1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيانړیوال

«کرونا د نورو ساري ناروغيو پر وړاندې مبارزه ټکنی کړی»

۱۳۹۹ آبان ۱۷, شنبه

م.م وايي چې د کرونا وبا له امله رامنځته سوو مختلفو خنډونو، په ميليونونو ماشومانو د ګوزن او شري ناروغيو له خطر سره مخ کړي دي. افغانستان او پاکستان د نړۍ د هغو هیوادونو څخه ښودل شوې چې دغه ناروغۍ به ښايي په کې ډيرې شي.

Schweiz WHO  Coronavirus Covid-19
د روغتیا نړيوال سازمان مشر، آرشيفتدروس ادهانوم قبريسوسانځور: picture-alliance/dpa/S. di Nolfi

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (UNICEF) او د دغه سازمان د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د جمعې په ورځ (د نومبر ۶مه) د ګوزن او شري ناروغيو پر وړاندې مبارزې له پاره د ۶۵۵ ميليونه ډالرو عاجلې بوديجې غوښتنه وکړه.

له لندن څخه د رويټرز خبري آژانس د رپوټ په حواله، د ملګرو ملتونو یادو موسسو ويلي دي چې دغو پيسو ته په بېوزلو او متوسط عواید درولودونکو هيوادونو کې د ناروغيو د معافيت له پاره اړتيا ده.

د يونيسف ادارې اجرائيوي مشرې، هريتا فور (Henrietta Fore) په يوه اعلاميه کې ويلي دي: «موږ اجازه نه ورکوو چې د ېوې وژونکې ناروغۍ پر وړاندې مبارزې له پاره د ېوې بلې وژونکې ناروغۍ پر وړاندې مبارزه کې پاتې راشو.» ميرمن فور زياته کړه چې د ۶۵۵ ميليونه ډالرو څخه ۴۰۰ ميليونه يې د ګوزن او ۲۵۵ ميليونه يې د شري ناروغۍ له پاره اړتيا ده.

شرۍ د نړۍ يوه د پيژندل شوو ساري ناروغيو څخه ګڼل کيږي چې په وروستيو کلونو کې د نړۍ په مختلفو برخو کې خپره شوې او اوس يې هم خپريدا ادامه لري.

د روغتيا نړيوال سازمان ويلي دي چې د کرونا وبا له امله، په ۲۰۲۰م کال کې په اغيزمنو سیمو کې لا ډيرې سيمې د واکسين کولو له پوښښ څخه پاتې شوې دي. دغه سازمان ويلي دي چې راتلونکې اوونۍ به د شرۍ ناروغۍ له کبله د مړو ارقام خپاره کړي.

افریقا، پاکستان او افغانستان د نړۍ په سطحه د ګوزڼ او شري ناروغيو د خپريدو له بابته خطرناک هيوادونه ښودل شوي ديانځور: Kristin Palitza/dpa/picture alliance

که څه هم په نړۍ کې د ګوزن ناروغيو ګراف خپل تر ټولو نهايي حد ته راښکته شوی دی، خو اوس د دې انديښنه موجوده ده چې په افغانستان، پاکستان او افریقا کې، هغه هيوادونه چې د ګوزن ناروغۍ د واکیسن کولو بهیر په کې ټکنی دی، د ويروس خپريدا ډيره شي.

بل خوا د روغتيا نړيوال سازمان مشر، تدروس ادهانوم قبريسوس، د جمعې په ورځ وويل چې د کرونا وبا په دې برخه کې د دوی هڅې د خنډونو سره مخامخ کړي دي.»

هغه وویل: «دې سره په ځانګړې توګه په زيانمنونکو سيمو کې ماشومان د شري، ګوزن او د سږو د وژونکو ناروغيو له خطر سره مخ دي.

بل خوا د روغتیا د نړيوال سازمان د معافيت او واکسينونو د څانګې مشرې، کترينا او برين، په يوه جلا خبري لنډه غونډه کې وويل چې د کرونا وبا له کبله د نړۍ په ۵۳ هيوادونو کې د واکسين کولو ۹۱ پروګرامونه درول شوي دي.

هغې په دې اړه وويل: « که موږ د ګوزڼ، شري، زيړې تبې، کولرا او وچکۍ ناروغيو پر وړاندې ژر او چټک اقدامات تر سره نه کړو، په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲م کلونو کې به د ددغو ناروغيو د پام وړ خپريدا شاهدان وګرځو.»

آژانسونه/م. ک.ص./س.ر.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب