1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د طالبانو تر حاکمیت لاندې افغانستان څومره «امن» دی؟

۱۴۰۴ خرداد ۲۲, پنجشنبه

طالبان ادعا کوي چې په افغانستان کې امنیت حاکم دی. خو لوږې، فقر او بېرې په دغه هېواد کې د خلکو پر ورځني ژوند خپل سیوری غوړلی دی. په ځانګړې توګه ماشومان له دغه وضعيت څخه کړيږي.

Afghanistan | Bäckerei in Kabul spendet Brot
انځور: Ali Khara/REUTERS

طالبان له افغان مهاجرو غواړي چې بيرته خپل هېواد ته ورستانه شي او هغوی ته په دغه هېواد کې د سوله ایز ژوند کولو ډاډ ورکوي. د طالبانو رئيس الوزرا ملا محمد حسن آخوند، خپل د لوی اختر په پیغام کې ټولو هغو افغانانو ته چې د افغانستان د پخواني حکومت تر پاشل کېدو وروسته له هېواده وتلي، د عمومي عفوې اعلان وکړ. هغه وویل چې افغانستان امن دی او ټول کولی شي بېرته راستانه شي او په سوله کې ژوند وکړي.

طالبانو پر افغانستان د بیاواکمنېدو پر مهال هم د عمومي عفوې اعلان کړی وو، خو د بشري حقونو سازمانونو په کراتو د نورو مواردو تر څنګ، د پخوانيو امنيتي ځواکونو د وژلو رپوټونه ورکړي دي.

د افغانستان د پخواني پارلمان غړې، نیلوفر ابراهیمي، دويچه وله ته وویل چې د تاوتریخوالو عاملان اوس په قدرت کې دي. هغه د بېلګې په توګه د طالبانو د کورنیو چارو د وزیر یادونه کوي او وايي چې طبیعي ده چې اوس امنیت دی.

نور ولولئ:  ملا حسن آخوند: افغانان دې امریکا ته د مهاجرت کولو پر ځای خپل هېواد ته راستانه شي

د مېرمن ابراهيمي اشاره سراج الدین حقاني ته ده چې په افغانستان کې د تېرو دوو لسیزو په جریان کې د یو شمېر پېچلو او خونړیو حملو مسئول ګڼل کیږي او د امریکا متحده ایالاتو د تحقیقاتو فدرالي ادارې «اف بې آی» تر تعقیب لاندې دی. خو له دې سره سره، حقاني اوس د طالبانو د حکومت په جوړښت او امنيتي برخو کې کلیدی رول لري.

له پاکستانه د افغانانو اخراج؛ ستونزې او ننګونې

03:20

This browser does not support the video element.

ابراهيمي چې پر افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته د هېواد پرېښوده ته اړه شوې، وايي: «طالبان هر ډول مقاومت سرکوبه کوي او خلک ډاروي.» هغې د بدخشان په ولایت کې وروستیو ناامنیو ته په اشارې وویل: «د هېواد په شمالشرقي ولایت بدخشان کې کروندګر چې نه پوهیږي بل څه شی وکري د طالبانو لخوا ټکول کيږي، ولې چې طالبانو د کوکنارو کرکېله ممنوع کړې ده.»

افغانستان د نړۍ د تر ټولو فقیرو هېوادونو له ډلې یو دی. په دغه هېواد کې خلک تر ډېره په کرهڼیزو حاصلاتو خپل ژوند چلوي. د کوکنارو کرکیله حتی د وچکالۍ پر وخت هم د نورو کرهڼیزو محصولاتو په پرتله، ډېره ګټه درولوده.

نور ولولئ:  له پاکستان څخه اخراج؛ ۲۰۰ زره افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي

کوکنار د ډېرو افغان کروندګرو له پاره یوه ښه عایداتي سرچینه وه، خو د طالبانو رهبر ملا هيبت الله آخوندزاده، د دغه بوټي کرکېله د بل بدیل بوټي د وړاندې کولو پرته ممنوع کړې. اوس کروندګر په ځانګړې توګه هغه چې د کوکنارو کرکېله ېې کوله خالي لاس پاته دي او نه پوهیږي چې خپل روزګار څنګه مخته یوسي.

خوارځواکي او اجباري ودونه

په ۲۰۲۱م کال کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهيسي د افغانستان د نفوس څه باندې نیمايي برخه د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي. په میلیونونو افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري. د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق د معلوماتو پر اساس، د افغانستان د ۴۱ میلیونو تخمیني نفوس څخه ۴۳ سلنه ېې له ۱۴ کلونو ښکته ماشومان تشکیلوي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق «یونیسف» په مارچ میاشت کې وویل چې په افغانستان کې یو دوهمه برخه ماشومان عاجلو مرستو ته اړتیا لري. پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر هم اوس د لوړېدو په حال کې دی.

اکثره زېر سن نجونې اړې کیږي چې واده وکړي، هغه په دې دلیل چې نجونې له ثانوي او عالی زدکړو منع کړل شوي او کورنۍ ېې نه پوهیږي چې څنګه د هغوی له پاره خوراک او پوشاک برابر کړي.

نور ولولئ:  له اخراج څخه بیره؛ «په تاجيکستان کې له میاشتو راهیسې افغانان په کورونو کې پټ دي»

د «شنبه های ارغواني» په نوم د یوه خوځښت فعال دویچه وله ته وویل: «دغه ماشومان نه یوازې د تعلیم، فردي ودې او حتی د خپلو لوبو له حقونو بې برخې دي، بلکې له نورو دردونکو حالاتو سره هم مخ دي، لکه ژر زېږونه، شدید فقر، کورني تاوتریخوالي او ټولنیزه انزوا. هغه هم په داسې یوه ټولنه کې چې د ماشومانو د ملاتړ جوړښتونه پکې عملا پاشل شوي دي.»

له پاکستان څخه اخراج: په سرحدي کمپونو کې د افغانانو وضعيت

02:48

This browser does not support the video element.

دغه فعالان هڅه کوي تر څو د خپلې شبکې له لارې نجونو او ښځو ته معلومات چمتو او د خصوصي زدکړو زمینه ورته برابره کړي. د ارغواني شنبو خوځښت په خبره، د افغانستان ښځې «د هر بل وخت په پرتله د نړېوالې ټولنې لا ډېر واقعي او له قید و شرط پرته پیوستون ته اړتیا لري او پیغام ېې دا دی چې موږ یوازې مه پرېږدئ.»

«امن هېواد» ته د اخراج بېره

ډېر شمېر افغانان د امنيتي ګواښونو او فقر له کبله ګاونډیو هېوادونو ته پناه وړې ده. په دغو افغانانو کې ېوه هم د درو ماشومانو مور دیبا ده. دیبا د طالبانو تر بیاواکمنېدو مخکې د افغانستان د پوهنې په وزارت کې دنده درولوده او د افغان مېرمنو د ارتقا له پاره ېې په ګده یو سازمان جوړ کړی و، خو د طالبانو په راتګ سره وتړل شو.

نور ولولئ:  یوناما: د پخوانیو پوځیانو او چارواکو شکنجه او وژنه ادامه لري

د ښځو د حقونو دغه فعاله د طالبانو په حاکميت کې د څو میاشتو ژوند کولو وروسته اړه شوه چې پاکستان ته مهاجره شي. هغې دويچه ويلي ته وویل چې خپل ټول شيان ېې خرڅ کړل او مهاجرت ېې وکړ. هغه اوس له دې بېره لري چې د ویزې مودې تر بشپړېدو وروسته به له پاکستانه اخراج شي.

د پاکستان حکومت په حاضر وخت کې افغان کډوال په ډلیزه توګه اخراجوي. ېوازې په اپریل او می میاشتو کې نژدې ۲لکه افغان مهاجر له پاکستانه وتلي دي.

دیبا وايي افغانستان ته د بېرته تلو پر ځای ترجیح ورکوي چې په پاکستان کې پټ ژوند وکړي.

په افغانستان کې د طالبانو په حاکمیت کې ښځې له کار، تحصیل او په ټولنه کې د آزاد تګ راتګ اجازه نه لري. ديبا هیله مند ده تر څو یوه لار پیدا شي چې وشي کړی له خپلو درو ماشومانو سره یو دريم امن هېواد ته ولاړه شي.

نور ولولئ:  په امریکا کې افغان کورنۍ: سفري ممنوعیت سخت اندېښمن کړی یو

نور هېوادونه هم د افغان مهاجرو د اخراج هوډ لري. د بېلګې په توګه ایران اعلان کړی دی چې سږکال ۴ میلیونه افغان مهاجر خپل «امن هېواد» ته بېرته استوي. یوازې په می میاشت کې ۱۵ زره افغانان له ایرانه اخراج شول. طالبانو ویلي دي چې «موږ به د هغوی هرکلی وکړو.»

له آرشیف څخه یو انځوریز البوم (03.01.2024): 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب