1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستعمان

ولې عربي هېوادونه په ایران کې د رژيم بدلیدو مخالف دي؟

۱۴۰۴ بهمن ۲, پنجشنبه

په داسې حال کې چې ولسمشر ترمپ د ایران له مظاهره کوونکو سره د مرستې ژمنه کړې وه، د خلیج د دولتونو جيو سياسي اندیښنې ښايي هغه څه وي چې پر ایران باندې د امریکا د بريد د مخنیوي لامل شوي.

د بېلا بېلو عربی هېوادونو بیرغونه
د خلیج د دولتونو جيو سياسي اندیښنې ښايي هغه څه وي چې پر ایران باندې د امریکا د بريد د مخنیوي لامل شوي.انځور: HUSSEIN FALEH/AFP

د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، د سې شنبې په ورځ يعنی د ۲۰۲۶م کال د جنورۍ پر ۱۳نیټه د «ټروت سوشل» له لارې ایراني مظاهره کوونکي مخاطب کړي ول: «ایراني وطن پرستو، احتجاج ته مو دوام ورکړې – خپلې ادارې ونيسئ!!! .... مرسته پر لاره ده.»

اړونده موضوع: خامنه اې د ترمپ گواښ ته په غبرگون: اسلامي جمهوریت به شاته نه سي

خو له روانو مظاهرو یوه اونۍ وروسته هم، مرسته لا نه ليدل کيږي. په حقیقت کې د ا مریکا متحده ایالاتو ولسمشر له خپلې ژمنې پر شا شوی دی. هغه ويلي دي چې خبر ورته ورکړل شوی دی چې وژنې کمې شوي دي او دی باور نه لري چې دمګړۍ دې ډله ایز اعدامونه پلان وي. 

«د انديښنې وړ تاوتريخوالی»

خو د ملګرو ملتونو نور غړي هېوادونه ظاهراً له دې ارزونې سره موافق نه دي او په غوښتنه یې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د جمعې په ورځ يوه ځانګړې ناسته را بللې څو په ایران کې د «انديښنې وړ تاوتريخوالي» په اړه بحث وشي. د بشري حقونو د څار ټولنې هم د يوې ځانګړې غونډې غوښتنه کړې ده.

امريکا میشت د بشري حقونو ایراني فعالانو سازمان «اچ آر ای» د ايکس شبکې په يوه پوست کې د ۴۰۲۹ تائيد شويو مړينو خبر ورکړی دی چې تر ۱۵۰ ډېر د امنيتي ځواک غړي هم پکې شامل دي. تر ۹۰۰۰ ډېرو کسانو د مړينې په اړه لا پلټنې رواني دي. اټکل کيږي چې د وژل شويو کسانو شمیر به د پام وړ لوړ وي.

اړونده موضوع: ايران کې د لاريونوالو د مرګونو له زياتېدو سره ټرمپ ايران ته ګواښ وکړ

د هغه پر رسمي توجیې سربیره ښايي ولسمشر ترمپ خپل نظر د ځيني عربي هېوادونو د فشار له کبله هم بدل کړی وي. د رسنیو د رپوټونو په حواله د سعودي عربستان، قطر، عمان او مصر استازو تېره اونۍ د ديپلوماتيکي خبرو اترو له لارې هڅه وکړه چې پر ایران باندې د امريکا د بريد چې ګواښ یې موجود دی، مخه ونيوله شي. د اسوشتيد پريس خبري آژانس د يوه رپوټ په حواله دې هېوادونو په تهران کې له رژيم څخه هم له زغمل څخه د کار اخیستو غوښتنه کړې ده.

د خليج په هېوادونو کې د اندیښنو ډيرېدل

په برلین کې د منځي ختيځ له څيړنیزې موسسې څخه د پاولينا رابه، په حواله په تهران کې پر رژيم د متحده ایالاتو د بريد اړه د خليج هېوادونه يو شمیر اعتراضونه لري: له يوه اړخه د خليج هېوادونه د ایران له کمزوري پاتيدو سره ډېره قوي ليوالتيا لري، ځکه په دې توګه به لږ خطرناک وي.

د نوموړې په خبره له بله پلوه «دوی دا ويره هم له لري چې د يوه بريد په صورت کې تاوتريخوالی له کنتروله وتلی شي او دا چې دوی هم د ایران د بريدونو هدف ګرځيدلی شي.»

ورته نظر په هامبورګ کې د «د نړيوالو او امنيتي چارو د آلماني انستيتويت» مشر ايکهار وويرڅ، هم لري. نوموړی په دې آند دی چې دا امکان نه لري چې د ایران حکومت دې اوس سقوط وکړي، «خو که چېرې دا کار کيږي نو بې له تاوتريخوالي به نه وي.» نوموړی زياتوي چې دا تاوتريخوالی کیدای شي د خليج هېوادونو ته هم متوجې شي او کيدای شي د پام وړ ډېر شمیر مهاجرو باعث شي.»

اړونده موضوع: ایراني چارواکو په اعتراضونو کې د ۵۰۰۰ کسانو وژل کیدل تایید کړي

په تېرو کلونو کې د خليج هېوادونو او ایران نږدې اړيکې پاللي دي. د پاولينا رابه، په حواله د متحده ايالاتو بريد دا لاسته راوړنې زيانمنولی شي. 

نوموړې دې ته هم اشاره کوي چې په قطر، سعودي عربستان او بحرين کې د متحده ایالاتو اډې د ایران د هوايي بريدونو لومړي ممکنه اهداف کيدلی شي.

پاولينا رابه، دويچه ويله ته وويل: «دا کار د خليج هېوادونه انديښمنوي چې په خپلو حويليو کې جګړه ولري.»

اقتصادي اغیزې

د ایران او خليج د هېوادونو ترمنځ مخامخیدل د جدي اقتصادي پايلو سبب هم ګرځیدلی شي. رابه، وايي: «که چېرې د مثال په توګه ایران د تجارتي مسیرونو د بندولو پريکړه کوي نو دا به د خليج هېوادونو پر اقتصادونو باندې د پام وړ اغیزه ولري.»

ايران کولی شي د فارس خليج لاره بنده کړي. رابه د حوثي ياغيانو له لوري پر بار وړونکو کښتيو باندې بريدونه ته په اشارې سره وايي: «موږ لا دمخه وليدل چې دا کار په نړيواله کچه د توکو انتقال ته په څه معنا دی، کله چې حوثي ملیشې، د ایران يوې نيابتي ډلې، په سره سمندرګي کې پر کښتيو ډزې وکړې.»

په ایران کې وروستی وضعیت د سیمې او نړۍ لپاره په څه معنی دي؟

33:16

This browser does not support the video element.

ايکهار وويرڅ، هم وايي چې د خليج هېوادونه هم چې دمګړۍ یې تمرکز د اقتصادي اوښتون پر خپلو پروسو باندې دی، ژمن دي چې له هر ډول ګډوډۍ څخه ډډه وشي.

نوموړي له دويچه ویله سره په خبرو کې وويل: «سعودي عربستان غواړي چې د «ويژن ۲۰۳۰» پروژو سره له اقتصادي پلوه نوی مقام غوره کړي او هر ډول ناکراري به یې د لارې ستر خنډ وي.»

اړونده موضوع: ایران کې پراخ اعتراضونه؛ هغه څه چې باید پرې وپوهیږئ

د نوموړي په خبره دا پر ډېرو دودیزو صنعتونو لکه د طبيعي زیرمو استخراخ باندې، په ځانګړي توګه د نفتو پر اسختراج باندې هم صدق کوي.

وویرڅ، زياتوي: «هر ډول غير ډاډمن وضعيت دې صنعتونه ته زيان رسوی ځکه چې دا پر اعتبار او د عرضې پر فعالو ځنځريرونو باندې تکيه کوي.»

مطلق العنان حکومتونه او ثبات

د خليج هېوادونه بيا له بله پلوه دې دا قوي ليوالتيا هم لري چې په سيمه کې ثبات د مطلق العنان جوړښتونو په وسيله برقرار وساتل شي: «د خليج هېوادونو سياسي اشرافيه ظاهراً د يوه نوي بالقوه ناپيژندل شوي اړخ پر ځای زاړه بلد رژيمونه خوښوي.» وویرڅ زياتوي چې دوی هم د خليج په هېوادونو کې د ایران د رژيم په اړه ډېرې اندیښنې لري. 

وويرڅ، زياتوي: «خو په ورته وخت کې دواړو اړخونو په دې وروستيو کلونو کې د ترنګلتيا تر يوه پړاو وروسته، خپلې ديپلوماتيکي اړيکي ژورې کړي دي. دوی نه غواړي چې هغه په خطر کې واچوي.»

پاولينا رابه، وايي چې پر دې سربیره د عربو سياسي اشرافيه په خپلو هېوادونو کې د ۲۰۱۱م کال د مظاهرو تکرارېدل هم نه غواړي. هغې دې ته په اشارې سره چې دوی به «ښايي خپلو خلکو ته ځانګړي مراعات ورکړي» وويل: «د خليج هېوادونه د خپل ثبات د ساتلو له پاره د دې پر ځای چې په تهران کې پر رژيم تکيه وکړي، پر خپلو ابرازو تکیې ته ډېر ليوال دي.»

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب