1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولي د شېنګن هيوادونو سرحدي کترول غځولی دی؟

۱۴۰۱ آبان ۲۶, پنجشنبه

سره له دې چې د اروپا سترې محکمې پرېکړه کړې ده چې آلمان، ډنمارک او د شېنګن نور غړي هيوادونه اجازه نه لري چې سرحدي کنترول وغځوي، خو اروپايي کمېسيون ورته کوم غبرګون هم نه دی ښکاره کړی او دغه کار اوس هم دوام لري. خو ولې؟

د آلمان او اتريش پولې په اوږدو کې کنترول
د آلمان او اتريش پولې په اوږدو کې کنترولانځور: Frank Hoermann/SVEN SIMON/picture alliance

د شېنګن تړون له مخې خلک او اموال په آزادانه توګه د ۲۶ غړو هيوادونو له پولو څخه تېرېدلی او اوښتلی شي. د شېنګن په ساحه کې سرحدي کنترول يوازې کورني امنيت ته د ګواښ په صورت کې بېرته پلي کېدای شي. خو د کډوالۍ او تروريزم څخه د اندېښنې په پلمه آلمان، اتريش، ناروې، سويډن، ډنمارک او فرانسې سرحدي کنترول ته د هغه وخت راهيسې دوام ورکړی چې په ۲۰۱۵م کال کې په ډېر شمېر خلک اروپا ته راغلل.روسي اتباع نور نشي کولی د آلمان او شينګن هیوادونو ويزې په اسانۍ ترلاسه کړي

دغو هېوادونو دغه کنترول اوس بېرته شپږ مياشتې غځولی دی. دا د هغه وخت راهيسې دويم تمديد دی چې اروپایي محکمې په اپريل مياشت کې حکم وکړ چې د سرحدونو موقتي کنترول د يوه اعلان شوي ګواښ په مورد کې تر شپږو مياشتو بايد وانه وړي.

په ۲۰۱۹م کال کې د دويچه ويله يوې څېړنې هم ښودلې ده چې دغه سرحدي کنترول د شېنګن له تړون څخه سرغړونه ده چې د ايسلنډ، ليشتنشتاين، ناروې او سويس په شمول د ۲۲ غړو هيوادونو له پاره الزامي دی.

تر ډېره »حساسه سياسي« موضوع

دا اصلا د اروپايي کمېسيون دنده ده چې غړي هيوادونه دې ته متوجه کړي کله چې هغوی د اروپايي ټولنې له مقرراتو څخه سرغړونه کوي. د کمېسيون له خوا پورته شوي دغه ډول حقوقي تدابير د لوړو مالي بنديزونو پايله لرلی شي. په ۲۰۱۸م کال کې مثلا هسپانيا هغه مقررات په بشپړ ډول نه وو عملي کړي چې د اروپايي ټولنې ټول اوسېدونکي بايد د مناسبې بيې په بدل کې اکاونټونو يا بانکي حسابونو ته لاسرسی ولري.رپوټ: ۱۳ هیوادونو ته د شینګن ویزې احتمالي محدودیت

اروپايي کمېسيون بيا له هسپانيا څخه غوښتنه وکړه چې هره ورځ ۵۰ زره يورو ورکړي تر دې پورې چې داسې ملي قانون يې تصويب کړي نه وي چې د دغې مقررې سره سمون ولري.

خو کمېسيون په ورته وخت کې د شېنګن د هيڅ داسې غړي هيواد په وړاندې حقوقي تدابير تر لاس لاندې نه لري چې سرحدي کنترول يې غځولی دی. لېون زوليګ چې د آلمان په ګيسن پوهنتون کې د بين الدول او اروپايي حقوقو څېړنيز مرستيال دی او دا مهال د اروپا داخلي پولو په هکله پر خپلې دوکتورا باندې کار کوي، وايي چې »دغه يوه تر حده زياته حساسه سياسي موضوع ده.« د هغه په خبره »غړي هيوادونه او د کورنيو چارو وزارتونه به يې غوسه شي.«اروپایې کمیسیون: د شینګن قواعد دې بیا عملي شي

اروپايي کمېسيون د دويچه ويله له خوا پوښتنو ته ځواب هم نه دی ويلی. د ۲۰۲۱م کال په جنورۍ کې د اروپا د پارلمان له غړو سره په يوه غونډه کې کمېسيون داسې استدلال وکړ چې د مقرراتو عملي کېدل يوه غوره لاره ده نسبت دې ته چې د سرغړونې له کبله تدابير پورته شي. دې خبرې ته يې هم اشاره وکړه چې غړو هيوادونو ځکه د دغو مقرراتو رعايت نور نه دی کړی چې مقررات خپله ښايي نامناسب وي.

خو د کمېسيون له خوا خپور شوی وروستی د شېنګن د هيوادونو رپوټ د ۲۰۲۳م کال له پاره په اصلي لومړيتوبونو کې »د اوږدمهاله سرحدي کنترول له منځه وړل« هم يادوي. داسې ښکاري چې کمېسيون غواړي غړي هيوادونه قانع کړي چې په خپله خوښه سرحدې کنترول بېرته بند کړي.

کيرا شاخت/ن.ص./ن.ز.  

 

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب