېر کارپوهانو اندېښنه لرله چي په چاپريال کي د تغير سره ښايي ملاريا د نړۍ نورو سيمو ته هم سرايت وکړي. خو نوې څېړنې بلې پايلي ته رسېدلي دي. هغه دا چي مخ په زیاتېدونکې توګه د ملاريا د خپرېدو ساحه کمه سوې ده ځکه چي دلدلونه يا د ډم اوبو ځايونه مخ پروچیدو دي.
ژوند ژغورونکی جال/پشه خانه
د ملاريا ضد تر ټولو ګټور او مهم اقدام دا دی چي څوک له سره د غوماشي له چيچلو څخه ځان وساتي. په دې ترڅ کي کي د غوماشو شړونکي مواد، د غوماشو ضد کريم او طبعا د غوماشو مخ نيونکي پشه خانې زياته مرسته کوي. په يوه پشه خانه کي بيدېدل ښايي د ژوند ژغورنې سبب سي.
انځور: picture-alliance/dpa
غبرګ محافظت
کارپوهانو د غوماشو ضد ځانګړی جال جوړ کړی چي په وينا يې غبرګ محافظت کوي. د دغو جالونو په تارونو کي يې لومړی حشره ضد مواد کار کړي چي په تدريجي توګه حشره ضد دنده په غاړه اخلي او ټولې هغه غوماشي چي پر دغه جال کښېني وژني.
انځور: Bayer CropScience AG
د ملاريا ضد زهرجنه وسله
کله چي د ملاريا ګواښ ډېر زيات سي نو متاثرين ځان اړ احساسوي چي سخت اقدامات وکړي او د بېلګي په توګه په لوړه اندازه زهرجن مواد وکاروي، لکه د هند په ممبی کي. د ډي ډي ټي په نوم دغه زهرجن مواد د غوماشو ضد دي خو د چاپیريال او روغتيا له پاره هم ډېر خراب عواقب لري. دغه زهر ډېر وخت خپل اثر له لاسه نه ورکوي او په خوراکي ځنځير کي داخليږي.
انځور: picture-alliance/dpa
چټک تشخيص
د ملاريا د تشخيص چټک تيست د څو دقيقو په جريان کي معلوموي چي د ملاريا پرازيت په وينه کي موجود دی که نه. لکه په دغه انځور کي چي د بې پولو ډاکټرانو له خوا په مالي کي د يو هلک تيست کوي. د هغه تیست مثبت دی او له دې کبله ورته درمل ورکول کيږي او دوې ورځي وروسته بېرته رغيږي. خو د دغو چټک تيستونو نتايج هميشه د باور وړ نه وي.
انځور: picture-alliance/dpa
د وخت سره په سيالي کې
درمل د ناروغ په وينه کي د ملاريا پرازيت يا خو وژني او يا يې د لا ډېرېدو مخه نيسي. خو د وخت په تېرېدو سره دغه پرازيت د دغو درملو په وړاندي مقاومت پیدا کړی، يعني درمل ورباندي نور اثر نه کوي. د بېلګي په توګه د کلوروکوين په شان درمل په يو شمېر سيمو کي نور مؤثره نه دي. د دې تر څنګ جعلې او غيرمعياري دواوي چي پکښي د اصلي درمليزو موادو اندازه کمه وي د رزيستنت کېدو لامل کيږي. نوي درمل بايد جوړ کړل سي.
انځور: picture-alliance/dpa
د بیديدو پر بستر له ملاريا څخه ساتنه
د پخوا په ډول بیا هم د ملاريا څخه د ساتنې تر ټولو ښه «درمل» دا دي چي څوک ځان له غوماشو څخه وساتي. که غوماشه انسان ونه چيچلای سي نو ملاريا هم نه رامنځ ته کيږي.
انځور: Edlena Barros
انځورونه1 | 14
ملګرو ملتونو تر ۲۰۳۰م کال پورې د مړيني کچې په هرو ۱۰۰ زور قضيو کې ۱،۵ کسانو ته د راټيټولو هدف ټاکلی وو، خو تر اوسه لا هغه سرعت نه دی ترلاسه شوی.
د اوسنيو اټکلونو پر اساس د ۲۰۳۰م کال له پاره په هرو ۱۰۰ زرو ککړو شويو کسانو کې د مړينو شمير ۱۲،۸ ته پر راټيټولو حساب کیږي.
په رپوټ کې ویل شوي دي چې په ۲۰۲۳م کال کې د ملاريا ضد اقداماتو د تمويل له پاره ۸،۳ ميليارد امريکايي ډالرو ته اړتيا وه، خو نړيوالې ټولنې له دې څخه يوازې ۴ ميليارده یې برابر کړي ول.
د ملاريا د میلياردونو پېښو مخه نيول شوې
د روغتيا نړيوال سازمان بيا دا څه مثبت ارزوي چې د دې ناروغۍ د درملنې په برخه کې پرمختګ شوی دی. د دغه سازمان د اټکلونو پر اساس له ۲۰۰۰ م کال راهېسې د عامه پوهاوي، پشه خانو، او واکسيونو له لارې د ملاريا د څه نا څه ۲،۲ ميليارده پېښو مخه نيول شوې ده.
د روغتيا نړيوال سازمان په خپل رپوت کې همدا راز ويلي دي چې پر دې سربیره کابو ۱۲،۷ ميليونه کسان له مرګه ژغورل شوي دي. د رپوټ په حواله ۱۷ هیوادونو اوس په منظم ډول کوچنيانو ته د ملاريا ضد واکسين ورکوي. دا هم د سازمان د اټکلونو پر اساس هر کال په لسونو زره کسان له مرګه ژغوري.
اعلان
د استوايي سيمو تر ټولو عامه ناروغي
ملاريا اوس هم د نړۍ يوه تر ټولو عامه پرازيتي انتاني ناروغي ده چې د انافېلس مياشي له لارې انسانان ته سرايت کوي.
له يوې تر دوو اونیو په موده کې دغه د ناروغۍ عاملين دومره ډېريږي چې د ينې ککړې حجرې چوي او په دې توګه هغه بيرته وينې ته داخليږي. دلته بيا د وينې د سرو حجرو پر ضد پروسه دوام پيدا کوي.
دا ناروغي د شديدې تبې او بدن د درد باعث ګرځي او په درملو یې تداوي کیدلای شي. له درملنې پرته د مرګ باعث هم ګرځيدلی شي خو دا ناروغي له يوه انسان څخه بل ته نه انتقاليږي.
په کانګو کې د «ايکس ناروغۍ» او ملاريا ترمنځ اړيکه؟
د کانګو جمهوريت په وروسته پاتو سيمو کې خپره يوه مرموزه ناروغي چې تشخيص شوې نه ده او «ايکس ناروغي» بلل کیږي، هم د انفلونزا په څېر علايم لري، لکه تبه، سردردي، ټوخی او د وينې کمښت ورسره مل وي.
همدا وجه ده چې د روغتيا نړيوال سازمان په دې آند دی چې دا ناپيژندل شوې ناروغۍ به ښايي لا دمخه موجودو علتونو پورې اړه ولري.
علايمو ته په کتو سره یې علت د شديد سينه بغل، انفلونزا، کويد – ۱۹، شري او ملاريا په څير ناروغۍ ګڼل کيږي.
خو دا کيدای شي د بېلا بېلو ناروغيو يو ترکيب وي چې په هغه کې د میاشو له لارې خپريدونکې ناروغۍ لکه ډينګي تبه، چيکونګونيا او يا ملاريا شاملې دي.
د روغتيا نړيوال سازمان د ډسمبر پر ۸ رپوټ ورکړی وو: «ملاريا په سيمه کې يوه عامه ناروغي ده او ښايي د دغه (مرموزې) ناروغۍ علت وي او يا پکې يو ډول ونډه ولري.»