1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستروسیه

د غرب او روسیې ترمنځ د بندیانو تاريخي تبادله

۱۴۰۳ مرداد ۱۲, جمعه

د غرب او روسيې ترمنځ له سړې جګړې وروسته د بنديانو ستره تبادله بشپړه شوه چې آلمان پکې مهم نقش درلود. د انقرې په هوايي ډګر کې د روسيې او لوېديځ زندانيان تبادله شول.

د آلمان په کلن  - بن هوايي ډګر کې زندانيانو ته هرکلی ویل شوی
شولڅ وويل چې دی او د اپوزيسيون مشر فریدرش ميرڅ، دواړه پر دې پريکړه متفق ول.انځور: Marvin Ibo Güngör/Bundesregierung/Getty Images

د آلمان حکومت د روسيې او لوېديځ ترمنځ د بنديانو په تبادله کې چې د پنجشنبې په ورځ ترسره شوه، ډېر مهم نقش ولوبوه.

په دې تبادله کې چې يو شمير هېوادونه پکې ښکیل ول، واديم کراسيکوف، تر ټولو مهم زنداني وو. نوموړی په ۲۰۱۹م کال کې په برلين کې د يوه پخواني چيچنيايي وسله وال د وژلو له کبله په عمري بند سزا محکوم شوی وو.

روسیې په ۲۰۲۲م کال کې ملګرو ملتونو ته مراجعه وکړه او د کراسيکوف، په بدل کې یې د امريکا متحده ایالاتو د زندانيانو د تبادلې وړاندیز وکړ. خو دا چې کراسيکوف، په امريکا کې نه بلکې په آلمان کې زنداني وو نو امريکايي چارواکو دا وړاندیز ډېر جدي ونه ګاڼه.

د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتين، هم په دې وروستيو کې د امريکايي نطاق تکر کارلسون، سره په مرکه کې ويلي ول چې د زندانيانو يوې داسې تبادلې ته ليوالتيا لري چې د کراسيکوف، آزادول پکې په نظر کې نيول شوي وي.

خو د کراسيکوف، د آزادولو پريکړه دې قتل ته په کتلو سره د آلمان له پاره له سياسي پلوه پيچلې وه. دا قتل په رڼا ورځ د برلين په يوه پارک کې د آلمان د پارلمان او صدارت ودانۍ سره نږدې شوی وو.

آلمان ولې کراسيکوف آزاد کړ؟

د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ، چې له دې کبله د دوبي له خپلې رخصتۍ بيرته راستون شو چې ځينو زندانيانو ته آلمان ته په رارسېدو هرکلی وویلې شي، وويل: «دا پریکړه د هيچا له پاره هم آسانه نه وه چې يو داسې قاتل اخراج کړي چې د عمري بند د سزا يوازې څو کاله یې په زندان کې تير کړي وي.»

شولڅ په خپلو خبرو کې زياته کړه چې د بند د سزا د عملي کولو د دولت ليوالتيا په روسيه کې د بې ګناه خلکو او د هغو د آزادۍ سره باید پرتله شوې وای چې په غير قانوني توګه د سياسي دلایلو پر اساس هلته بنديان دي.

شولڅ وويل چې دی او د اپوزيسيون مشر فریدرش ميرڅ، دواړه پر دې پريکړه متفق ول. نوموړي زياته کړه: «دا زموږ له پاره ځکه مهم وه چې موږ د آلمان د تابعيت لرونکو د ساتنې او همدا راز له امريکا متحده ایالاتو سره د اتحاد مکلفيت لرو.»

آلمان ته له رسېدلو ځینو زندانيانو سره تر ليدنې کتنې وروسته شولڅ ټينګار وکړ چې دا تبادله يوه «سمه پريکړه ده او څوک شک لري نو له دې زندانيانو سره چې اوس آزاد دي، تر خبرو وروسته به یې دغه شک هم له منځه ولاړ شي.»

د ايمنستي انترنيشنل يا بخښنې د نړيوال سازمان د آلمان څانګې په دې اړه ويلي دي چې دې څه د بندیانو د تبادلې د هوکړې «خوند تريخ» کړی دی چې «د يوې آزادې محکمې په ترڅ کې تورن شوی ..... قاتل» له هغو «خلکو سره چې يوازې د بيان آزادۍ حق یې استعمال کړی دی» معادل وګرځول شي.

څومره زندانیان سره تبادله شوي؟

په ټوله کې په امريکا، آلمان، پولند، ناروې او سلوانيا کې د زنداني لسو روسانو په بدل کې روسیې ۱۶ کسان آزاد کړل چې پنځه آلماني او اوه په خټه روسي وګړي هم پکې شامل دي. دا له سړې جګړې راهېسې د غرب او روسیې ترمنځ د زندانيانو ستره تبادله ده.  

.«آلمان ته له رسېدلو ځینو زندانيانو سره تر ليدنې کتنې وروسته شولڅ ټينګار وکړ چې دا تبادله يوه «سمه پريکړه دهانځور: U.S. Government/REUTERS

د روسیې او لوېديځ ترمنځ د زندانيانو د دې تبادلې په ترڅ کې د روسیې له خوا آزاد کړل شوي ۱۲ زندانيان آلمان ته رسېدلي دي. په دې زندانيانو کې پر نورو سربیره د اپوزيسيون سياستوال اليا ياشين، چې پر روسیې یې په اوکراين کې د جګړې له کبله نیوکې کولې او له دې کبله زنداني شوی وو او ريکو کريګر، شامل دي. کريګر په سپينه روسيه کې د جاسوسۍ د تورونو په تړاو په اعدام محکوم شوی وو، خو په روانه اونۍ کې بيا وبخښل شو.

په دې ترڅ کې د وال ستريت ژورنال خبريال ايوان ګيرشکووچ، د امريکا د سمندري ځواک پخوانی غړي پال وهيلن او خبريال السو کرماشيوا، ته په ايندريوز پوځي هوايي ډګر کې ولسمشر جو بایدن او مرستيالې یې کماله هريس، هر کلی وکړ.

له «شيطان سره معامله»

په «بلد» ورځپاڼې کې په خپره شوې يوه تبصره کې ويل شوي دي چې که څه هم چې د فعالانو او هغو آلماني وګړو آزاديدل چې په روسيه کې په غير عادلانه ډول ساتل شوي ول، د هرکلي وړ ګام دی خو «د روسیې وګړو ته هم دا فاسد پيغام ورکړل شوی دی چې پوتين د «قاتلينو د ژغورنې» له وجې یو اتل دی.»

خو د آلمان د حکومت وياند شتيفن هيبه شترايت، د کراسيکوف، د آزادۍ دفاع وکړه.

د آلمان د پارلمان د بهرنيو چارو کمېټې مشر مېشايل روت، د برلين د حکومت پريکړه داسې خلاصه کړې: «ځيني وخت د انسانيت په دليل سړی باید له شيطان سره معامله وکړي.»

بایدن له آلمان څخه مننه وکړه

د امريکا متحده ایالاتوولسمشر جو بایدن، ومنله چې آلمان د زندانيانو د تبادلې د عملي کولو له کبله له ډېر څه تير شوی دی. هغه وويل دی له شولڅ څخه په ځانګړي توګه منندوی دی.

بایدن، وويل چې د دې هوکړې له پاره ما اړتيا لرله چې آلمان له ځينو خبرو تير شي چې په اصل کې هغوی دې نتیجې ته رسېدلي ول چې د دغه شخص په برخه کې [کراسيکوف] باید داسې پريکړه ونه کړي.

په جنورۍ مياشت کې بايدن، په شخصي توګه له شولڅ سره د زندانيانو د تبادلې په اړه خبرې کړې وې. د بايدن، د ملي امنیت مرستيال جېک سليوان، د پنجشنبې په ورځ خبريالانو ته وويل چې هغه وخت بایدن، ته د شولڅ، ځواب دا وو: «ستا له پاره به زه دا کار وکړم.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب