په نړۍ کي د کرونا د مړو شمېر تر ۴ میلیونه اوښتی دی
۱۴۰۰ تیر ۱۷, پنجشنبه
د روغتیا نړیوال سازمان ويلي دي چې په ټوله نړۍ کي د کرونا له امله د مړه سوو کسانو شمېر تر څلور میلیونه زيات سوی دی. د دغه سازمان مشر ویلي دي چي ښايي د کرونا له امله د مړه سوو کسانو اصلې شمېرې تر دې هم لوړي وي.
اعلان
د هغو کسانو شمیر چي په کرونا باندي تر اخته کیدو وروسته مړه سوي، د دغي پاندیمي له پیل څخه بیا تر نن ورځي پوري په ټوله نړۍ کي تر ۴ میلیونه اضافه کسانو ته لوړ سوی. د دغه سازمان مشر تیدروس ادهانوم گبریسوس د چهارشنبې په ورځ نوموړي شمیرې زړه بوږنوونکې وبللې او ویلي یې دي چي په ډیر احتمال سره به د مړو اصلي شمیر تر دې هم زیات وي، دا ځکه چي په رسمي ادارو کي ټولي پیښي نه ثبتیږي.
گبریسوس زیاتوي چي نړۍ د کرونا پاندیمي »یوه خطرناک حد« ته رسېدلې ده. د هغه په خبره په داسي حال کي چي د نړۍ ځینو هیوادونو د واکسینونو په لگولو سره، د کرونا پر وړاندي تدابیر یو څه راکم کړي او داسي ښکاري چي دغه پاندیمي گواکي پای ته رسیدلې وي، خو بیا هم ډېر هیوادونه لا په کرونا باندي د اخته کیدو له ډیرو پیښو سره لاس او گریوان دي.
د روغتیا نړیوال سازمان عمومي رئیس د خپلو خبرو په دوام، د دغه وضعیت دلیل، د کرونا سخت ساري نوی شکل او د دغه ویروس د واکسین په وېش کي ځورونکې »بې عدالتي« په گوته کوي. هغه ویلي دي چي دغه ډول یو حالت د واکسینونو او دارودرملو د سخت کمښت سبب سوی چي په آسیايي، افریقايي او لاتین امریکا هیوادونو کي د کرونا له امله یې د مړیني څپې رامنځته کړې.
د روغتیا نړیوال سازمان عمومي مشر په تنده لهجه انتقاد کړی او ویلي یې دي چي په شتمنو هیوادونو کي د په اصطلاح »واکسین ناسیونالیزم« رواجیدل، له اخلاقي پلوه د منلو وړ نه دي. هغه زیاتوي: دغه واقعیت ډیر ځورونکی دی چي لا تر اوسه په میلیونو ډاکټران او روغتیاپالان نه دي واکسین سوي.
GP/NZ(AFP)
کرونا وبا او په عجيب و غريب ډيزاينونو جوړ تابوتونه
د کرونا اوبا پرمهال په لويدځ کې يو نوی دود راوتلی چې ځيني خلک خپل مړي په ساده شکل خاورو ته نه سپاري يا يې نه سوځوي، بلکې هنري او عجیب تابوتونه ورته چمتو کوي. انځورنه يې وګورئ.