1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو په درو ولايتونو کې د ملي تلويزیون خپروني بندي کړي دي

حسین سیرت l نجیب الله زیارمل
۱۴۰۴ شهریور ۲۱, جمعه

په کندهار او بلخ ولايتونو کي سرچينو ويلي دي چي په دغو ولايتونو کي ملي تلويزيون خپروني نه لري. طالبانو په پنجشېر ولايت کي هم د ملي تلويزيون خپروني بندي کړي دي.

د افغانستان د خبرلانو مرکز رئيس احمد قريشي چي له هيواده بهر فعاليت کوي، دويچه ويله ته وويل چي طالبانو په ۲۰ ولايتونو کي د تلويزيونونو فعاليت متوقف کړی دی
د طالبانو حکومت د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د تلویزیونو پر نشراتو بندیز وضع کړی دی.انځور: Sardar Shafaq/AA/picture alliance

د خبرلانو د ملاتړ يوې ادارې ويلي دي چي طالبان په تدريجي ډول د انځوريزو خپرونو رسنۍ بندوي. د بېلګې په توګه په پنجشېر کي ټولي انځوريزي رسنۍ بندي سوي دي او په کندهار کي هم يوتيوبرانو ته ويل سوي دي چي د فعاليت اجازه نه لري.

په کندهار کي يوې سرچينې ويلي دي چي په دغه ولايت کي ټول هغه تلويزيوني چينلونه بند سوي دي چي هلته يې فعاليت لاره. طالبانو د خپلي لومړۍ واکمنۍ پرمهال له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱م کاله پوري حتی د تلويزيونونو پر ننداره کولو بنديز لګولو وو.

په مزار شريف ښار کي يوې بلي سرچينې ويلي دي، چي په دغه ولايت کي د ملي تلويزيون چينل غيرفعال دی. دا په داسي حال کي ده چي په کابل او ځينو نورو ولايتونو کي تلويزيوني چينلونه فعال دي.

په وروستيو مياشتو کي د ۲۰ ولايتونو د خصوصي او دولتي رسنيو مسئولانو ته ويل سوي دي چي د ژونديو موجوداتو د انځورونو د خپرولو اجازه نه لري، خو سرچينو ويلي دي چي اوس طالبانو د تلويزيوني خپرونو د بندولو پريکړه کړې ده.

يوې سرچينې دويچه ويله ته وويل، چي طالبانو په کندهار ولايت کي چي د دغي ډلي د مشر ملا هيبت الله اخندزاده مرکز دی نه يوازي د يوتيوبرانو فعاليت منع کړی، بلکي ټولو تلويزيونونو ته يې ويلي دي چي خپلي انځوريزي خپروني متوقفي کړي.

د مطبوعاتو د آزادۍ نړیواله ورځ او په افغانستان کې د آزادو رسنیو وضعیت

04:11

This browser does not support the video element.

تلويزيونونه په راډيوګانو اړول

د افغانستان د خبرلانو مرکز رئيس احمد قريشي چي له هيواده بهر فعاليت کوي، دويچه ويله ته وويل چي طالبانو په ۲۰ ولايتونو کي د تلويزيونونو فعاليت متوقف کړی دی او ويلي يې دي چي تلويزيون بايد په راډيو واوړي.

د رسنيو فعالان وايي چي د ژوندي موجوداتو د انځورونو پر خپرولو باندي بنديز ځيني تلويزيونونه په راډيو تبديل سوي دي او ځينو نورو يې فعاليت پرې ايښی دی.

د خبريالانو د مرکز يو راپور ښيي چي د ژونديو موجوداتو د انځورونو د خپرولو ممنوعیت د ۳۲ تلويزيونونو د فعاليت نه لرلو سبب سوی دی.

قريشي وويل چي طالبان په ۲۰ ولايتونو کي خبريالانو ته اجازه نه ورکوي چي انځورونه يې ثبت او په تلويزيونونو يا ټولنيزو رسنيو کي خپاره کړي.

د امر بالمعروف قانون د ۷ مادي پر اساس په رسنيو کي د ژونديو موجوداتو د انځورنو خپرول منع دي.

دا بندیز په شلو ولايتونو کندهار، سرپل، تخار، بادغیس، هلمند، ننګرهار، نورستان، فراه، نیمروز، بدخشان، بغلان، جوزجان، زابل، پروان، کندز، بامیان، دایکندي، فاریاب، پنجشېر او لغمان کي رسماً اعلان سوی دی.

طالبانو د رسنیو ازادي او مسلکي توب څومره سانسور کړی دی؟

15:37

This browser does not support the video element.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب