د ۳۳۷ ميلیونو دوزو(پيچکارۍ) لویه برخه، چي کوواکس -ابتکار یې غواړي د کال په اولو شپږو میاشتو کي تقسیم کړي، د استرا زنیکا واکسینونه دي. خو د دغه شرکت واکسینونه جنجالي دي، ځکه چي تر ۶۵ کلنیو پورته انسانانو کي د هغه پر مؤثریت باندي شک موجود دی.
انځور: Guillermo Legaria/Getty Images
سربیره پردې هغه د یوې څیړني په حواله په جنوبي افریقا کي لومړی کشف سوی د کرونا د نوي شکل په مقابل کي هم مؤثریت نه لري.
خو د روغتيا نړيوال سازمان له خوا دغه واکسین ته د اجازې ورکول د هغو هیوادونو له پاره اسانتیاوي رامنځته کوي چي نسي کولای پخپله د واکسین د اجازې ورکولو یا نه ورکولو په باب ژر تصمیم ونیسي.
q.n/n.z (AFP,dpa)
د کرونا پاندمي له پېلېدو راهيسي په مليونونو انسانان په ټوله نړۍ کي په دغه ويروس اخته سول. په دغو کي بعضي سياستوال او نړيوال مشران هم شامل ول چي دلته يې پېژندلای سئ:
انځور: picture-alliance/dpa/E. Peres
ايمانويل ماکرون، ولسمشر، فرانسه
ماکرون په خپل هيواد کي د ولسمشر په توګه کرونا پاندمي پر ضد د مبارزې مشري کوله، خو له ټول احتياط باوجوده له کرونا په ځان ساتنې بريالی نه سو. هغه په کرونا اخته او ورڅخه روغ سو.
انځور: Yoan Valat/dpa/picture-alliance
دونالد ترمپ، ولسمشر، متحده ايالات
د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر، دونالد ترمپ هم د کرونا په ويروس اخته سو. دا په داسي حال کي چي د بيا ولسمشر کېدو له پاره د هغه د کانديداتورۍ کامپاين روان ؤ. خو هغه زيات وخت په قرنطين کي پاته نسو.
انځور: Kevin Deutsch/UPI Photo/Newscom/picture-alliance
ژاير بولسونارو، ولسمشر، برازيل
د برازيل ولسمشر، بولسونارو هم د ترمپ په شان د کرونا پاندمي په تړاو له خطرونو څخه زيات قانع نه ؤ. بولسونارو پخپله په کرونا اخته سو. هغه په داسي حال کي خبريالانو ته راڅرګند سو چي ماسک يې اچولی ؤ.